نعمت الله صدیقي

موږ د منطقي سیاست په موخه د فرد او ټولنې پر هغه نقش ډېرې ناویلې خبرې لرو، چې بنیاد یې د سیاست پر استدلال ولاړ دی، دا ناویلې خبرې زموږ د عصر هغه خبرې دي، چې تر ډېره حده یې زموږ په ذهنونو کې پر تشنج او افراطیت سربېره پر ځان فکر او سوچ کې هم داسې څه رامنځته کړي، چې د ژوند په نامه د خدای() خوږ نعمت یې راته زهر ګرځولی دی، په سیاسي اصطلاح کې د انساني ذهن او عمل هغه چاره، چې انسان ته د ټول ژوند د هوساینې او سوکالۍ په پار د ښه ترتیب او انسجام او عمل نتيجه برابروالی شي؛ منطقي سیاست یې بولي، دا هغه سیاست دی، چې ټولنې او هېوادونه یې د پرمختګ اوج ته رسولي دي، سوال دا دی، چې د دې سیاست بنسټ او ادرس چېرته دی؟.

دا طبيعي خبره ده، چې پر ژوند د تنګ انسان رواني تمایل نه د رښتیاوو خوا ته ځي او نه هم د سالم فکر او سوچ بنیادونه درولای شي، څلور لسیزې کېږي، چې موږ د اور پر لمبو ژوند کوو، زموږ له سیاسته رښتینولۍ کډه کړې او د فکر فکټورنه مو فلج دي، موږ یا د سیاست په نامه د وسلو کاروبار ته مشروعیت ورکړی او یا مو د پردیو ډولونو ته څڼې اچولي دي، دا هغه سیاست دی، چې ژوند یې په خطر کې رااچولی دی، د منطقي سیاست لومړی شعار د ژوند تضمین دی، د باثباته او پرمختللو ټولنو د ټولنیز شعور لومړی فکټور همدغه څه کېدلای شي، چې د ژوند ژغورنې او ژوند ساتنې غږ پورته کړي، موږ دا وخت د بدترین سیاست له دور څخه تېرېږو، پر کومو خلکو چې د سیاست په نامه د څو نسلونو جګړه تېږېږي؛ هغه کله هم په سیاست کې د منطق منلو ته تیار نه وي، په دوی کې تر ټول منطقي سیاستوال همغه وي، چې د سولیيز یا منطقي سیاست پر ځای د جګړيیزو اوزارو قهرمان او کاروونکی وي او د سلګونو خلکو د وژلو حماسې او کیسې ولري، زر او زور او د دنیا د هرې وړې او غټې مافیايي کړۍ یې په لاس کې وي، چې د هر ډول مشروعیت پر وړاندې هېڅ څه یې له تصفیې بچ پاتې نه شي؛ برعکس د فکر، تفکر او احساس پر بنا د علمي مکالمې او رواوالي او د ټولنې له ارزښتونو سره سم خلک نه په سیاست کې ځای لري او نه هم په سیاست کې د څه کولو حق!!

روښانه خبره ده، چې په داسې یوه ماحول کې ژوند د وحشتونو په حصار کې راګیر بویه، د منطقي سیاست لومړی بنسټ دا دی، چې ژوند وژغوري او خلک د ژوند په اهمیت پوه کړي او د ژوند داسې زمېنه سازي رامنځته کړي، چې خلک په خپله ووايي: ژوند ښکلی دی.

کله چې ژوند تضمین ومومي او خلک باور پیدا کړي؛ بیا نو ټولنې له انفرادي خوله څخه ټولنیز ژوند ته راګرځي، د ټولنیز ژوند شرایط او اصول چې کله د ټولنیزو ظابطو (اصولو) په توګه خلک ومني؛ په طبيعي ډول د خیر فکر رامنځته کېږي، د بل په اړه مثبت سوچ او د مکالمې رواج وده مومي دا هغه څه دي، چې زموږ ټولنیزو اخلاقو، عواطفو، عقایدو او ژبو ته صحت منده چلندونه ورکولای شي او ټولنیز ژوند ته د مهذبوالي رویه بخښي، کله چې ټولنیز ژوند مهذب شي؛ بیا نو له ریاستونو بې فرهنګي او ګډوډۍ خپل په خپله کډه کوي او د اصولو او منطقي سیاست کلچر رامنځته کېږي؛ خو دلته به ډېره مهمه خبره دا وي، چې موږ د ټولنیزو ضابطو (اصولو) خبره د ډسکورس(discourse) په مانا راوړو؛ يانې ژبه کلچر او عقاید باید د ټولنیزو ارزښتونو په توګه د یو منظم ساخت (جوړښت) په شکل سره داسې رعایت کړو، چې سالمه انساني ټولنه رامنځته کړي، عاطفي تړاونه او ملي احساس هغه څه دي، چې له همدې ځایه سرچینه اخلي، دلته د خلکو د خوښۍ او غم د درد شراکت سره پېيل کېږي، د وحشتونو او بې انصافیو مخه پکې نیول کېږي، زړه سوی او زړه خوږى پکې په عام ډول رواج موندلای شي، دا ډسکورس (discourse) همغه دی، چې موږ یې د منطقي سیاستونو په لړ کې د ټولنیزو ضابطو په توګه نوموو، هغه سیاست چې ټولنیزې ضابطې نه لري؛ یا یې سیاستوال په اړه بې تفاوته وي؛ د هغه ریاست (state) دې خدای مل شي، موږ د یو شمېر نورو نرګسي ډوله افتخاراتو په منځ کې د ټولنیزو ظابطو د ښېګړو خبره نه شو کولای، باید ووایم چې د څو لسیزو د ويجاړيو او نامنطقي سیاستونو ټولنیزې ظابطې رانړولي څه، چې له بېخه راېستلي دي، د دې ضابطو په رغونه کې نرګسواله نه! پېغور پکار دی، دا باید ملي شرم وبولو، چې د څو زره کلن تاریخ لرونکي قوم د يوېشتمې پېړۍ تر ټولو بدترین حالات ګالي.

حل دا دی، چې دا اصل به په خاص ډول په پام کې ساتل غواړي، چې ټولنه او ټولنیزې ضابطې له فرد او فردي چلندونو څخه تشکلیل مومي؛ يانې د فرد ذاتي فکر او عمل هغه دی، چې د ټولنې تخلیقي او تهذیبي اډانه رامنځته کوي، په خلکو کې د ټولنیزو چلندونو؛ لکه: اخلاق، عاطفه، روابط؛ يانې د انسان کړه وړه به داسې وي، چې هر سړی به پکې د بل د احترام او هوساینې ترڅنګ د مسوولیت تر حده مثبت نقش ترسره کړي؛ ګواکې خلک یې باید له ځان پیل کړي، زموږ د چم، کور، کلي، کوڅې او بازار ترڅنګ روابط، ناسته، ولاړه، غم او ښادي هغه څه دي، چې که د صمیمت او عاطفي تړاوونو په بنا په اخلاقي ډول ترسره شي؛ امید دی، چې د سوکاله او هوسا ژوند په موخه به مو د ټولنیزو ضابطو مسوولیت په ښه ډول ترسره کړی وي دا باید ومنو چې بل ته د ښېګړې رسول د ځان په ګټه دي او نورو ته ستونزې جوړول د ځان پر وړاندې له خنډونو پرته نور هېڅ نه دي، انسانیت به د ټولنیزو ظابطو محور وي او دا ځکه، چې د فرد همدا وړې_ وړې رویې د ټولنې کلي حیثیت خپلوي؛ هر کله، چې د ټولنې حیثیت پر انساني اخلاقو رغېدلی وي؛ بویه ټولنه د انسانیت د اصلیت پړاوونه وهي او دا پړاوونه د رښتینو انساني ټولنو ځانګړنې وي.

لنډه دا، چې زموږ په هېواد کې اوس اوس د مدني خوځښتونو او بنسټونو په نامه کوم څه روان دي؛ دا به یو خوشبین حالات وي، که چېرې د ورځنیو سیاستونو پر ځای همدې ټولنیزو اصلاحاتو خوا ته مخ راواړوي، منطقي سیاست له همدې ځایه پیل کېږي، دا اصلاحات او تحول د لوستي طبقې له خوا؛ لکه: استادان، معلمین، لیکوال او عالمان په خورا ښه ډول ترسره کولای شي؛ خو کاش!! چې زموږ مدني او فرهنګي ټولنې او فعالان دې کار او عمل ته د یو جدي کار په سترګه وګوري او د منظمو حرکتونو په توګه یې پيل کړي، یوازنۍ لار به همدا وي، چې د سیاست له سراسرۍ او سطحیت به راووځو؛ کنه په شته انسان خوړونکي او مافیايي سسټم کې هېڅ بله لار نه تر سترګو کېږي، شته لارې ټولې ترکستان ته تللي، راځئ خپله لار پخپله سیخه کړو، پخپل فکر او عمل دا لار سمولای شو، زه باور درکوم چې د منطقي سیاست لار د افغان انسان د نجات لار ده، په دې لار کې به مادیت، پیسې، عیش او معاش سمه ده چې نه وي؛ مګر پت، سیالي او هوساینه او سوکالي ضرور پکې شته.
هو!! د افغان انسان د نجات لاره، منطقي سیاست!!.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *