بدلون

سرليکنه\ داره

بدلون اوونيزه\لومړی کال\(۳۰) ګڼه\ چارشنبه\حمل ۲۶\ ۱۳۹۴

ښایي اعتراض وشي چې هیڅوک د ښکنځلو حق نه لري او د بل سپکاوی نه یوازي په بشري حقونو کې نشته بلکې دا د بل انسان د انساني کرامت پر حق تېری هم دی.

موږ وایو، اول خو کاشکي چې دغسي یو جدي ترین اعتراض وشي چې موږ او بل هرڅوک د سپکو- سپورو حق نه لري او دا ذهنیت عام شي چې د متمدنې دنیا ستنې پر متقابل احترام، زغم او مثبته انرژي لګونه ولاړې دي دوهم، موږ ځکه په اول ګام کې ځان او خپل ملګري د نورو له سپکاوي څخه راګرځوو چې یو خو د ځان سمون د ټولنې سمون دی او که موږ خپله خدای مکړه په اخلاقي لحاظ کاږه یو او د نورو د سیده کېدو نصیحت کوو نو دابه هیڅ تاثیر او مثبته پایله ونلري بله دا چې موږ ځکه باید تر هر چا مخکی له ذهني– فکري لحاظه د بشپړېدا خواته ولاړ شو چې دعوه مو ډېره ستره ده، (ودان افغانستان) کومه کوشنۍ ادعا او هسي هوایي ستراتیژي نه ده بلکې دا تر شل کاله ډېر په ډیرو افغان ذهنو کې تحلیل او څېړل شوې مفکوره ده چې نن یې ډیر افغان روشنفکران دي نتیجې ته سره رسولي دي چې د دغې کړنلارې پلي کېدا به افغانستان له موجود هراړخیز بحران څخه راباسي او په رشتیا به د یوه (ودان افغانستان) څښتنان کرځو.

نو پر همدې بنسټ د دغسي یوه ستر او ژور طرز تفکر د لا تنظیم، ترمیم او تعمیم لپاره چې چا د مبارزې ملا تړلې وي یا یې تړي نو هغه باید د اخلاقي درنښت سمبول وي؛ په خپلو حرکاتو، سکناتو او اظهاراتو کې تر هر چا ډېر محتاط اوسي ځکه یو فرد که د خپل فردیت په دایره کې کوم د ګټې یا تاوان کار کوي ښایي د مثبتو یا منفي تاثیراتو ساحه یې په زماني و مکاني حساب ډېره پراخه نه وي خو که یو روښانتیایي سیاسي بهیر یو کوشنی ترین سم یا خراب حرکت کوي ممکن د تاریخ حتمي برخه وګرځي؛ د ویاړ یا خجالت ټاپه یې ښایې هیڅکله د تاریخ له لمنې پاکه نه شي او کېدای شي راتلونکي سیاسي جریانونه هم متاثره کړي چې د دغه نظر د پخلي لپاره موږ په خپل معاصر ژوند کې خورا لاس په لستوڼې ژوندۍ بېلګې لرو؛ راځئ چې یو وار بیا پر ښي و کیڼ افراط خبره سره وکړو:

په افغانستان کې چپ و راست سیاسي جریانو دواړو د افراط لارې په خوله ور کړې؛ دوی دواړه چې سیاسي پوخوالي ته نه وه رسېدلي اول د بهرنیو استخباراتو په تلکو کې بند شول او بیا یې داسې دردوونکې او شرموونکي حوادث وزېږول او داسي یې یو بل سره سپک او وښکنځل چې د تاریخ سینه به یې د تل لپاره له ماتمه په سالنډۍ اخته وي.

کمونیستي جریان د شوروي اتحاد په مشرۍ د ختیځ پوځی کمپ (وارسا) په وړکتون کې مغزشویي شو او د ټولو دیني– عقیدتي ارزښتو په وجود یې په ټوله بې پروایي او غرور ریشخندۍ ووهلې او اخواني بهیر د امریکا په رهبرۍ د لویدیځ نظامي پکټ (ناټو) په پالنځي کې خالپوڅې وکړې او د ټولو ملي– انساني اقدارو بې قدري یې د دیني فتواوو په حکم په پوره صراحت سره وکړه.

نن دا دی د دغو دواړه متخاصمو او متضادو پدیدو ماهیت د افغانستان او افغان انسان لپاره یو ډول دی چې هغه ناتمامه تراجیدي او بې جبرانه تباهي ده.

د چپ افراط په نتیجه کې مو علم، تعقل، روشنفکري، ډیموکراسي او نور موډرن او متمدن ارزښتونه بي باوره شول او نن له بده مرغه دغه د بشرې ښېرازۍ اساسات له لادینیت سره مترادف بلل کیږي او د ښي افراط په پایله کې مو بیا دیني– عقیدوی اساسات ونړول شول او نن بدبختانه چې دنیا زموږ نژدې یو نیم زر کلن انسانپال دین د تروریزم سره مساوي بولي(زموږ په خوله دې نه کېږي).

زموږ په مخ کې همدا د نن ټولنیز تاریخ، د هغه سبقونه او روښانه نتایج پراته دي او زموږ سیاسي– فکری غورځنګ هم د همدغو ناوړو تاثیراتو د له منځه وړو لپاره راپیل شوی دی نو ځکه ډېر احتیاط راته په کار دی چې د یو شمېر سیاسي ډلو د بداخلاقیو له چټلیو ځانونه وژغورو، له یوه پلوه د هغوی له خوا زموږ ځپل شوی اخلاقي نظام بیا ورغوو او له بلي خوا د دغه اخلاقي سیسټم په دننه کې د خپلې سیاسي پرمختیا او تاریخي نېکنامۍ لپاره د خپلو شخصیتو بنیادونه پاخه کاندو.

زموږ فکري مبارزان باید دې ټکي ته جدي متوجه شي چې د ښکنځلو و سپکاوي سرحد هلته پیلیږي چې د منطق و عقلانیت قلمرو ختم شي؛ څوک چې د منطق په وسیله ډاډه وي هغه هیڅکله د سپکو- سپورو وسلې ته لاس نه اچوي.

پر همدې بنسټ دي زموږ د فکري لارې لاروي مطمن اوسي چې دوی خو د خپلې سیاسي مبارزې لپاره پر داسي یوه علمي– عملي اساس حرکت شروع کړی دی چې څه باندې شل کاله کیږي چې پیاوړو پوهانو، نظر خاوندانو او مجربو افغانانو رامنځته کړی، بیا– بیا یې رغولی او غني کړی دی نو په دغسي یوه سیسټم کې وارخطایې نه ده په کار بلکې په سړه سینه یې د تعمیم او تطبیق لپاره، له بي ځایه مواجه کېدو پرته، هماهنګه، صمیمانه او هیوادپاله ستړیا اړینه ده.

موږ ټول یو، یو، سپکوالی او درونوالی مو شریک دی، راځئ یو بل سره درانه کړو ځکه سپک شخصیت بل هم سپکوي او دروند کرکټر د نورو د درنښت تلاښ کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *