پيل د خوشال بابا په يو بيت کوم او له خپلې حافظې يې ليکم ګوندې غلط به يې نه ليکم، ستر خوشال بابا فرمايي :
که تالع (طالع) او هنر دواړه سره کېږدې
زه خوشال به پکــــې ونيسم هنر
هنر څه ته ويل کيږي؟ د دې پوښتنې ځواب به لږ وروسته وکړو اوس به په دې لږ ګړابو چې خوشال بابا ولې تر تالعو او بخت هنر غوره بولي؟ په داسې حال کې چې رحمان بابا بیا بخت تر عقل هم بهتره ګڼي. رحمان بابا وايي.
عقل مه غواړه تالع غواړه رحمانه
عقلمن د تالع منو غــــلامان دي
رحمان بابا صوفي يا څه نا څه ملا غوندې شاعر دی، په بخت او تالعو باور لري، تر عقل يې بهتره بولي او په غالب ګمان د ده پيغام دادی چې هڅه، کوښښ، خواري، فکرونه او زحمات د بخت په اندازه مهم ندي.
په افسانو باور کول، کار نه کول، هرڅه خدای ته سپارل، په پر عقل بخت ته ترجع ورکول د ټنبل مخلوق ځانګړنه ده او برعکس لټون، هڅه، ماغزه کارول د ژونديو او ويښو ملتونو خاصيت بلل کيږي، د خوشال بابا پيغام او د ده طبعيت د دويمه ډله خلکو غوندې دی او رحمان بابا بيا ټنبل مخلوق ته مخاطب دی.
خوشال بابا وايي چې هنر غواړم خو بخت نه او رحمان بابا بيا بخت تر هنر خو لا پريږ ده چې تر عقل يې هم غوره ګڼي، خو واقعيت دادی چې هنر هنر دی او پالل يې د خوشال بابا ذوقيان يا د خوشال بابا د ذوق او ډلې کسان کولی شي، په ارزښت يې هم هغوی پوهيږي چې هنر په خپله اصلي او حقيقي مانا پيژني. پوښتنه را ولاړيږي چې هنر څه ته ويل کيږي؟
ارستو وايي : هغه څه چې په طبعيت کې نيمګړي دي، يوازې د هنرونو په واسطه د تکميل وړ دي.
او نيچه وايي چې: د ژوند لپاره د طبيعت يو مهم کار او فعاليت (هنر) دی.
هغه ذوقي فعاليت چې د پوره آزادي پر مهال د ښکلا، خوند، رنګ … د اېجاد لامل کيږي هنر دی. واسيلي کاندينسکي ورته نظر لري او وايي: په هنر کې بايد نشته، بلکې هنر آزاد دی.
د هنر په اړه بېلابېلې نظريي نورې هم موجودې دي مثلا : هنر يانې د پېښو او واقعياتو منلو ته ويل کيږي، هنر د ذهني وا قعيتونو ذخيره کول دي، هنر ژوند کول او دوستي کول دي، هنر د روح خوراک دی …
استاد محمد صديق روهي په خپل يو اثر شعر پېژندنه کې وايي (( که يو کس لېوه وويني او ترې ووريږي دا هنر نه دی، خو که دغه کس د لېوه د ليدلو کيسه نورو خلکو ته په داسې انداز وکړي چې هغوی و ډار شي نو دا هنر دی.)) د هنر کار له څومره سره نه بلکې له څنګه سره دی، په هنر کې تر کميت کيفيت مهم دی او مقصد يې کشف او اختراع ده، هنر د دې لپاره دی چې په خپله طريقه ژوند وکړو او خوند ترې واخلو.
يو حکايت مې لوستی وو چې يو نابينا سوالګر په يوه پاڼه ليکلي ول : له ماسره مرسته وکړئ ځکه چې زه څه نه وينم. يو ځوان راغی او ويې ليدل چې هېچا مرسته نده کړې. نو يې د پاڼې په دا بل مخ وليکل : کاشکي د دغه ښکلي موسم ښکلا مي ليدلی شوای او ړوند نه وای. دا جمله چې هر چا ولوستله سوالګر ته يې خوا بده شوه او مرسته يې وکړه. دلته که ځير شو خبره د هنر او تنوع ده چې دا دواړه په ژوند کې ډېر مهم څيزونه دي.
استاد اسدالله غضنفر وايي: چې په ژوند کې متنوع و اوسيږئ، نوی شيف جامې وکړئ، نا ليدلي شيان و پيرئ … که مو وس نه رسيږي لږ تر لږه په خپل کور يا دفتر کې تغيرات راولئ مثلا د مېز، څوکيو، کوچونو يا تلويزيون ځايونه تغير کړئ، يوازې همدا کار هم ستاسې د خوشالي لامل کېدای شي.
په نړۍ کې دوه ډوله خلک اوسي يو هغه چې پېښې، طبعيت … ويني او درک کولی يې هم شي او بل هغه کسان دي چې هرڅه ويني خو درک کولی يې نشي. اوله ډله هغه کسان دي چې هنرمندان ورته ويلی شو، هغوی چې د نورو په حال پوهيږي هنري خلک دي، يا د هنر پنځګر ته هنر مند ويل کيږي.
خبره په موږ او هنرونه کې ده، موږ څومره هنرونو ته پام کړی؟ هنرمندانو ته په کومه سترګه ګورو ؟ آیا په ريښتيا هم هنر مهم دی؟ او څه بايد وشي چي د هنرونو په اړه مو درک لوړ شي؟
موږ هنرونه ډېر ندي پاللي يوازينې هنر چې افغاني ټولنه کې يې لږ و ډېر حق ادا شوی د شعر هنر دی، موږ تکړه او نوميالي شاعران لرلي او لايې لرو، ورپسي بل هنر چې زموږ توجه يې ځانته ور اړولې د موسيقي هنر دی، دغه هنر مو هم د پخوا په شان نه دی. نن سبا د دغه برخې ډېر کم فني کسان لرو چې نوې سندرې جوړوي او په داسې اندازې يې وړاندې کوي چې اهل ذوق اغېزمنوي، باقي اکثريت سندرغاړي د تجارت په توګه يا د يوې وسيلې په توګه د سندرو يا موسقي خواته مخه کوي چې هنرمندان يا د هنرمند خطاب ورته له هنر سره د جفا په مانا دي.
نن سبا د پښتو محلي موسيقي په ورکېدو ده او د محلي موسقي اهل ذوق مو د بېلابېلو ستونزو په آساس نشي کولی په کليو او بانډو کې موسقي وغږوي، يو خو يې کليوالي ټولنه د ډم په کرغېړن لقب لمانځي او له بلې خوا صوفيان يا ملايان هم نه غواړي چې دغه هنر دې ښکاره وکارول شي. همدا لامل دی چې مثلا د خان کرباغي ځای په سختۍ ډکېدای شي.
د هنرونو نورې څانګې لکه، مجسمه سازي خو بيخي د هندوانو کار بلل کيږي او بت تراش يا بت ساز سړی لکه آذر د خلکو تر پام بد و بدتر موقعيت لري.
د نڅا هنر دی چې موږ پښتانه يې لرو، زموږ ملي اټن د نڅا د هنر ښه مثال دی خو له بده مرغه چې دغه هنر مو له موسيقي سره نيغ په نيغه اړيکه لري او چې موسيقي نه وي نو د اتڼ مزه هم خرابه ده، د طالبانو تر واکمنۍ مخکې ملي اټن د اکثرو کسانو زده وو خو اوس يوازې مشران او کم شمېر ځوانان اتڼ کولی شي.
د انځور ګري برخه کې هم د چا سيال نه يو، د ملک په سطحه تکړه انځور ګران نه لرو، د دغه هنر پېژندل شوی هنرمند حمدالله ارباب صاحب لرو باقي ممکن داسې انځور ګران کم ولرو چې تخليقات يې د هنر د نورمونو او معيارونو په پام کې نيولو سره يوه بهرنۍ سيالي وګټلی شي.
نقاشي مو تجارتي بڼه لري او هنريت يې له منځه تللی، نقاشان له دغه هنر د يوې وسيلي په توګه کار اخلی او د مادياتو د موندلو لپاره يې کاروي چې هنريت ته يې زيان اوښتی، د نقاشي د هنر دعوا که کوو ښه نه کوو.
د خطاطی يا خوش نويسۍ هنر خو هسې د ټېکنالوژي په سېلاب کې ورک شو او نن سبا چې کمپيوټر درسره وي خطاط ته اړتيا نشته ، کله چې د هنر لپاره د ټولنې تقاضا کمه وي هنرمند يې هم کميږي او دنشت حد ته ځان رسوي.
هنر په دا پاس ذکر شو مسايلو کې نه خلاصه کيږي، بلکې نن سبا د هنرونه ورشوګانې پراخې شوې او د پخوا په پرتله تجدد پکې راغلی، اوس اوس موږ د ژوند کولو هنر ته ارشد ضرورت لرو، د سنيما هنر مو صفر دی، د کورني ژوند هنر مو د ترميم جدي اړتيا لري، د زغم هنر مو کمزوری … او نور ډېر کماليات او هنرونه چې پالل يې ضرور دي او يا پام ورته په کار دی موږ هېر کړي.
زموږ په ټولنه کې د هنر د بدنامۍ يو لامل شايد دا وي چې د ژوند لپاره نه بلکې هنر د هنر لپاره کار وو که هنر د ژوند لپاره وکارول شي نه يوازې د هنرمندانو بلکې د عوامو د پام وړ هم شايد و ګرځي.
د هنرونو د عروج په برخه کې د دولت پام لرنه مهمه ده، دولت نه يوازې دا چې د هنر د رشد لپاره بايد زمينه سازي وکړي بلکې په دغه برخه کې بايد پانګونه او د هنرمندانو پالنه او روزنه هم د دوی مسئوليت دی ،دلته په هنري کارونو ډوډۍ نه ګټل کيږي او د هنرونو د مرګ تر ګردو لوی لامل شايد دا هم وي چې هنرمند د خپل هنر په آساس هېڅ ماديات نشي تر لاسه کولی، دی اړی دی چې د خپلو پچو د ډوډۍ غم وخوري، د ډوډۍ موندل او خېټه مړول د افغانانو لومړۍ اړتيا ده چې د نورو پرمختګونو مخه يې ډپ کړې.
خو د هنرمند خيال ساتل، هنر اورېدل، کارول، ليدل، ويل، ليکل … زموږ تاسې يوه وړوکی مسئوليت دی، تمه ده چې د هارون باچا غوندې سندرمار موسقي کاران د تکړه هنر مندانو په توګه تشويق او برعکس د هنر په نوم سوداګرو ته مخه ښه ووايو، دغه چاره زموږ د موسيقي د هنر له پرمختيا سره مرسته کولی شي او په همدې طريقه نه يوازې د موسقي بلکې د نورو هنرو د پرمختګ لپاره هم کار کول ممکن دي. مګر د کلتور وزارت د نه هېروي چې هنرونه موږ لرل او لرو يې خو ترميم ته يې ضرورت دی، هنرونو ته کار کول تر بل هرچا وړاندې د اړونده اورګانونو، اطلاعاتو او کلتور وزارت او ددغه برخې د فعالانو مسئوليت دی.
پای
۱۳۹۵-۱۲-۱۷