کامیابي او ناکامي د ژوند دوه اړخونه دي، خو هغه ولسونه چې تل ناکامه دي هغوی له منځه هم تللي دي.
هغوی چې ناکامه دي د کامیابۍ او دښمن سره د سیالۍ لپاره انګېزه او هوډ نه لري او اصلاً درکولای نه شي چې له دښمنه او سیاله یې څومره ګواښ ورته متوجه دی.
که تاسو پاکستان، هند او ایران ته وګورئ د دوی د پرمختګ او پراختیا تر ټولو لوی لامل ملي انګېزه وه چې د پردیو او اشغالګرو د استعماري سیاستونو په وړاندې رامنځته او وپالل شوه.
هند د انګرېزانو، پاکستان د هند او ایران د امریکایانو په وړاندې مجبوره وو چې ځانونه پیاوړي او د دفاع جوګه وګرځوي او په دې لار کې ټول خلک یې د یو لاس او یوموټي ولس په توګه راڅرګند او د پرمختللې ټکنالوژې، وسلو او صنعت خاوندان شول.
افغان ولس د تاریخ په اوږدو کې وخت ناوخته د خپلو دښمنانو له تاړاکونو، دسیسو او جګړو سره مخامخ شوی دی، خو دغه ټولې جګړې یې ګټلې دي.
که موږ خپل تاریخ ته کتنه وکړو، نو لیدل کېږي چې د اریایانو له وخته زموږ نیکونه بېداره او په وطن مین خلک وو. دوی پخپل وخت کې خپل دولتونه او ساتراپيانې درلودې. د دغو ساتراپیو د کنترول لپاره یې ښه مدیریت هم درلود.
په دې مهال زموږ په نیکونو کې ډېر ښه پیغمبران هم تېر شوي دي. یو له دې پیغمبرانو هم زراتوشترا و. د ده مذهب د یوه خدای پر نمانځنې ولاړ و. د یوه لویدیځوال لیکوال د اټکل له مخې چې ویلې یې دي، د زراتوشترا مذهب د واحد خدای په نمانځنه کې تر یهودي مذهبه ډېر وړاندې و.
د زراتوشترا مذهب د امپراطور ګرشاسپه پر مټ د چین له سینده د مدیترانې تر غاړو خپور شوی و او دغه لویه خاوره د ده له خوا اداره کېده.
تر دې وروسته دغه خاوره د بلخ د کیانو(شاهانو) له خوا اداره کېده چې سیستاني پهلوانانو یې د لښکرو مشري کوله. په دې منځ کې زال، اسفندیار او رستم ځلېدلي پهلوانان وو.
په دا مهال د اریایانو سیالان تورانیان وو چې د تورې بحیرې شاوخوا ځمکې یې اداره کولې او کوچي ژوند یې درلود.
تر دې وروسته د اریایانو واکمني ایرانیانو ته ولېږدېده چې باختریان، سیستانیان او ګندهارایان یې لوی ولسونه وو.
د اریایانو دغه دورې زموږ د زاړه تاریخ زرین پېرونه وو، چې د دوی د برم او ځواک بېلګه په بل هېڅ ځای کې نه وه، که هغه د مصر فرعونان وو او که د بابل هامورابیان.
دا مهال(۵۰۰۰ کاله مخکې) په اریانا کې د خړوبیزو ځمکو سیستم رامنځته شوی و، اوسپنه، زر، پولاد او د نورو فلزاتو صنعت دود و، د وسلو، ټوکرانو، ورېښمو، ګران بیه ډبرو، غلو، خوراکي توکو، مېوو، حیواناتو، لوښو، ګلمونو، غالیو او نورو سوداګري روانه وه او د تولید تر ټولو لوی مرکز یې همدا اریايي او باختري ښارونه وو.
په لومړي ځل (۳۳۰ کاله مخکې له میلاده) د اریایانو ځمکې د یوه پردي په توګه د مقدوني سکندر له خوا تر برید لاندې راغلې، خو دغه حکومت ډېر دوام ونه کړ او واکمن یې د سیمې له خلکو سره مدغم شول او د درېو پېړیو لپاره یې د واک او واګ یو بل ځلانده دور وچلاوه.
تر دې وروسته واکمني د اریایانو سویلي ولسونو ته ورسېده چې د بودا مذهب تر سیوري لاندې یې خپل نفوذ ته د شمال په لور پراختیا ورکړه.
اشوکا ګوپتا د دې پېر تر ټولو ستر واکمن و چې په اریانا کې یې د یونانو باختري فرهنګ ترڅنګ د بودايي فرهنګ اساسات هم رامنځته کړل.
تر دې وروسته(د میلاد له پیله تر ۶۰۰ کلونو پورې) ساکانو او کوشانیانو سترې امپراطورۍ رامنځته کړې چې بومي ولسونه وو.
ورپسې سیمې ته عربان راغلل او له ځانه سره یې د اسلام سپېڅلی دین هم راوړ.
دا مهال له مذهبي پلوه درې ډوله خلک په سیمه کې اوسېدل، بودایان، مجوسیان یا زردشتیان او د پخوانیو مذهبونو پیروان چې د څو خدای ګوټو نمانځنه یې کوله.
ډېری خلکو اسلام ومانه، خو لاهم د نورو ادیانو یوشمېر خلکو خپلو مذهبونو ته ادامه ورکړه.
تر اسلام مخکې عربان شوده خلک و، ودانې ځمکې یې کمې درلودې او له اقتصادي پلوه کمزوري وو. ختیځ ته یې د پارس او لویدیځ ته یې د روم لویو امپراطوريو وجود درلود او لکه څنګه چې دغو خلکو ودانې ځمکې نه درلودې او بېوزله خلک وو، نو دواړو امپراطوریو پرې چندانې غرض نه درلود.
د اسلام د خپرېدو پرمهال د حضرت عمر فاروق(رض) د خلافت په وخت کې د پارس امپراطوري د عربو له خوا وپرځول شوه او همدا راز په اریانا او باختري سیمو کې هم سیمه ییز حکومتونه د دوی له خوا وپرځېدل.
د عربو د واکمنۍ پرمهال له سیمه ییزو خلکو د حکومت او دولت جوړولو حق واخیستل شو. دغو خلکو کولای شول چې یوازې د عربو د امپراطورۍ یوه برخه وي، خو دا کار د سیمو د خلکو لپاره نوی او نه منونکی و. ځکه هغه مهال د یوې امپراطورۍ په دننه کې کوچنیو دولتونو ته د خپلواکۍ او حکومت کولو حق ورکول کېده. عرب د خپلې انحصار ګرۍ له کبله د سیمې له خلکو سره په لانجه کې پرېوتل او تر ۲۰۰ کلونو پورې د خراسان او افغانستان خلک ورسره د خپلواکۍ پر سر وجنګېدل. په پای کې عربو ماتې وخوړه، خو خلک د اسلام پر دین محکم پاتې شول او خپله ازادي یې له عربو واخیسته.
دلته یوه خبره په کار ده چې پارسیانو او خراسانیانو(افغانانو) د عربو د دولتونو په بدلون او رابدلون کې غوره ونډه درلوده او همدا راز د دوی ډېری فتوحات د دوی پرمټ رامنځته شوي وو، خو عربان د خپل خاصیت له مخې انحصار پلوه خلک وو او هم یې له غیرعربي قومونو یا عجمیانو سره ډېر سخت تعصب درلود، که څه هم دغه خلک د اسلام دین او خپله پیغمبر ص له دې کاره منع کړي وو.
د عربو همدغه تعصب او انحصار غوښتنه وه، چې په وروستیو کې يې له یوې خوا له سیمه ییزو خلکو سره بد چلند او تعصب کاوه او له بل پلوه يې د هغوی د مذهبونو ډېر سخت سپکاوی کاوه او د هغوی مذهبونه او پیغمبران یې د خدای له جانبه نه ګڼل. په ایران او افغانستان کې هم عربو له مجوسیانو او بودایانو سره ډېر بد چلند کاوه، که څه هم بودایانو او مجوسیانو په واحد خدای چې بګوان او اهورامزدا یې بلل باور درلود، خو د عربو له خوا ډېر سخت رټل او ربړول کېدل، مذهب او پیغمبر یې د الله له جانبه نه ګڼل کېدل او ډېر سخت سپکاوی یې کېده. د عربو دغه کار سبب شو، چې ډېری مجوسیان او بودایان خپله خاوره پرېږدي او هند ته کډه وکړي.
عربانو د سیمې له نورو ولسونو سره هم بد چلند کاوه که څه هم هغوی مسلمانان وو. هغوی به یې د مالیاتو، جزیې او باج نه د سرغړونې په تور زندانونو ته اچول او د بغاوت په تور به یې وژل.
تر خلافت وروسته عربو په ټوله کې د نړۍ پر ولسونو ښه حکومتولي نه درلوده او ان پخپلو کې هم سره جوړ نه وو او یو پر بل یې ظلمونه کول.
عرب له لومړی سره په اختلاف او دښمنۍ کې سره ښکېل وو او د دوی د دښمنیو زور او ظلم له عجمیانو هم وته. د بېلګې په ډول یو افغان بادغیسي سردار چې په عربو کې د ابو ابومسلم خراساني په نوم مشهور و، او د خپلې مېړانې له کبله يې چې د مدیترانې بحیري په شاوخوا او یوشمېر اروپايي او افریقايي دولتونو کې له غیر مسلمانو دولتونو سره په جګړو کې ښودلې وه د امویانو په دربار کې یې ډېر درناوی کېده. وروسته دی د امویانو له خدعې، اختلافونو او مکارۍ ستړی او خپه شو او د دغه حکومت له مخالفانو سره یې لاس یو کړ او ده له امویانو عباسیانو ته د واک په لېږدولو کې خپله غوڅه ونډه ترسره کړه. لکه څنګه چې عرب ځان منونکي او ځان غوښتونکي خلک وو، نو د ابومسلم له قدرته ووېرېدل او هغه ته زهر ورکړل او هغه یې له خپلې مخې لرې کړ. د عباسیانو دغه خدعه او حیله پټه پاتې نه شوه او د ابومسلم ملګرو او پلویانو د عباسیانو په وړاندې خپلې مبارزې ته ادامه ورکړه او د ۲۰۰ ل ل کال په شاوخوا کې یې په هرات او سیستان کې خپلواکه دولتونه رامنځته کړل او د اریانا ځمکې یې بېرته سره یو کړې.
تر دې وروسته(۴۰۰ ل ل) په باختر او اریانا کې یو بل اریایی قوم یعنې ګورګنجیانو لویه امپراطوري رامنځته کړه. د دې امپراطورۍ پلازمېنه د تور سمندرګي پرغاړه د ګورګنج ښار و چې ډېری اوسېدونکي یې تورکان وو.
ګورګنجیان د عباسيانو د دولت له خوا له دسیسو سره مخامخ وو او عباسیانو له چیني دولتونو سره د یو ګډ ګواښ په توګه د ګورګنجیانو په وړاندې لاس یو کړی و. د دغه یووالي له کبله په چین او عراق کې اریايي سوداګرو ته د پېر او پلور اجازه نه ورکول کېده او د دوی مالونه به په لویو لارو کې له حکومت سره تړلو غلو له خوا چور کېدل او دوی به هم وژل کېدل.
ګورګنجیانو د خپلې امپراطورۍ په ختیځ کې د چیني سوداګرو په وړاندې په هم مثل او متقابل عمل لاس پورې کړ. دا مهال په چین کې د چنګېز په نوم یو مغلي پخواني غله او فراري د چیني امپراطوریو ډېری برخی ولکه کړې وې او لاهم د چیني ځینو سیمه ییزو حکومتونو سره په جګړه کې و. چنګېز ته د عباسیانو له خوا په ګورګنجیانو د برید او ستر تاړاک بلنه ورکړل شوه، چې په ګډه به نوموړې امپراطوري د لویدیځ له خوا د دوی تر تاړاک لاندې راځي.
چنګېز چې نور له چیني قومونو سره په جګړه کې ستړی شوی او له پښو لوېدلی و، نو د عباسیانو بلنه یې د اریایانو شنو دښتو او ابادو ځمکو ته د رسېدو او لاندې کولو لپاره یو ښه فرصت وګاڼه او له څلورو لویو لښکرو سره یې پر اریايي قلمرو برید وکړ او د دې لپاره چې د مغلانو حضور پر دغه پراخه سیمه دایمي او یقیني کړي، نو جینوسید(نسل وژنه) ته یې مخه کړه او هر چېرې چې به یې خلک موندل نو هغه به یې وژل او له سرونو به یې منارونه جوړول.
چنګیزیان تر اوکراین، عربو او مصر مخ ته لاړل او تر ۶۰۰ کلونو یې پر سیمه ییزو خلکو د جینوسیډ پرمټ حکومت وکړ.
چنګېزیان له لویدیزو ځمکو کرار کرار وشړل شول، خو په یوشمېر اریايي سیمو یې د لږکیو بومي قومونو نه په ناوړه استفاده خپله ولکه ټینګه وساتله.
له ۸۰۰ ل ل، وروسته چې ګوډ تیمور او هلاکو یې ځواکمن امپراطوران وو، مغل کمزوري او د سیمه ییزو خلکو له خوا کرار کرار څنډې ته ووهل شول.
په هرات، غور او سیستان کې د محمد کرت په نوم یو پښتون مشر خپلواک دولت رامنځته کړ. په هند، لاهور، بلوچستان او سند کې هم پښتنو د یوشمېر خپلواکو دولتونو بنسټ کېښود او په دې توګه د مغلانو له سخت رقابت او دښمنۍ سره مخامخ وو. لنډه دا چې ازبکانو، پښتنو او انګرېزانو تر ۱۰۰۰ ل ل وروسته د مغلانو ټغر ورټول او تر دې وروسته خپلواکه دولتونه په سیمه کې رامنځته شول، خو کوم زیانونه چې سیمې ته چنګېزیانو اړولي وو، هغه ډېر درانه او تر ننه جبیره نه شول.
ځکه چنګیزیانو چې به کوم ځای نیوه، نو خلکو ته به یې وویل چې کاسبه خلک(شیشه جوړونکي، وسله جوړونکي، پښان، ترکاڼان او نور صنعت کاران) دې یوې خوا ته شي، نو دغه کسان به یې په زور خپل هېواد مغلستان ته په مخه کړل او د نورو له سرونو به یې منارونه جوړ کړل. په دې توګه مغلو د اریانا سیمه له صنعتکارانو او صنعته خالي او بې برخې کړه.
دا څرګندونې څو مهم ارزښتونه لري:
– ملت جوړېدل ملي شعور او انګېزه غواړي.
– ملت پاتې کېدل زور او زر غواړي.
– ثروت طاقت او طاقت ثروت دی.
– څوک په دښمنۍ پسې نه ورځي او دروازه یې نه ټکوي، خو دښمني په خلکو پسې هرو مرو ورځي او دروازه یې ټکوي.
– تر ټولو لویه اندېښنه او وېره دې ګاونډی لري، اندېښنه او وېره دې دښمن دی.
– که غواړئ خوشاله او نېکمرغه ولس ولرئ، نو کار ورته پیدا کړئ او کار په صنعت سره پیدا کېږي.
– ولسونه دولتونه رامنځته کوي، خو دولتونه ولسونه نه شي رامنځته کولای.
– ځیرکه پاچا د ولس نبض ګوري او بیا قدم ږدي، خو جاهله پاچا لومړی قدم ږدي او بیا نبض ګوري.
– سیاست له فرصته ګټه پورته کول دي، نه فرصت مساعدول.
– له رعیته چې څنګه دی باید د سمون او پراختیا لپاره دې په همدې څرنګوالي ترې ګټه واخیستل شي، نه دا چې د بدلولو هڅه یې وشي.
– ټولنیز فرهنګ نظر نورو ټولنیزو ارزښتونو ته یوه ثابته او دوامداره پدیده ده، له کلتور، سیاست، اقتصاد، مذهب او نورو څخه کلکوالی او پویايي لري، که غواړئ چې ښه کلتور، ښه اقتصاد، ښه سیاست او ښه مذهب ولرئ، نو باید ښه او غني فرهنګ ولرئ او د لا غني کولو او پراختیا لپاره یې مټې راونغاړئ، ټولنیز او اقتصادي بدلون او پراختیا له همدې لارې تعمیم کړئ.
– که غواړې او که نه غواړې ژوند د مبارزې او کشمکش نوم دی، باید دغه مبارزې او کشمکش ته اوږه ورکړې، که نه نو مرې.
لنډه دا چې زموږ نیکونه کوم شډل او شوده خلک نه وو، بلکې با فرهنګه او با تمدنه خلک وو، لوی لوی پاچایان او امپراطوران تېر شوي وو، انساني تمدن ته یې ډېر څه ورکړي دي او د زرګونو کلونو لپاره یې مختلفې ټولنې او تمدنونه اداره کړي دي، موږ هم کوم شډل او شوده خلک نه یو، اوس هم هویت او خاوره لرو، خو دښمنانو راکې کار کړی او د نړۍ مستکبرو او مبتذلو اشخاصو، ډلو او څواکونو ته مو موقع په لاس ورکړې چې په موږ کې ملي انګېزه کمزورې او نفاق راکې جوړ کړې او زموږ ستونزه هم دا ده چې د ملي پراختیا لپاره د دې پرځای چې خپل فرهنګ پیاوړی کړو، تخنیک، تکنالوژي، صنعت، دموکراسي او عصري تمدن د خپل فرهنګ برخه وګرځوو، د سیاست، استعمار او جګړو د پېچلتیا په ګرداب کې مو ځانونه غورځولي او په لوی لاس مو ځانونو ته سرګرداني جوړه کړې ده.
د پای خبرې په توګه دا وایم چې افغان ولس او دولت باید تر هر څه لومړی یوه پیاوړې فرهنګي طرحه د ملي انګېزې د موډل په ډول وړاندې کړي او د پیاوړي کولو او پراختیا لپاره یې کار وکړي او په دې توګه د ولس هوډ، ژمنه او یووالی رامنځته کړي.