تر هغه مهاله موږ د مدنيت په اړه فکر هم کولای نه شو، تر کومه چې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي څخه لاس په سر نه شو.

افغاني ټولنه چې د ښو دودونو ترڅنګ ناوړه هم لري، له ښځو د مشورو او تصميم نيونې صلاحيت اخيستل شوی دی.

د خپل ګلالي بچي د زدکړې او پوهې اندېښنه ورسره وي، خو د لور په زدکړه ورته شرم او ولور اخيستل ورته تر ټولو غوره کار برېښي.

تر کومه چې موږ ښځو او مېرمنو ته د زدکړو حق ورنه کړو، د کورنۍ د تصميم نيونې په کارونو کې يې د خيلې نه کړو، تر هغو به د کورني تاوتريخوالي او بدمرغۍ ډېرې واقعې وليدل شي.

همدغه ښځه ده، چې اسلام يې جنت تر قدمونو لاندې بولي، همدا ښځه ده، چې پيغمبران ع سلام يې نړۍ ته راوړي دي، همدغه مېرمن ده، چې د نړۍ د هر فنکار مور يادېږي.

که رښتیا غواړو، چې يوه خوشاله کورنۍ ولرو، باید په کورنۍ کې د هلک او نجلۍ تر منځ توپيري چلند ونه شي، څنګه چې ماشوم ښوونځي ته لېږو همدغه ډول باید خپلې لوڼې ښوونځيو ته ولېږو او خپلو مېرمنو ته د زدکړو زمينه برابره کړو.

دا شرم او عار نه دی، چې ستا مېرمن يا لور زدکړه کوي، دغه لوی شرم دی، چې په يو ويشتمه نړۍ کې زموږ ښځې او مېرمنې بيسيواده وي، څنګه چې د مور غېږ مدرسه او ښوونځی دی، نو تر ټولو ښه ښوونکې د ماشوم مور ده، که مو خپل ماشوم له وړوکوالي د هيواد سره د مينې په روحيه سمبال لوی کړ، نو همدغه ماشومان به د سبا راتلونکې جوړوي.

له بده مرغه لا اوس هم زموږ په افغاني ټولنه کې ښځې له ټولو اسلامي او قانوني حقونو نه بې برخې دي، لا تر اوسه هم د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي ډېرې واقعې رامنځ ته کېږي.

دوه ورځې مخکې د غورماچ رېزه ګله د تاوتريخوالي قرباني وه، چې خاوند يې ترې پوزه غوڅه کړې وه، همدغه ډول په صحرايي محکمو کې بې له کوم ثبوت او شرعي دلیل نه بغير د ښځو سنګسارول او په دورو وهل هم عادي پېښې ګرځېدلې دي.

دولت ته په کار ده، چې د عامه پوهاوي کمپاين په لاره واچوي او هغه کسانو ته سخته سزا ورکړي، چې دوی بې له کوم دليل پرته د ښځو د ازار او اذیت وسیله ګرځي.

ښايي د ښځو په وړاندې ډېری د تاوتريخوالي پېښې په لرې پرتو سيمو کې رامنځ ته کېږي، یا هغه سيمو کې چې هلته د دولت د واک ساحه محدوده وي.

څه باندې کال وړاندې په کابل کې د شهيدې فرخندې په وړاندې هغه د ظلم او وحشت نه ډکه پېښه چې اغلې فرخنده يې شهيده کړه، د مدنيت نوم وشرماوه.

دولت هغه مهال دپېښې عاملين ونيول او د جدي څېړنو ژمنه يې وکړه، خو تر ننه يې بیا نه د دولت د جدي اقداماتو څرک ولګيد او نه هم يې عاملين د محکمې مېزته راکش کړای شول.

تر هغه مهاله به دغه ستونزې موجودې وي، تر څو چې زموږ په ټولنه کې د علم او پوهې ځای جهل او ناپوهۍ نيولی وي،ترهغې به د مدنيت له نوم او ويي سره نا اشنا یو، تر هغو به مو له دغه ويي سره دښمني وي، ترکومه مو چې د علم او پوهې له ستر نعمت نه فيض اخيستی نه وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *