د اعليحضرت محمد نادرشاه له لوري د طب پوهنځي د تاسيس فرمان د پوهنې وزارت ته ولېږل شو، په ۱۳۱۱ لمريز کال د لړم د مياشتې په لومړۍ نېټه د طب پوهنځی افتتاح شو، دا په افغانستان کې د طب د لوړو زده کړو د دويمې دورې د فارغ ډاکتر رجب علي طاهري خبرې دي، چې (افغانستان در قرن بيستم) اثر کې راغلې دي.

دا اثر د ظاهر طنين له لوري د بي بي سي د مرکو په اساس ليکل شوی، په کتاب کې د شلمې پېړۍ افغانستان له ډېرو اړخونو پېژنو، د سياسي، اقتصادي، پوهنيز، روغتيايي، کرنيز او نورو حالاتو په اړه يې خبرېږو او د څو انقلابونو او حکمرانيو څخه د پاتې افغانستان ننداره کوو.

د ډاکتر طاهري په خبره، چې پورته مو وليکله، نږدې ۶۱ کاله اوړي، د افغانستان حالاتو په دې دومره موده کې ډېر تغيرات وليدل، ډېر عظمتونه مو له خاورو سره خاورې شول، ډېر ارزښتونه مو وبايلل، ډېر سرونه خاوري شول. … ددې کتاب يوه بله خبره ده، چې افغانستان له جغرافيايي پلوه مهم موقعيت لري خو د ډېرو بدلونونو او په عين حال کې له ستونزو او نيمګړتياوو سره غاړه، غړۍ پاتې شوی.

علمي او فرهنګي رشد د هېواد د لومړي جمهور رييس داود خان د واکمنۍ تر وروستيو شېبو ملتيا وکړه، له دې وروسته د طالبانو د واکمنۍ تر وروستيو شېبو يې د زوال دوره وه.

موږ که دا وخت له شلم قرن څخه راوتي يو، د يووېشتم قرن وروستي دولس کلونه يې داسې وو، چې د سياسي بدلونونو تر څنګ پکې د پوهنيزو برخو پياوړتيا باندې سترګې نه شي پټېدای.

په تېرو دولسو کلونو کې چې د هېواد په لويو ښارونو کې د پوهنتونونو ورونه پرانيستل شول، د طب پوهنځيو ته په ډېرو کې ځای ورکړل شوی، ښوونځيو ته ميلونونه زده کوونکو لاره وکړه، د دې زده کوونکو فارغان په همدې پوهنتونونو کې جذب شول، يو شمېر يې بهر ته د لوړو زده کړو په موخه ولېږل شول، يو شمېر يې په خصوصي پوهنځيو کې لوست کوي او ترې فارغېږي.

هر کال د هېواد له بېلابېلو پوهنتونونو څخه زرګونه فارغان لرو، په دې کې يې ګڼ شمېر د طب پوهنځي وي او تر څنګ يې په کور د ننه او بهر د لوړو زده کړو له موسسو څخه د روغتياپالو فارغېدل، د هېوادوالو لپاره د اميدواري او ډاډ باعث دي.

که څه هم د هېواد په کچه د لوړو زده کړو چټک پرمختګ د ستاينې او ډاډ وړ دی خو بيا هم ځينې ستونزې او نيمکړتياوې په مخ کې شته.

په کليو او بانډو کې په لويه کچه روغتيايي ستونزې موجودې دي، په ښارونو کې مو لا هم داسې روغتيايي مرکزونه نشته، چې په ټوليز ډول مو د هغو ناروغانو مخه را وګرځوي، چې ګاونډيو هېوادونو ته د درملنې په موخه روان دي.

په کليو او بانډو کې لا هم داسې ډاکتران شته، چې کمه موده يې له روغتياپالو سره يوځای د تجربې حاصلولو په توګه کار کړی وي او دا وخت درملتونونه او کتنځي لري.

لومړی خو ددې تش په نوم روغتياپالو پر ځای د مسلکي کسانو راتګ ضروري دی، دويم دا چې د ښځينه روغتياپالو تشه په ټول هېواد کې موجوده ده، په ځانګړي ډول په هغو سيمو کې چې لا هم د جګړې ډګرونه دي، يو خو دا چې په ټول هېواد کې د ښځينه ډاکترانو شمېر کم دی او بل دا چې په ځينو سيمو کې ښځينه روغتياپالې د امنيتي ستونزو له کبله نه شي کولای، دنده اجرا کړي.

يوه بله ستونزه د اړينو درملو او وسايلو د نشتوالې ده، هېواد ته د ګاونډيو هېوادونو اکثره را واردېدونکې دواګانې بې کيفيته دي او په هر ځای کې ددې دواګانو کتنه او پلټنه نه کېږي.

دا وخت که د غرنيو او خصوصا د ناامنو سيمو درملتونونو ته څوک لاړ شي، نو په لويه کچه بې کيفيته او له وخت تېر درمل به پکې وموندل شي.

له ناروغانو سره د ځينو روغتياپالو ناسم چلندونه، په لوړ قيمت د درملو خرڅلاو او معاينه کول، د روغتياپالو تر منځ د ناروغ د ځور او ورڅخه د زياتو پيسو د تروړلو په سر اړيکې او ورته نورې هغه ستونزې دي، چې د روغتياپالو د سمې روزنې او اخلاقو سره تړاو لري.

د دې تر څنګ د روغتيا په برخه کې لا هم ځينې ستونزې او نيمګړتياوې شته، چې نور کار او وخت ته اړتيا لري، نور که الله ج کول، د کاروان صاحب، په قول:

موږ د ستورو کاروان

مخ پر وړاندې روان

په سر کې مو ذکر کړه، چې په هېواد کې د طبي زده کړه ابتدا يو شپېته کاله وړاندې شوې، دا وخت بايد موږ په دې کچه ستونزې نه لرلای خو بيا هم که الله (ج) کول نور به زموږ تېر هغه تاريخ نه تکرارېږي، چې تګ مو د زوال لوري ته و، هغې ورځې ته اميد، چې خپل روغتياپال، خپل درمل او په کور د ننه بسيا ژوند ولرو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *