د پريام باچا مېرمن خوب وليد، چې سکروټه وزېږوي.باچا سبا غيب ګويان راوغوښتل، چې د خوب تعبير ترې وپوښتي.
پخواني انسان چې محدود وسايل لرل او د ډېرو طبيعي ناورينونو چاره يې نه شوه کولاى؛ نو د خپلو ډېر خواهشونو د ترسراينې لپاره يې يا حماسې ايجاد کړې يا يې خوبونه وليدل. خوبونو د انسان له ورځني ژوند سره هم کله ناکله اړيکه پيدا کوله؛ نو د وخت په تېرېدو سره يې اهميت پيدا کړ او د ماورالطبيعت او انسان ترمنځ د پيغام د رسولو وسيله وګڼل شوه. خدايانو خپلې خبرې د خوبونو په وسيله انسانانو ته ويلې او له دې سره خوبونه په ښو او بدو وويشل شول.
د باچا او ملکې خوبونه تر عامو انسانانومهم وو، ځکه چې ځواک ورسره و او د ټول ملت برخليک يې په لاس کې و. د پخوانو افسانو په لوست په لرغوني کلچر کې د خوب په اهميت پوهېږو.
پريام باچا ته غيبويانو د خوب تعبير داسې وکړ، چې مېرمن به يې داسې زوى وزېږوي، چې له لاسه به يې د ده ټوله باچاهي تباه شي او په اور کې به وسوځي.
پاريس چې وزېږېد، پريام باچا د دې برخليک د بدلون لپاره لرې په بېديا کې خوشې کړ، چې لېوان يې وخوري؛ خو د ازل د تختې ليک وران نه شو. هلته پر پاريس باندې لېوه مهربانه شوه. هره ورځ به ورتله او شيدې به يې ورکولې او په دې ډول هغه برخليک ته تيار شو، چې ده ته ليکل شوى و.
مخکې مو وويل، چې له پخواني انسان سره د طبيعي ناورينونو علاج نه و؛ نو دا يې يو ماورالطبيعي چاره ګڼله. د هرې پېښې تر شا يې د يوه ځواکمن خداى لاس ګاڼه، چې د نيل رود کله وچوي او کله يې سيلابي کوي يا عادي کوي. لرغوني انسان فکر وکړ، چې دا ماورالطبيعي واکمن چې دا کار کوي، له موږه غوښتنې لري؛ نو که مو د ده له ويلو سره سم عمل وکړو، رانه خوشحاله به وي، ګنې د زلزلې، سيلاب، سيلۍ او نورو عذابونو به مو برباد کړي.
د لرغوني انسان د ذهنيت پر بنسټ انسان د دې خدايانو نانځکې دي او بشپړ اختيار يې د خدايانو په لاس کې دى. د دوى برخليک او تقدير همغوى ټاکي.
د هومر په ايلياد کې لولو، چې اشيل او اوديسيوس ته هم نجوميانو وړاندوينه کړې وه، چې يو به په وچه پاتې پونده باندې د پاريس په غشي مري او بل به لس کاله په لار کې ايسارېږي. له دې نه ښکاري، چې پخوانو يونانيانود تقدير پر تحجري بڼه باندې کلکه عقيده لرله.
زموږ کلچر چې ډېر ورو تحول کوي، تر اوسه ارادي ناارادي د لرغونو يونانيانو غوندې تقديرپرست دي. زموږ په کلچر کې هر شخص پر همغو پلونو پل ږدي، چې ورته ټاکل شوى دى. په شلمه پېړۍ کې د وجوديت د فلسفې موخه هم دا وه، چې څرنګه د انسان سترګې د تقدير له ليکه واړوي.
دا معلومه ده، چې اسلام هم د تحجر پلوي نه کوي، ځکه چې د عذاب و ثواب مفهوم بې ارزښته کېږي؛ خو موږ خپل مذهب د خپل ذهنيت تابع کړى. زموږ په قبايلي ټولنه کې مشر بې انتها واک لري او د تقدير تحجرانه ذهنيت د مشر له واک(اقتدار) سره مرسته کوي. که لور يې په ښه کور کې پرېوته، دا خپل کمال ګڼي او پر ځان وياړي؛ خو که بد ځاى کې پرېوته، بيا وايي، د قسمت ليک نه بدلېږي. لور هم بايد دا د قسمت ليک وګڼي او پر پلار پړه وروانه چوي. د تقدير د زور اندازه په لاندې لنډۍ کې ليدلى شو:
کارغه د زرکې لايق نه دى
که د ازل په تخته ليک وي، وران دې شينه
په ادب کې خو دا ارزو کولى شي؛ خو ارمان چې د ازل ليک نه ورانېدونکى دى. دا د دې لنډۍ خبره ده.
زموږ کلچر داسې ډېر منافقانه خصوصيتونه لري، چې انتقادي فکر غواړي. هغه ملتونه چې د تقدير تحجرانه ذهنيت لري، په انساني مټو باندې باور نه لري او تحول ته منفي نظر کوي. داسې ملتونه د پرمختللو ملتونو سيالي نه شي کولاى.
پريام باچا د اوديپ غوندې خپل تقدير بدل نه کړاى شو د ټراى ښار د خدايانو له منشا سره سم د سپارټايانو په لاس وسوځېد.
ايرس خداى پر مڼه دا جمله(تر ټولو ښکلې ښځې ته) وليکله او د خدايانو مېلمستيا ته يې وروکولوله. د افرودايتې، اتنا او هرا پرې شخړه شوه. هرې يوې د مڼې دعوه کوله. پرېکړه دا وشوه، چې د پريام باچا زوى پاريس د ښکلا په اړه ښه قضاوت کولى شي. پاريس ته هرې خدايڼې يو لالچ ورکړ. افرودايتې ورته وويل، چې که ما ته دې راکړه، د نړۍ تر ټولو ښکلې ښځه به ستا په برخه کړم. پاريس چې ځوان و، دا وړانديز يې خوښ شو.
د ايلياد له دې برخې نه دا برداشت کولى شو، چې په بندو ټولنو کې-چې ښځه يا د کور وي يا د ګور- ښځه په خپل صفت خوشحالېږي. په پرمختللو ټولنو کې ښايي ستاينه دومره مهمه نه وي، چې ښځه هر عمل ته تياره کړي. هلته ښځو ته ستاينه ټوکې ښکاري. د ښځې ستاينه زموږ د شاعرۍ مهمه موضوع ده. کله خو فکر کوو، چې که د ښځې ستاينه نه واى، زموږ شاعري به څومره خواره واى.
ارواپوهنه وايي، چې پر فرد څومره فشار زياتېږي، هغومره يې تنده زياتېږي او په مقابل کې شديد غبرګون توليدوي. ښايي په مجموع کې انسان او په تېره ښځه له خپلې کمزورۍ نه غږ ونه کړي؛ خو په ذهن کې يې پيدا شوى شديد غبرګون دا عکس العمل ته هڅوي. د کلاوو دېوالونه چې څومره اوچتوو، په ښځه کې هغومره شديد غبرګون پيدا کېږي او په خپل تاريخ کې وينو، چې ښځې د برجورو کلاوو له دېوالونو نه هم اوښتې دي. په انساني چلن کې چې څومره نرمي وي، غبرګون يې هغومره نرم وي. اخلاق د دېوالونو په اوچتولو نه زده کېږي، بلکې دا پوهه د ژوند په هغه تجربه کې پرته ده، چې تر لوړو دېوالونو بهر د مکتبونو او پوهنتونو په بڼه موجود دي.
پاريس په هلن پسې سپارټا ته لاړ. منيلاس چې وپېژند، چې شهزاده دى، ډېر عزت يې ورکړ؛ خو يوه ورځ دى کور کې نه و، چې پاريس ترې هلن ټراى ته راوتښتوله. منيلاس باچا چې راغى، ادم نه و، بوى يې و. سپارټايانو دا د خپل ناموس خبره وګڼله او له خپلو مشهورو اتلانو سره يې پر ټراى باندې بريد وکړ. ټراى يې له خاورو سره خاورې کړ. بېشمېره انسانان له دواړو اړخونو نه د يوې هلن پر سر ووژل شو.
تاريخ وايي، چې د انسانانو له زراعت سره مخه شوه؛ نو د مالکيت احساس پکې پيدا شو؛ خو د ده د ملکيت لپاره يو وارث پکار و. ښځه مکلفه شوه، چې په کور کېني او وارث ورته وزېږوي، چې له ده سره د زرعي توليداتو په ډېروالي کې هم مرسته وکړي. دا د ټولنيز نظام د تشکل مرحله وه او په دې مرحله کې ښځې د سړي په نظر کې اهميت پيدا کړ. ښځه بايد ده ته او يواځې د ده بچى وزېږوي. دې احساس سړى د ښځې په اړه حساس کړ او په ښځې پورې د شرم او ننګ خبره غوټه شوه.
پر نارينه بشري کلچر باندې د فيمينزم لوى نقد هم دا دى، چې د خپلو خواهشاتو لپاره د ښځو ژوندى وجود او خواهشات پيمالوي. ښځه څيز ګڼو او د (ورکولو) کلمه ورته کاروو. په سپره کې يې چې ورکوو، پوښتنه هومره ترې نه کوو؛ خو وړه تېروتنه مو يې د غيرت احساس راپاروي او ښځه راته په يوه حساس ملکيت اوړي. ننني پرمختللي انسان ته دا ډېر نامعقوله خبره ښکاري، چې د يوې ښځې(هيلن) لپاره دې دومره انسانان مړه شي او بېشمېره ښځې دې کونډې، بورې او ورارې شي.
د ټراى ښار تر سوځېدو وروسته ډېرې ښځې د غنميت په توګه يونانيانو له ځان سره بوتلې. د پريام باچا مېرمن، لور او نږور منيلاس او اګاممنون واخيستلې. په لرغوني فرهنګ کې ښځې د تفريح وسيله ګڼل کېده او په جنګ کې له پاتې نور غنميت سره يې توپير نه لاره. که ښځه به مهمه وه، واده به ورسره وشو، ګنې د وينځې په توګه به ساتل کېده. د وينځې په توګه له ښځې نه استفاده او د رامنځته کېدو علتونه يې د تاريخ خوندور بحث دى.
موږ په نوي عصر کې ژوند کوو. له کمپيوټره استفاده کوو، تلوېزيون ګورو، په نويو کورونو کې اوسو او د خوراک ډېر نوي چمونه مو زده کړي؛ خو کله مو له ځانه پوښتنه کړې، چې موږ له ذهني پلوه هم پرمختللي يو؟ د دوه دوه نيم زره کاله پخوانو يونانيانو سره په يويشتمه پېړۍ کې زموږ د اوسېدونکو خلکو څومره توپير دى؟