حرار جانباز

په کومه ټولنه کي چي طبابت ډیر د پرمختګ په حال کي وي او یا هم طب ډیر پرمختګ وکړي، په هغه ټولنه کې بیا وقایوي طب ته ډېر پام کیږي او تر معالجوي طب یې فعالیتونه زیاتیږي، ښه والی یې په دې کې وي چې وقایوي طب روغ انسان روغ ساتي، نه یې پریږدي چې په اسانۍ سره ناروغ شي، تاسو به اوریدلي وي چې وقایه تر معالجې غوره ده. اما د هغې ټولنې خلګ چې روغتیا تقویه کوي له هغو ټولنو سره چې صرف ناروغۍ کنټرولوي ډېر فرق لري، تېر کال مي خپل نږدې کوم ملګري ته وویل چې زړه مي غواړي چې د صحي علومو یوه څانګه ووایم، هغه د دې پر ځای چې مشوره یې راکړي وای و یې خندل او ویل یې چې یاره ادبیات او طب!

دی ملامت نه و، بلکې زموږ په ټولنه کې تر اوسه داسي څه نه و پېښ شوي ، چې يو څوک دې د خپل شخصي ژوند او کورنۍ د حفظ الصحې او روغتیایې تقویې له پاره الیده صحي زده کړي وکړي، نو ځکه یې و خندل موږ نه یوازي دا چې د وقایوي طب له توصیو سره بې غوري کوو، بلکې کله کله ور باندي شرمېږو او یا هم ور سره حساسیت ښيو، ډېر وخت د خپلو خلګو او همځولو له اسیته عینکې نه په سترګو کوو، د ضرورت په وخت کې ماسک نه تړو، موږ وایو چې ممکن خلګ را باندي وخاندي او یا هم بد و نه وایي، د وقایوي طب بله ښه ځانګړنه دا ده چې یوازي په طبیبانو/ ډاکټرانو پوري اړه نه لري بلکې د ټولني هر وګړی ور باندي مکلف دی او کولای یې شي، وقایه او د روغتیا تقویه یوازي د میوو خوړل هم نه دي چې مصارفو ته یې وارخطا شو، بلکې نوري داسي کړني سته چې کول یې ډېر لږ او یا خو هیڅ مصرف نه غواړي، د نظافت مرعاتول د وقایوي طب تر ټولو یوه لویه او عمده کړنه ده چې د اسلام مبارک دین یې هم په مراعاتولو زیات ټینګار کړی دی او یا همدا رنګه سپورټ کول چې د روغتیا د تقویې او د ناروغيو د مخنیوي له پاره یې فایدې ټولو ته معلومي دي، په عموم کې وقایوي وړاندیزونه دا دي چې موږ د مکروبونو او ویروسونو څخه د ژغورني په موخه همېشه خپل ځانونه باید قرنطین (خوندي) کړو، وقایه چې د روغتیا د تقویې او سالم ژوند له پاره تر هر څه مهمه ده نور اړخونه هم لري.

رواني وقایه هغه وقایه ده چې انسان په رواني لحاظ روغ ساتي، موږ چې د کمزوري صحي کلتور په لرلو د وقایې له محسوسو اړخو سره دومره بې غوره یو، نو رواني وقایه خو ممکن بیخي راته نوې خبره معلومه شي حال دا چې د انسان نورمال رواني وضعیت تر هر څه لومړیتوب لري، په دا ورځو کې د کرونا ناروغي ممکن دومره نیولي نه وي لکه څومره چې یې په رواني ناورین اخته کړي دي، رواني / ذهني توازون د انسان په روغتیا مستقیماً اغېزه لري، په کار ده چې له رواني ویروسو او مکروبو څخه  هم باید ځانونه قرنطین کړو، موږ چې د صحي کلتور په برخه کې ډېر کمزوري یو نو ځکه تر اوسه لا وقایوي تدابیر راته ریشخند او بې معنی خبري ښکاري.

پر ځان باندي فکر کول او فردي حفظ الصحه مراعاتول نه یوازي دا چې ستاسو د روغتیا ضمانت کوي، بلکې د ټولنیزي حفظ الصحه او پاکې له پاره اساسي او ضروري مساله ده، پاکې د عبادت او زنده ګي له پاره لومړی شرط دی، مومن بایدهمېشه پاک او سُتره وي، پاکوالي د اسلام د مبارک دین او وقایوي طب تر ټولو اساسي او جدي مساله ده، خواړه که هر څونه پاکه هم شي، په ناپاکه لوښي کې نه خوړل کیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *