خبرې مو پر ستراتیژیکي تړون باندې وکړې او پر امنیتي تړون، تاسو پر دې متیقین نه واست چې امریکایان دا عملي کوي؟
کرزی: عملی یې نه کړه، عملي یې نه کړه.
ایازی: عملي یې نه کړه، اوس د شپې عملیات بیا شروع شوي دي، داسي رپوټونه خپاره شوي دي آیا دا تخطي ده له دې تړون څخه؟
کرزی:
د شپې عملیات که بیا شروع شوي وي چې زه راپور نلرم، که شروع شوي وي د ډېر تاسف خبره ده او امریکا دې له دې څخه لاس واخلي او زموږ پر حکومت دې فشار نه راولي په دې هکله، د افغانستان ملت په دې کې ورته درېږي او پرېږدي یې نه، نو هیله مو دا ده چې امریکا دې د شبانه عملیاتو کوښښ دوباره نه کوي، د دې عملیاتو بندېدل په ډېر لوی قیمت موږ وکړه، حتی انسانان مو په کې تلف شول په دې کوښښ کې چې پر امریکا دا د شپې عملیات بند کړو دا د افغانستان د کورنیو د عزت خبره ده، دا د افغانستان د کورنیو د یو آرام خوب او استراحت خبره ده، دا موږ ته په هیڅ معنا، په هیڅ عنوان او هیڅ قیمت د منلو وړ نه ده چې د پیسو په بدل کې یا د کومک په بدل کې یا د وعدو په بدل کې یې ورسره ومنو، دا دې نه کوي، پر دې زما او د امریکې ډېره لویه شخړه شوې ده، ډېره- ډېره لویه شخړه شوې ده بلکې وايي، زموږ په ژبه کې یو متل دی چې به تنګ آمد به جنګ آمد.
زه د شبینه عملیاتو څخه چې دوی د افغانانو پر کورو کول، په تنګ راغلم نو مې حقیقتاً جنګ ورسره شروع کړ، نو دا دې دوی نه کوي، په ګټه یې ده.
ایازی: یو شی تا مخکې ورته اشاره وکړه چې پر تا باندې داسې یو فشار و چې اقلاً د هندوستان په برخه کې ستاسو خارجي سیاست کې باید پاکستان څه ویل ولري ځینو مامورینو یا مشرانو مشخصاً په دې برخه کې ستاسو څخه دا غوښتنه کړې ده؟
کرزی: بلې! بلې! بلې! د امریکې حکومت له افغانستان سره د افغانستان په روابطو کې د منطقې له هېوادو او د همسایه ګانو سره په مختلفو مراحلو کې د دوی د پلان د تطبیق مختلف پېشنهادات درلودل؛ د امریکې مشران به یوه ورځ موږ ته راغلل او راته و به یې ویل چې القاعده او تروریزم ټول په پاکستان کې دی او د هغه ځای څخه روزل کېږي او پر تاسو باندې حملې د پاکستان څخه کېږي او کله به چې موږ بیا اعتراض وکړ، دوی به راته وویل چې اعتراض مه کوئ او کله چې به موږ دوی ته وویل چې داسې ده نو تاسې ولې اقدام نه کوئ؟
دوی به راته وویل چې ولا موږ مشکلات لرو، دا اقدام نه شو کولای، بیا به یوه ورځ راته راغلل چې تاسې باید له پاکستان سره اړیکې جوړې کړئ او سمې یې کړئ، موږ به ورته وویل سیی ده بالکل یې غواړو؛ د افغانستان دا آرزو ده چې له پاکستان سره یې اړیکې ډېرې ښې وي، دوه همسایه وروڼه هېوادونه یو، خو د افغانستان په استقلال کې او د افغانستان په سوله او امنیت کې! نه په غلامۍ! نه به نا امنۍ کې! بیا دا درې کاله کېږي چې کوښښونه داسې شروع شوله، د امریکې او ځینو غربي متحدینو له خوا چې افغانستان دې ته مجبوره کړي چې پاکستان ته د سولې بیا راتلو، د افغانستان په نا امنۍ او د سولې په نه موجودیت کې له پاکستان سره سټراټیجیک تړون امضا کړي او دا موږ په ډېرو واضح الفاظو په لندن کې د پاکستان حکومت ته او د انګریز حکومت ته وویل چې موږ ابداً دا نه شو کولای، هو! له پاکستان سره سټراټیجیکې اړیکې غواړو خو کله چې سوله راشي او د دوو مستقلو هېوادو په توګه یې غواړو، داسې نه شي کېدای چې له یوې خوا به موږ ته بم او انتحار او بدبختي راځي له پاکستان څه، او له بلې خوا به پاکستان زموږ سره سټراټیجیک متحد وي؛ سټراټیجیک متحد خو دوستان وي نه دا سړی چې بم درته رالېږي او د امریکې حکومت په ډېره لوړه سطحه دا پیشنهادونه واضحاً وکړه، په رسمي مذاکراتو کې، چې د پاکستان ملاحظات دې د هند په حصه کې ستاسې په نظر کې وي، یعنې دا چې په نورو عباراتو یا په واضحو عباراتو چې افغانستان دې خپل خارجي سیاست حد اقل د هند په حصه کې د پاکستان تر سیوري او تر ملاحظې لاندې کړي، دا موږ ته ناممکنه خبره وه، په دې کې افغانانو حد اقل په دا تېرو دېرشو کالو کې د داغه د پاره قربانۍ ورکړې دي، نو له شوروي سره مو جنګ پر څه وو؟ خو پر داغه استقلال باندې وو. نو موږ پر استقلال معامله نه شو کولای او دا مو رد کړه او بیا به یې هم ردوم، بیا به یې هم ردوم او تر ابده به یې ردوم.
ایازي: در سالها بخصوص ماهای اخیر، حکومت شما به چین بخصوص روسیه نزدیکتر شدید، روابط را نزدیکتر کردید، سفرهای کردید و قراردادهای را امضاء کردید، آیا این نزدیک شدن و روابط به چین و روسیه باعث از این نشد که امریکا خشمگین شود یا مثلاً ناراض باشد، متحد شما بود، تاثیر از این در روابط حکومت شما با امریکا چطور بود؟
کرزی: ما سیاست خارجی ما را به اساس پالیسی کثیرالمحوری بنا کردیم، سیاست خارجی ما چندین محور داشت، محور جهان اسلام، با در جهان اسلام کشورهای عربی باالخصوص عربستان سعودی و سیاست دوستی با همسایه ها، دوستی با غرب و سیاست دوستی با کشورهای بزرگ جهان که همه ای شان اتفاقاً در منطقه ما و همسایه ما قرار دارند، دوستی ما با چین در تقابل با امریکا نه بود، دوستی ما کوشش ما با دوستی روسیه که الحمدلله مؤفق شدیم، برای ازین نه بود که با امریکا ما رقیبی پیدا کرده باشیم، دوستی ما با ایران به حیث یک همسایه بزرگ افغانستان و دوستی عمیق با هند اینها به اساس ضرورت ما برای یک رابطه وسیع و همکاریهای وسیع و به دلیل ازینکه افغانستان دوباره نه باید به انزوا برود و افغانستان باید تمامی جهان را دوست خود داشته باشد و با آنها در ارتباط باشد، خوشبختانه در این سیاست خود ما بسیار کامیاب شدیم و به خیر افغانستان شد، امروز چین یک دوست بسیار عمیق و سټراټیجیک افغانستان است، امروز روسیه با افغانستان به دید احترام می بیند و دوست بسیار نزدیک ماست؛ هند یک دوست قدیمی و عنعنوی افغانستان است با افغانستان رابطه بسیار بسیار نزدیک دارد و این رابطه را ما به یک قیمتی در درون خاک خود و در تلفات که ما برای استقلال افغانستان دادیم و هند این را درک کرده و عزت کرده بدست آوردیم و ایران همچنین؛ پس ما هم با امریکا میخواهیم دوست باشیم و هم با جهان غرب، و هم به کشورهای دیگر جهان، هیچ دوستی را در تقابل با دوست دیگر نه کردیم بلکه خاص و خاص برای منفعت افغانستان و ضروریات افغانستان این کار را کردیم.
ایازی: په داسې حال کې چې امریکا او غرب ستاسې متحدین وو، په میلیونوـ میلیونو ډالر یې دې مملکت ته را وړي وو، تاسې یوازنی رهبر واست چې له روسیې سره مو د کریمیا یو ځای کېده په رسمیت وپېژندل یا د هغه ملاتړ مو وکړ او دا پخپله خو ټول غربي متحدین د دې خبري خلاف وو، نو دغه کار تاسې ولې وکړ؟
کرزی: ښه، د روسیې او د غرب رابطه د روسیې او امریکې رابطه او یا د دوی تقابل یا رقابت د افغانستان کار نه دی او نه افغانستان په دې کې دخیل دی، د امریکې دوستي له افغانستان سره او یا د امریکې مرسته له افغانستان سره، که د دې د پاره وي چې افغانستان دې خپله خارجي تګلاره د دوی په خوښه وټاکي، نو هغه ممکنه نه ده، موږ به تر هغه مرستې بیا تېر شو ورته، افغانستان د امریکې د مرستو تشکر کوي، ډېره ـ ډېره مننه یې کوي او د امریکې له خلکو څخه دا مننه کوي، زموږ سره یې ډېرې مرستې کړې دي، موږ یې ممنون یو، موږ یې شکر ګذار یو، چیرته چې یې تاوان را رسولی دی د دوی حکومت، هلته مو خپل ږغ کړی دی، خو د مرستې او د ملت یې ډېر مشکور یو؛ د کریمیا په حصه کې افغانستان خپل سیاست درلود او خپل تاریخي دید یې درلود، کریمیا د روسیې د خاورې جز و، دا په ۱۹۵۴ کال کې د خروسچف له خوا چې هغه وخت د شوروي مشر وو، یوکراین ته ورکول شو، البته یوکراین هم هلته د شوروي یو ایالت و نو روسانو بیرته هغه خپله ځمکه چې یوکراین ته یې ورکړې ده تر لاسه کوله او موږ یې د دغه حق پلویان وو او قدر مو یې کاوه، د ا فغانستان د پاره دا یو مثال و، چون د انګریز استعمار افغانستان پر ځیګر نیمی کړ او پر موږ یې د ډیورنډ کرښه وکښله او دا ملت یې دوه ځایه کړ، ډېره خاوره یې زموږ څه جلا کړه او بیا زموږ د داخلي مشکلاتو او د وسایلو د نشتوالي د وجې او د تعلیم د نشتوالي د وجې او د قوت د نشتوالي د وجې موږ دا خپله خاوره بیرته تر اوسه بیرته ترلاسه کړې نه ده، نو دا د افغانستان حق و چې کریمیا په رسمیت وپېژني او دا هم د افغانستان حق دی چې د خپلې خاورې غوښتنه وکړي او دا حق به موږ ژوندی ساتو.
ایازی: رییس صاحب! در 13 سال حکومت شما به میلیون ها دالر مثلیکه قبلاً هم گفتم، آمدند به کشور و مردم از آن استفاده هم کرده و کشور تان تا حدی آباد هم شد، به هزارها کیلو متر سرکها قیر شدند، ولی ازین واقعیت چشم پوشِی نمیشود که در 13 سال دوران حکومت شما فساد اداری به حد نهایی خود رسیده بود و حتی مملکت در جمله کشوری صدر اول در لیست بود از ابعاد داخلی ازین فساد اداری صحبت نمیخواهم بکنم، به نظر شما جامعه بین المللی بخصوص امریکا در این فساد اداری، فرهنگ فساد اداری که در مملکت آمد چقدر سهیم بوده؟
کرزی: کمک های زیادی به افغانستان آمدند و ازین کمکها در مواردی هم به خیر افغانستان استفاده شده که ازو ما قسمیکه قبلاً عرض کردم بسیار ممنون هستیم و شکرگزار هستیم، در جاییکه کمکها به ملت افغانستان رسیده، خیرش به ملت افغانستان رسیده بسیار زیات تشکر میکنیم، از هر کشوریکه آمده، از امریکا و از هر کشوری دیگر تشکر میکنیم ولی در جاییکه کمکها به افغانستان نرسیده و یا باعث بهبود وضع زندگی افغانها نشده البته ما آن کمکها را کمک نمیدانیم و جاییکه کمکها به نام کمک آمدند ولی در حقیقت باعث ایجاد فساد در افغانستان شدند باعث ایجاد تفرقه در افغانستان شده، او را ما رد میکنیم و نمیپذیریم و این هم حقیقت است که فساد، تشویق فساد و استفاده از حربه فساد یکی از پالیسیهای امریکا و متحدینش بودند؛ سال 2004 یا 2005 بین این دو سالها یکی حتماً بوده یکی از وزیرای کابینه ما ان وقت سفری به یکی از کشورهای اروپایی داشت، در برگشت سفر و کنفرانس به ما گفت که رِییس صاحب! ما از یک منبع خارجی در آنجا شنیدیم که بعضی از کشورهای غربی میخواهند که فساد را یک حربه ای علیه دولت افغانستان بسازند برای تضعیفش. ما آنجا این گپ را باور نکردم ګفتم چرا؟ امکان ندارد، اینها بکمک ما آمدند، آن شخص حال هم است در یک منصب بسیار خوب کار میکند ویکی از دو ستهای بسیار نزدیک ماست و شخصی بسیار محترم افغانستان است، ما همیشه ازش این سوال را تکرار پرسیدم در همین چند سال، ما به این یقین دارم و ثبوت دارم که فساد یک حربه سیاسی برای تضعیف دولت افغانستان بود و تضعیف اجتماع ما بود تا اجتماع ما و دولت ما به پای خود ایستاد نشوند و سر بلند نکنند و به مقابل اهداف خارجی توان ایستادگی نداشته باشند، ایجاد شرکتهای خصوصی امنیتی یکی ازین وسایل بودند یکی از بد ترین و زشت ترین و کارا ترین وسایل امریکا بودند برای ایجاد فساد، به میلیاردها دالر در این مصرف کردند هم نا امنی ایجاد شد ازین طریق وهم فساد ایجاد شد و هم مانع تقویت پولیس و نیروهای ما شدند، به همین دلیل یکی از نزاع های بزرگی ما، نزاع بود در حقیقت، بین ما و امریکا روی همین مسئله بود، ما پشت از بین بردن این شرکتهای خصوصی امنیتی بودیم، اینها پشت تقویتش بودند و زمانیکه امریکا دانست ما به هیچ عنوان نمیمانم که این شرکتها به کار ادامه پیدا کند، رفتند اینها، پیش هر دوست و قریب ما، پیش هر شخصیکه سر ما اثر و رسوخ داشت و ما بهیش احترام داشتیم، پیش کلانهای دولت ما و آنها را گفتند که شما زود برایتان شرکت خصوصی امنیتی بسازید و ثبت کنید تا ما برایتان پول بدهیم و شما از این راه منفعت بگیرید، اینها به ما آمدند و برایم گفتند رییس صاحب! تو چرا مانع شرکتهای امنیتی خصوصی هستی، چرا سر منفعت ما پای میمانی؟ مثالهایش را دارم، نامهایش را دارم، پس اجازه بدهید این مسئله بسیار مهم است، شرکت امنیتی خصوصی قراردادهاییکه مستیقماً به دولتمردان افغانستان و اقارب شان داده میشد و به سیاسیون افغانستان داده میشدند اینها همه وسایلی بودند برای خریداری وفا داری و تضعیف نظام.
ایازی: ولی امریکاییها پول را میاوردند و کمک میکردند برای تقویه حکومت دموکراسی، چرا اینها میخواستنند حکومت را ضعیف بسازند؟
کرزی: خوب اهدافی داشتند، اهدافی داشتند قبلاً صحبت کردیم, شما تقویه دموکراسی را گفتید؛ تقویه دموکراسی قطعاً کار غرب نبود، تقویه دموکراسی مطلق کار خود مردم افغانستان بود، آزادی بیان و دموکراسی کار خود ما بوده، و با پشتکار و کوشش و جدیت خود ما این تطبیق شده و پیاده شده، روزیکه مراسم تحلیف شد برای رییس جمهور جدید افغانستان و حکومت جدید ما، این کار خود ما بود؛ بعضی خارجیها کوشش کرد که ما به کار خود ادامه بدهم در بدل امضاءقرارداد امنیتی، ولی نپذیرفتم و برعکس کوشش کردم که به زود ترین فرصت مراسم تحلیف برپا شود، رییس جمهور جدید ما په کار آغاز کند و حکومت ما و رییس اجراییه ما به کار آغاز کند تا افغانستان به پیش برود.
نور بیا…
بدلون اوونيزه\ لومړی کال\(۱۱) ګڼه\ چارشنبه\قوس ۱۲\ ۱۳۹۳