عبدالوافي نایبزی
جنګ بد دی، هلاکت دی او تباهي ده. زموږ جګړهځپلی افغانستان له داسې حالته تېرېږي ته به وايې ګواګې هېڅیو مشر د دې هېواد له دې خاورې نهدی پيدا، یايې د دې هېواد دردونه نهدی، لیدلي او یا د همدې خاورې د دښمن پهلمسون کوښښ کوي، چې د اقتدار ګدۍ ته ورسي.
غیرحقیفی دیموکراسي دومره غالبه او وطندوستي دومره مغلوبه شوېده، چې موږ يې تصور هم نهشو کړای.
دا دی، یوه اوونۍ وروسته د ولسمشرۍ ټاکنې کېږي، او افغانان به د خپل سرنوشت د ټاکلو لهپاره د رایو صندوقونو پر لور ګامونه واخلي، خو جګړې داسې ویرانۍ تر شا پرېښودې، چې رغونه به یې نسلونه وخت ونیسي، ودانۍ، کوڅې او سړکونه به ورغېږي، خو د دې ټولنې هغه اصلي ارزښتونه Core Values هم صدمه ولیدله، اوس وخت کې اوس هېڅڅوک پر چا باوري نهدی، نزاکتونه لهمنځه ولاړل…
خو پر یو څه پوه شوي یاست؟
وعدهخلافي او عوامفرېبي: هو، هغه څه چې د دې خاورې څخه د راټوکېدلي هر بشر څخه يې تمه نهکېده، اوس په ښکار لیدل کېږي، دې وطن کې د ژمنې ماتېدل او درواغي ژمنې سخت بد عار وو، حتا د اسلام له راتګ وړاندې د دې وطن په وګړیو کې دا عار ګڼل کېده، خو ډېره عادي، هومره عادي چې قسمونه هم پرې کړي.
رشوت/بډېاخیستنه: دې وطن کې رشوت شرم وو، عار وو، بېابي وو، د رشوتخور له کورنۍ سره به خلکو اړیکې پرېکولې، ویل به يې دا رشوتخور زوی/لور ده، د ده پلار/ورور رشوت خوړلی، دا داغونه خورا په سختۍ سره پاکېدل، دلته پهدې ټولنه کې دا انفرادي ارزښتونه وو، هر چا د ځان لهپاره دا ارزښت ګڼلو، خو اوس وګورئ!؟
شراب او نشه: د دې ټولنې بدرنګه کارونه وو، حتا د شرابي کور ته به یې اور اچوو، د شرابي څېرې له سل مترۍ څخه معلومېده، ویل به يې پلانکی شراب څښي، له مخ يې نور الوتی، خدایج پهدې دنیا دوزخي ګرځولی دی. اوس يې وګورئ، افراط به مې نهوي کړی، که ووایم چې د حکومت نیم مشران نشه ویده کېږي، د هغه چا سره چې زموږ امنیت دی، زموږ د دفاع لهپاره ولاړ دي، آیا د خپل خمار په کیسه کې نهدی، آیا د شراب په واردولو کې همدا نظامیان لاس نهلري؟ سل او زر نورې کیسې…
مشرولي/کشرولي: ښه مې یاد شي، یو مهال وو، چې په حجرو او دېرو کې به ځوانانو د مشرانو مخته یوه پښه پر بله نزاکتاً نهاړوله، له کور او کلي به بېرون چکر ته د مشر له پرېښوې/اجازې پرته نهتلل، داسې نور سل و زر کارونه، دلته یو خبره واضیح پهکار ده، چې دلته له مشرانو ډار نهوو، بلکې مشرانو ته په درناوي قایلتوب وو، درنښت وو، نزاکت وو، د مشر و کشر نزاکت.
یو ځای مې لوستلي وو، چې سوریا کې نانوايي ته د ډوډۍ اخیستونکیو کتار ولاړ وو، یو کشر هڅه وکړه، چې په کتار کې لږ مخکې شي، سپينږيرې له لاس ونېو، ورته يې وویل، زویه جګړې هر څه ولوټل، کورونه، ښارونه او ودانۍ ړنګې شوې، خو اخلاق او تمدن مو لا نهدی ړنګ شوی، بېرته کتار کې ودرېږه. اوس بېرته افغانستان ته راشئ او خپل شاوخوا نظر واچوئ!
نوره برخه بیا…