تازه ګل ريشا
ويښ ملتونه له تاریخ څخه تجربې، عبرت اودرک اخلي،سبقونه ځني زده کوي. په تېر تاریخ کي پخوانی ژوند مطالعه کوي او په نن کي ژوند کوي، د راتلونکي له پاره اصول او پرنسیپونه جوړوي.
ویښ ملتونه پرتېرو او زړو  تاریخي ویاړونو تکیه نه کوي او د نوي تاریخ د جوړولو په فکر کي وي.
نن او پرون توپیر لري ځکه خو ویښ ملتونه د همدې توپیر د ثبوتولو لپاره د پرمختګ پر لور نوي ګامونه اخلي.
یوه مشهوره مقوله ده چي وایي: وروسته پاته واوسه! خو زاړه شیان مه تکراروه! دلته د زړو شیان له تکرار څخه مطلب پر هغو تکیه کول او د ژوند په هیڅ برخه د نوو کارنامو او لاسته راوړنو نه درلودل.
دا جمله به مو ډېره اورېدلې وي چي موږ پنځه زره کلن تاریخ لرو. خو که یو څوک پوښتنه راڅخه وکړي چي په پنخه زره کلن تاریخ کي تاسو کومه لاسته راوړنه لري، نو خامخا به زموږ جواب منفي وي.
وروسته پاته ملت همېشه د خپل نیکونو په تاریخي ویاړونو ویاړي او ځان په دې تېر باسي چي زموږ نیکونو داسي تاریخي کار نامې کړي دي. د نیکونو په ویاړونو فخر او غرور کول کومه د پرمختګ نښه نه ده بلکي د هغو د عظمت ساتمه، د هغو په رڼا کي، د هغو له تجربو څخه د نویو تاریخونو جوړول د پرمختګ او مېړاني نښه ده.
تاسو به په دې پوهیږي چي تاریخ شخصیت نه، بلکي شخصیت تاریخ جوړي او هغه بيا اينده نسلونه روزي، موږ باید هیڅکله د تاریخ غلامان نه سو او تاریخ د ځان غلام کړو. راځئ چي د نن او سبا له پاره نوی تاریخ جوړ کړو، ځکه چي نوی نسل نوی تاریخ جوړي او نوى تاريخ غواړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *