ډاکتر محب زغم

ګومان مې کاوه چې د غربي ملکونو هر وګړی به که نابغه نه وي نو خورا بااستعداده خو به خامخا وي. دا په دې چې تر موږ ډېر مخته تللي دي. امریکاییان چې راغلل، ومې لیدل چې عادي خلک دي. ان اکثره یې په استعداد او پوهه کې تر موږ کم راوختل. بیا چې امریکا ته لاړم، هلته مې د دوی د پوهنتونونو له محصلانو او استادانو سره وکتل. هېڅ فوق العاده شی مې په کې ونه لید.

د شوروي اتحاد په وخت کې چې له ګڼو ملکونو محصلان هلته تلل، په اکثرو پوهنځیو کې افغانان تر نورو بهرنیو محصلانو تکړه راوتل. ډېرو افغانانو د شوروي له پوهنتونونو څخه سره ډیپلومونه راوړل.

اوس هم د افغان ترک د ښوونځیو په سیالیو کې اکثره وخت افغان زده کوونکي د سرو زرو مډالونه ګټي.

په سپورټ کې زموږ د لوبغاړو پر له پسې بریاوو وښوده چې واقعاً غښتلي یوو. سره له دې چې د جګړو په وجه مو هر څه سره ګډوډ شول او د پخواني او نوي نسل ترمنځ د تجربو د لېږدولو لړۍ وشلېده؛ خو بیا هم وینو چې نوی نسل مو په هر ډګر کې ځان رسولی دی.

اصلاً په ټوله نړۍ کې انسانان یو خېل دي. د هرې ټولنې وګړي متفاوت او مختلف استعدادونه لري.فکر کوم د نورو د پرمختګ راز په بل څه کې دی. دوی له خپلو استعدادونو اعظمي استفاده کوي. دولتونه او خصوصي سکټور یې دواړه د هر چا لپاره د استعداد د غوړولو زمینه برابروي. که زموږ اسرار کریمزی په امریکا کې وای، ښايي مایکرو سافټ کمپنۍ به د کمپیوټر پروګرامینګ په برخه کې ګومارلی او د تجربو او کار پراخه زمینه یې ورته جوړه کړې وای؛ خو دلته څوک د ده له استعداده استفاده نه کوي.

که د نصیر احمد احمدي په شان لیکوال په امریکا کې وي، د خپلو کتابونو د خرڅولو له درکه به دومره پیسې وګټي چې د ډوډۍ غم به یې نه وي او ټول وخت به په لیکلو تېر کړي.

همدا چې ټول انسانان په استعداد کې سره یو خېل نه دي، د عمومي زده کړو اهمیت راپه ګوته کوي. ممکن په زرو کسانو کې یو فوق العاده استعداد پیدا شي. اوس نو که ټول ماشومان ښوونځیو ته لاړ شي، ګڼ شمېر د عالي زکاوت شاګردان به ولرو او له دوی به په مختلفو برخو کې اعظمي استفاده وکړای شو.

موږ یو وار خو خپل نیمايي استعدادونه په دې له لاسه ورکوو چې نجونې مکتب ته نه پرېږدو او بله برخه تکړه خلک مو د نیستۍ او خوارۍ په وجه تعلیم نه کوي. هغوی چې تعلیم هم کوي، د ناسم تعلیمي نظام په وجه ایله خپله حافظه په معلوماتو ډکوي او څومره چې مخته ځي هماغومره یې د استعداد پر سکروټو دوړې او ایرې کېني.

اوس دې نتیجې ته رسېدلی یم چې افغانان په استعداد او زکاوت کې تر هېچا کم نه دي خو زموږ بدمرغي په دې کې ده چې له خپلو استعدادونو څخه سمه استفاده نه کوو.

4 thoughts on “موږ له نورو کم یو؟ – ډاکتر محب زغم”
  1. د زغم صیب لیکنه مې ولوست او په یقیني توګه مې ومنل چې زمونږ د افغانانو استعداد او ذهني توانمندی نه یواځې چې تر نورو دنیاوالو او ګاونډیو هیوادونو څخه کم نه دۍ مګر زیات هم دۍ په مختلفو څانګو کې له طبا بته نیولۍ تر نورو چارو هم چې د بېلګې په توګه د جنرال صیب عبدالاحد مومند پیلوټ یادونه هم وکړو چې فضایی سفر یې د خپل استعداد او ذهنی توانمندۍ په کارولو سره سر ته ورساوو او مونږ ته ېې ویاړ راوبخښه زه همدا اوس د سویډن په هېواد کښې اوسېږم په لمړیو و ختونو کښې ما هم فکر کاوه چې د سویډن خلک به خورا د لوړې پوهې او استعدادونو خاوندان وی ځکه چې د البرټ نوبل چې اوس د ده په نوم جایزه ټولې دنیا ته ورکول کیږي خو د وخت په تېرېدو سره راته په ډاګه شوه چې د ناپوهانو او د منفي ذهنیت لرونکي خلکو شمېر ېې تر مونږ افغانانو چې د څو لسیزو کلونو کې په خيل منځي جګړو لا تر اوسه هم اخته یو زیات دي نو خپلو درنو هېوادوالو څخه دا هیله لرم چې راځۍ نور نو لاسونه سره یو کړو دا بې دلیله او خورا زیان بخښونکی جګړه پرېږدو او بیا خپل عزتمنده نوم او نښان په بېلا بېلو برخو کې دنیا ته ور وښایو

  2. Obviously, people are the same beings in nature. People are conditioned by the environmental factors. Since we created miserable existence for ourselves, our life is full of failures. Those who understand life better than us, they will always look forward for a much more brighter future. For example, A COUNTRY in the West can train thousand of writers, doctors and intellectuals and professionals while the whole Muslim World cannot match it…

    Can you imagine that Mr. Asharaf Ghani Ahmadzai is our number two thinker in the world, wow 🙂 What a joke!

  3. اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
    انسانان ټول يو دي، خو استعدادونه يې د جنيتيکي ځانګړتياوو سره د هغوی په فينوتيپيک اړخ پورې هم تړاو لري، چې د ژوندون چاپېر (امنيت، تحصيلي امکانات، تکنالوژي، مړه ګېډه او آرامه روزنه) ټول د يو ماشوم او بيا د يو شخص پر ژوند اغېز کوي، چې ټولنې ته د سم روزل شويو کدرونو پاليسي او پروسيجر پياوړی کوي!
    ښاغلي زغم صيب د خپلو څو وروځو د تجربې پر سر يوه ډېره لويه پرېکړه کړې او افغانان يې خارقالعاده ښودلي دي او نور يې لوده په ګوته کړي دي! مګر دوی بايد د طبابت په برخه کې وويني، چې په افغانستان کې پرته له بنسټيزه روغتياپالنه، نور نو څه شی نه شته، زموږ ډېر ناروغانو پرته له تشخيصه او تداوي پروګرامه نورو ملکونو ته ځي او هلته هم د تجارتي طب قرباني کېږي، نو نه پوهېږم دا څه ډول افغاني ذهنيت دی، چې حتی په ټولنيز ژوند کې ليا بريالي نه دي، خو په لاپو شاپو بيا غرونه نسکوروي!
    جنګ، بې اتفاقي، بې تفاوتي او هسې لاپې شاپې دي، چې افغانان پکې لاهو او پياوړي دي، نور نو ما څه نه دي پکې ليدلي!
    د مبارزې تر ټولو ساده لاره د مبارزې د دوښمن او د ځان وژل دي، چې افغانان په دې برخه کې ښه پیاوړي دي، ځکه د منطق، نوښت او استدلال برخه يې په لاپو شاپو ولاړه ده!
    يو دوست له سويډنه ليکې چې جنرال عبدالاحد مومند (کوسمونافت) شو، نو د افغان ولس پګړۍ يې پورته کړه، نه وروره دا يوه سياسي لوبه وه، او د شوروي اتحاد يو پروګرام وو، چې د سوسياليستي بلاک نه يې يو هر کال يو څوک فضا ته استولو، نو ښآغلی عبدالاحد خان هم د سويوز په راکټ کې له نورو سره کېنول شو او د يوې فضاګشتي دوره يې ورکړه او ببآ يې بيرته راکوز کړ، که داسې نه وي تاسو او ښآغلی عبدالاحد مومند دې د خپلې علمي څېړنې شاليد برېښناپاڼو ته پورته کړي، چې ټول ولس ترې خبر شي او ګټه ترې پورته کړي!
    افغانان بايد لومړی ټولنيز زغم، د ګډ کار او بشري ارزښتونو د بياوړتيا جوګه شيو نو بيا به يې پر استعداد او نبوغ خبرې کوو، پرته له دې به هسې په هوا کې د تشو پټاکيو وېشتل کو!
    معه سلاموکم الاهلول افغانيون
    ملا ميوند آخوند

  4. افغانان تول دومره با استعداده او رخمت کش دی جی د دنیا اکسره هیوادونه او بیا همسایگان یی له استعداده یی ویریگی. سوله سمه روزنه و بالنه او مره گیده او دیر نور مسایل دی چی متاسفانه افغانانو ته نشته که بیا به دی لیدالی وای ……

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *