په سړو سیمو کې څلورنیم میاشتنۍ ازموینې پیل شوې او د ګرمو سیمو فارغ شوي بېکاره سلګونه ځوانان د کلي په دوکانونو او تفریح ځایونو کې غوندرۍ غوندرۍ ښکارېږي، داسې لکه د هېڅ راتلونکي مسوولیت چې ورترغاړې نه وي.

پېنځه میاشتې وروسته به د دواړو کټه ګوریو خلک د کانکور ازموینې ته داخلېږي او بیا به د تل په شان د پښتني سیمو زرګونه اوسني بېکاره او بې پلانه ځوانان د بې نتیجې د لېستونو د سر کسان وي.

د ځوانانو ټولنې، سیاسي ګوندونه او ځپل شوي ځوانان به بیا د کابل په واټونو کې ګریوانونه څېري، چې له پښتون سره ظلم وشو، ستوني به یې وچ وي، خو غږ به یې څوک نه اوري.

(د اوبو له جهت سره هرڅوک حرکت کولی شي، خو میړني هغوی دي، چې په مخالف جهت یې حرکت وکړي!)

دا ځوانان که نن دین ګټي که دنیا، خو د سبا ورځې شعار یې همدا یو وي: راسره ظلم شوی، د ګاونډیانو لاسوهنې دي، لاسي زموږ د ټبر د بې سوادۍ پلان عملي کېږي او سل، زر نور… دا ټول څه نشي ردېدای، خو زه نن څه کرم او سبا څه رېبم؟

په سږني کانکور کې د ښوونځیو د ۱۷۵ زره فارغانو له ډلې، چې په کانکور کې یې برخه اخستې وه یوازې ۵۰ زرو یې د لوړو زده کړو مؤسسو ته لاره ومونده او پاتې ۱۲۰ زره کسان ناکام او بې سرنوشته د هغه بل کال په ناکامانو ور اضافه شول. د دوی درې برخې یې د پښتني سیمو ځوانان وو او که څوک یې نن ولټوي یا به په غره کې وي یا به په کروندو کې غنم ریبي.

دا شمېر به په راتلونکو کلونو کې له دې هم لوړ وي. عموماً د هر کال په لومړۍ میاشت کې د کانکور د نتایجو تر اعلان وروسته د کابل او ښارونو اوضاع یو بل ډول شي، خو لکه د وښو اور ډېر زر یې د لمبې تاو کیني او هر څه په تورو خاورو بدل شي. په هغو ورځو کې د ټولو په تندیو د مرګ شعارونه لیکل شوي وي او اړوند چارواکي په نا انصافي تورنوي.

نن نه د ځوانانو کومه ټولنه ښکاري، چې د دغو فارغ شویو بې کاره ځوانانو لپاره پخپلو امکاناتو یو روزنیز مرکز پرانیزي، نه کوم سیاسي حزب پیدا شو، چې د خدای لپاره د دغو ځوانانو د راتلونکي غم وخوري او نه د هغو شعارونو ثبت شوې ویډیوګانې چا دویم ځلي واورېدې، چې له ځوانانو سره یې د مرستو سینې ډبولې.

د بې نتیجې سیمو د ځوانانو لپاره د ارګ د چارواکو لخوا له نورو فرمانونو په یو څه متفاوت هغه کې د یو کال لپاره د وړیا زده کړو ځانګړي ټولګي پرانستل شول، خو متاسفانه بیا د همدغو ځوانانو شمېر پکې کم ښکاري.

هېڅ ډلې او چا هم د دغو ځوانانو د اقتصادي ستونزو د هواري لپاره نه چانده ټوله کړه او نه یې خپل جیبونه وګرول.

یوازې په کابل ښار کې داسې ډېر ځوانان شته، چې زرګونه ډالره معاش اخلي او تر هرچا ځان ډېر ملي معرفي کوي، خو نن د فېسبوک د کمپاین په هغه صفحه کې ورک ښکاري، چې یوازې د یو دغه ډول بې نتیجې ځوان ـ که هغه ان د هغوی خپل هم وي ـ د راتلونکي غم وخوري.

د ولایتونو هغه فعال ځوانان هم نن نه ښکاري، چې له کانکور ځپلو سره د ظلم لوحې او انځورونه به یې له ځانونو سره لېږدول او د یو لوی ځپل شوي قشر د حقونو مدعیان ول.

موږ د شعارونو اتلان یو، پرېکړې مو ډېری وخت احساساتي وي، وعدې مو یوازې د یو څو شېبو وي او هر وخت خپل بار په نورو وړو، د هر خراب شوي کار تر شا د نورو لاس بولو، پداسې حال کې چې کله هم موږ خپله د خراب شوي کار په ترمیم پسې له بړستنې نه یو راپورته شوي.

نن ماته د کانکور ځپلو ځوانانو هغه پرونی شعور مړ ښکاري، چې ځینو یې ان د تربوریت او پښتنویت په معیار کې د پاتې راتلو له وېرې ځانونه زندۍ کول، مګر نن هر څه بې پلانه پر مخ روان دي. نن د هغو ځوانانو ډلې هم هغسې منظمې نه ښکاري، چې په کانکور ځپلو پسې وګرځي او په زور یې د کانکور لپاره د تیاري په ښوونځیو او ټولګیو کې داخل کړي.

زه د روان بهیر تر شا د نورو لاس لرل نه ردوم او له یو لوی اکثریت سره روان ظلم طبیعي نه، بلکې قصدي بولم، اما زه او ته له دې حالت څخه د خلاصون ستراتیژي او پلان لرو؟  هر وخت زموږ خپلې وعدې رانه هېرې وي، دا ځکه چې موږ لکه هېنداره حافظه نه لرو!

له محور ورځپاڼې په منننې.

One thought on “موږ لکه هېنداره حافظه نه لرو! / حزب الله اتل”
  1. Rekhtya khabara da ka da zwanan khpal gham pakhpala wanakhori

    Zamong d idari fasad ki d awal muqam gatonki daulat na di tama na

    Kawi Pa khas dawal pokhtana che d tal lapara pa di ghwlidali di

    Che tolwak ee pakhton di . Pa khpala jaba kho d zdakro haq na lari

    Kho che ghwari pa irani farsi ham we kho che zdakre wakri ham sok ee

    Na pregdi au sanga ee pregdi bya ba narewalo ta da sanga sabita she

    Che pa Afghanistan ki d jang jagro au hari bad murghai masul pakhtun

    di zka che nalosti au napoha di

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *