د لرغونو وختونو راهيسي شعر او ادب په افغاني ټولنه کي زيات مينه وال درلودلي، همدا لامل دی چي ويونکي يې هم زيات دي. دا چي شعر هم زيات مينه وال لري او هم زيات ويوونکي نو طبعي ده اثر يې هم پر ټولني زيات دی، تاريخ ليکلي چي شعر د ټولني د اوښتونونو لامل سوی دی، لکه څنګه چي سياست او سياسيون د هيواد د جوړولو ستر لاملونه بلل کيږي، همداسي ادب او اديبان هم د هيواد په جوړولو او د عامه اولس د ذهن په ويښولو کي ستر رول لري. دنړۍ د اکثره اوښتونونو او انقلابونو تر شاه حتمي د يو ليکوال يا شاعر لاس پټ وي، لامل يې دليکوال ويښوونکي ليکني او يا دشاعر ذهن بيداروونکي شعر دی. ښه شاعر او ښه ليکوال د يوې ټولني ستره او نه هيرودونکي هستي وي، افغاني ټولنه هم دنورو پرمختللو ټولنو سره تل په دې برخه کي سياله پاته سوي ده. په خپل وخت کي يې ښه شاعران او ليکوالان روزلي او هغوی هم دشعر او ادب له زاويې دهيواد او هيواد پالني ستره او ملي روحيه دخپل اولس ذهن ته رسولي او په خپل وخت کي يې د اولس په ويښولو کي فعاله رول ترسره کړی . خبره مو دښه شاعر او ليکوال کوله دبدلون په دې ګڼي کي همداسي يو ښه شاعر او ليکوال درپيژنو!

 دا ليکوال او شاعر دهلمند په ناوي ولسوالۍ کي د حاجي زقوم خان په کور کي په۱۳۷۲ه ش کال کي دې نړۍ ته راغلی دی، کورنۍ يې د حميدالله په نوم ونوماوه او حميدالله چي کله را لوې سو، نو استعداد روزونکو ملګرو يې ځکه د وياړ تخلص ورته انتخاب کړ چي دده په وړتياوو او ځانګړتياوو يې دا باور درلود چي دی به په نږدي راتلونکي کې ضرور افغانستان او افغان انسان ته وياړ وربخښي.

حاجي زقوم خان د خپل وخت د ډيرو نورو پلرونو څه په استثنآ خپل ګران زوي حميدالله وياړ ددې دپاره ښوونځۍ ته وليږه تر څو په راتلونکې کي وياړد بشريت وياړ سي. وياړ په ۱۳۹۰ کي دانجينرعبدالمتين ليسې څخه فارغ او سملاسي يې د ښوونکو دښووني او روزوني په عالي موسيسه کي خپلو نورو لوړو زده کړو ته د پښتو ادبياتو په څانګه کي ادامه ورکړه، دوه کاله وروسته ښاغلی ویاړ په پوره وياړ سره دهمدې موسيسې څخه په دوهمه درجه فارغه سو، نوموړي دخپلو دوه کالو زده کړو په دوام سره داراکوزيا په خصوصي پوهنتون کي خپلي پاتي زده کړي ترسره کړې، اوبالاخره په ۱۳۹۴کي يې په عمومي اول نمره ګۍ سره خپلي لوړي زده کړي دليسانس تر کچي بشپړي کړې. دپوهنتون د زده کړو ترڅنګ يې دکمپيوټر او انګليسي زده کړي هم کړي، همدارنګه څلورکاله مخکي يې په مستوفيت کي دمامور په حيث دنده پيل کړه، دده دپوره مهارت اواستعداد نتیجه وه چي دمستوفیت مشرتابه یې وهڅاوه چي دیادي ادارې په ټولو برخوکي یې دوړتیا اوانرژۍ څخه ګټه واخلي چي پرهمدې بنسټ یې نوموړی دهلمند مستوفیت له لوري د دولتي جایدادونو دساتني مدیریت ته نوماند کړ اودازاد سیالۍ له لاري یې وکولای سول چي همدا کلیدي پوسټ ته لاره پیداکړي ،دم ګړی دشاواخو دریوکالو راهیسي  ددولتی املاکو دعمومي مدير په حيث دنده اجرا کوي. همدارنګه ښاغلی ویاړ يوکال دبُست په نوم سيميزي راډيو کي هم د خپل اولس د ذهن ويښولو لپاره فعاليت کړي، وياړ د خپلو مدني فعاليتونو دلاري داولس دمشروع حقوقو دتر لاسه کولو دپاره مبارزه کړې او کوي يې، ددي ټولو بوختياوو ترڅنګ يې شعرونه هم ليکلي او په بيلابيلو مشاعرو او ادبي غونډو کي فعاله پاته سوی. وياړصاحب اوس په انصاف مدني ټولني کي دمرستيالۍ ترڅنګ شعر، لنډي کيسې او ادبي ټوټې هم ليکي. زه د وياړ د وياړنو په ليکلو وياړم، زموږ وياړ دې وياړمن اوسرلوړی اوسي.

بدلون اوونيزه\لومړی کال\(۴۵) ګڼه\ چارشنبه\اسد\ ۱۴\ ۱۳۹۴

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *