شفیع اعظم اوریاخېل

موږ عقدې په سر اخستي یو. موږ درد لرو. موږ په ولولو یو، له یوې مخې وایو چې دا ځل باید د دوښمن جرړې وباسو.

خو له بلې خوا د ټولو په دې سر خلاص دې چې په افغانستان کې پاکستان، ایران او بهرني ځواکونه جګړه غواړي. ټول پوهېږو چې د جګړې په دوام کې د چا غوا لنګېږي. دلته د ښکېلو غاړو د ذهنیت لپاره طرحې جوړېږي، دواړه خواوې هڅول کېږي چې عقدیي جګړه وکړي، ښه په خرپ وجنګېږي، ترڅو بهرنیو او ګاونډیو ته د ملاتړ زمینه برابره شي.

د وسلوال مقاومت د تقویې لپاره په سیستماتیک ډول اقدامات کېږي. د جومات، امام او سپېنږیري بی عزتي کېږي. د یو تلویزیون، راډیو یا ورځپاڼې له لارې مقدساتو ته سپکاوې کېږي. ښه پوهېږو چې له امریکا سره امنیتي تړون مو نه د پاکستان له بریدونو او مداخلاتو ژغوري، نه به مو د هېواد بقا تضمین کړي، نه به مو په واقعي توګه اردو تقویه کړي، نه به د دوی په شتون او یارانه کې اقتصادي ثبات ته ورسېږو. بس یوه لوبه ده، تر هغې را سره امریکا د انډېوالۍ سر ښوروي او تړون ته ژمن دی چې د ګټو تقاضا یې وي. که نن یې ګټه په دې کې وي چې افغانستان پرېږدي نو هېڅ تړون به دوی کړو ژمنو ته په تعهد وادار نه کړي. تاسې د امریکا تاریخ وګورئ دوی په سختو شرایطو کې خپل ملګري پرې ایښي. د دې حقایقو سره سره ولسي جرګه مو په پټو سترګو پرته د تړون له شننې او شاربلو شنه کارتونه پورته کوي. په خپله داخلي وکیلان اعتراف کوي چې د امریکا سفارت ته ډله ډله وکیلان ورتلل او هغوی ته یې د مالي امتیاز په بدل کې د تړون د تایید ژمنه ورکړه. رسنیو ته داسې راپورونو درز کړې چې اشرف غني او حنیف اتمر له امریکا سره پټ تړون لاسلیک کړې چې شپني عملیات پېل او پخوا چې د کرزي د حکومت لخوا په بماردونو کې څه محدودیتونه وضعه شوي وو  ټول ملغا او په عملیاتو کې آزاد دي. دا چې دا ادعاوې پرځای دي یا شایعات، دا بېل بحث دی اما پوهېږۍ دا د څه لپاره؟ دا د دې لپاره چې وسلوال مخالفین را وپاروي، هغوي د مرګ تر پولو مبارزې ته وهڅوي. عامه دهنیت ګډوډ کړي او د وسله والو لیکې پېاوړې کړي.

برعکس د افغان پوځ د عقدې او جګړې د دوام لپاره هم کافي سوژې لري. د افغانستان په عامه ځاینو، په ماشومانو، ښځو د لوبو مېدانونو، مسجدونو او نورو عامه ځاینو کې مرګوني بریدونه ترسره کېږي. د ولس احساسات د دغو بریدونو له کبله د نفرت اوج ته رسېږي، ټول د پاڅون چیغې وهي. وروسته په همدې وخت کې د ولسي پاڅون په لړۍ کې له یوې داسې مېرمنې سره مرکه کېږي چې د هغې په قول زوی یې د طالبانو لخوا شهید کېږي او دا اړه کېږي چې وسله واله مبارزه پېل کړي، چې تر اوسه یې په یواځې سر ۲۵ طالبان له منځه وړي. موږ ته زموږ مظلومیت او د هغې پر وړاندې د مقاومت او غبرګون ټول وسایل برسېرن کېږي. نو دې پروګرام ته په کتو د حالاتو تقاضا څه ده؟ ټول وایي چې باید په کلکه جنګ وکړو، هره ورځ چې مرو باید پورته شو چې په یوه ورځ یا مړه شو او یا هم د آرام ساه واخلو. که لږ فکر وکړو پوه به شو، چې څنګه هرڅه د پاڅون لپاره چمتو دي. آیا دا هرڅه تصادفي دي؟ نه! تجارب وایې چې په دې نړۍ کې هېڅ څه هم تصادفي ندې، بلکه وار دمخه ورته زمینه سازي شوې.

په دغه احساساتي ماحول کې د اقدام نه مخکې لږ سوچ کولو ته اړتیا ده. باید له قدم اخستلو وړاندې پښه تم کړو، ژوره ساه واخلو او شاخوا وګورو، د ګاونډیو او بهرنیو سترګې وڅارو چې هغوی د څه شي غوښتونکي دي؟ د سولې، روغې او که د جګړې؟ باید بیا هم فکر وکړو، د دوي د خوښې کار کې مو خېر دی که خلاف کې؟ د دوی د خوښې مطابق خپله عقده او کینه سړه کړو او که د دوي د مېل خلاف زغم!

زه باوري یم چې ټول ولس د حریصو ګاونډیو او دښمنو بهرنیو زړونه چول غواړي. خو څرنګه؟ نن یې وخت دی چې د دوی د مېل خلاف کړنه وکړو، خپلې عقدې او کینې ته نه و وایو، په همدغه توره شپه، مات او ګوډو هډونو کې د سولې غږ پورته کړو. موږ د خپل راتلونکي نسل لپاره قرباني ورکو. د دوی د ښې راتلونکې لپاره موږ سولې ته په جکړې ترجیح ورکو. موږ د دې خلاف کار هم کړې (جنګ). موږ د افغان جهاد وروسته د عقدو سړولو لپاره کافي وخت ورکړ، خو کینه کمه نه بلکه زیاته شوه. موږ مهاجر شو. خوېندې او مېندې مو په پردیو هېوادو کې بې پته شوې. موږ بیا دا تکراري لوبه نه کو. موږ د خپلو دښمنانو د غوښتنو خلاف کار کو. ولو که دا کار ګران تمام شي. موږ په نړیواله کچه د زغم ستره مظاهره کوو. موږ زغم کو، موږ سوله غواړو! موږ په دغه ټول له خپلو دښمنانو غچ اخلو!

One thought on “موږ د ورستېو پېښو غچ اخلو!”
  1. محترم اوریاخیل صاحب- ډير په زړه خبرې مو کړې. ريښتیا وايي. احساس مو د قدر وړ دی. خو کاشکی چې زموږ مشرانو کې رحم وی. زړه سوی وای او په دې ولس یی زړه درد کولی.
    وايي که په جګړه کې د چارواکو او خانانو زامن مړه کېدلی نو ډېر پخوا به جګړه بنده وه، مګر څرنګه چې د خان زوی پکې نه وژل کېږي نو د غریب چا پروا ساتلې!!!!!!!!!!!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *