استاد ښکلی

اسلام راته وايي، چې د بل غيبت مه کوئ؛ خو بيا هم موږ له خپل فطرته مجبور يو او په نورو پسې له خبرو نه اوړو او هڅه کوو، چې په هر قيمت د بل حيثيت له خاورو سره خاورې کړو.

موږ که په بل پسې ارادي که نا ارادې خبرې کوو، شعوري او لاشعوري علتونه يې بېلابېل دي. زه هڅه کوم، چې دا علتونه يو په يو وشمېرم:

لومړی علت يې زموږ د کمترۍ احساس دی، چې د بل پر وړاندې يې کوو. موږ د خپلې کمترۍ پر احساس باندې فکر نه کوو، چې څرنګه يې ختم کړو او څرنګه له نورو سره ځان سيال کړو يا يې د ختمولو شيمه په ځان کې نه وينو؛ نو بيا دا زور د بل په سپکولو وباسو؛ خو د بل د کمولو په تنده کې ځان وړوکی کړو.

د انسان عضلات انرژي توليدوي او په يوه نه يوه شان مصرفېدو ته لار ګوري؛ نو موږ د خپلې ودې پر ځای دا انرژي د بل په غيبت مصرفوو. که موږ دا انرژي او خپل وخت د بل پر ځای په خپل کار کې مصرف کړو، هم به ځان ته او هم به ټولنې ته ګټه ورسوو؛ خو د داسې عادتونو پرېښودل رانه پياوړی هوډ غواړي.

په فرويډيزم کې هغو کسانو ته چې د نورو له ځورولو نه خوند اخلي، ساديستان وايي. فرويد دا کلمه د ساد له ناوله واخيسته، چې کرکټر يې د بل له جنسي ځور نه خوند اخيسته.

فرويد محبت د جنسي غريزې توليد بولي، چې خاتمه يې هم د جنسي غريزې په سړښت کېږي. په دې طريقه هر انسان څه نا څه د ساديزم يا ماسکتيزم خويونه لري؛ خو که ساديزم تر حده ډېر شي، داسې انسان نورو خلکو ته نقصان رسولی شي.

هغه کس ته، چې د جنسي اړيکې پر وخت د مقابل لوري ځورول او وهل خوند ورکوي، ساديست وايي؛ خو که له ساديزمه پراخه مانا واخلو، د ساديزم کارفرمايي د جنګ کولو په شوق کې هم شته ده. هغه خلک چي جګړه خوښوي او په دې هوس کې له مرګه نه ويرېږي، هغه هم ساديستان ګڼلی شو. ښايي، داسې کسان د خپل دې شوق لپاره بېلابېل دليلونه او توجيهات وتراشي؛ خو که ځير شو، علت يې همدا دی.

د ساديستانو درېيمه ډله هغه کسان ګڼلی شو، چې په افراط سره په بل چا پسې خبرې  کوي. هر مجلس يې د بل په غيبت پيل او ختمېږي. داسې کسان که بل ته د جنسي اړيکې يا جنګ غوندې جسمي ځور نه شي ورکولی؛ نو رواني ځور ورکوي او له دې ځوره خوند اخلي، په دې رواني ځور کې به رښتيا کم او دروغ ډېر وي، ځکه چې د بل حيثيت په پايمالولو کې دی خوند ويني او انسان د خوند د حصول لپاره هر اخلاقي بريد ماتوي او له هر ډول امکاناتو استفاده کوي.

کوم کسان چې دا دروغ اوري، هغوی هم په ساديزم اخته ګڼلی شو، چې د بل له سپکولو خوند اخلي او په دې طريقه ځان ته د برترۍ احساس ورکوي؛ خو دوی خبر نه دي، چې په سرابونو اوښتي.

دا به لا څنګه لويي وي، چې د بل پر سپکولو ولاړه وي. که ځان لويوو، پکار ده، چې د بل د حيثيت پر بقا هم فکر وکړو.

د ساديزم د پيدا کېدو لوی علت زموږ کورنۍ تربيه او ټولنيز عادتونه دي. کوم ماشوم چې په وړوکوالي له تشدد سره مخ شوی وي، هغه له دې سره سره چې د کمترۍ په احساس اخته کېږي او په ژوند کې يې د وړاندې تګ وړتيا ختمېږي، ساديست کېږي هم او بيا د خپلو غټانو غوندې د نورو ځور خوند ورکوي. موږ پر ماشوم باندې يواځې د غوسې پر وخت تشدد نه کوو، بلکې په ټوکو کې پرې هم تشدد کوو او داسې خپله ساديستي تنده ماتوو؛ خو د ماشوم د مستقبل فکر راسره ه نه وي، چې هغه مو په ساديزم اخته کړ.

ارواپوهنه راته وايي، چې د تشدد پر ځای بايد ماشوم په مينه قانع کړو او په مينه يې عادت کړو، چي له ذهني خلل يا نيورسس نه بچ شي او په ګانده کې د تشدد هوس ونه کړي.

نېک انسان هغه دی، چې خپله بقا د بل په بقا کې وويني او د بل د عزت د پايمالولو پرځای نورو ته خپل شخصيت ثابت کړي او د نورو په درنولو، په ټولنه کې ځان ته ځای پيدا کړي.


د استاد ښکلي نورې لیکنې

One thought on “موږ په بل پسې ولې خبرې کوو؟/ اجمل ښکلی”
  1. چی غیبت نه کړی نو به څه کړی
    چی په ډیورندکی یی علمونه کړی وینه
    اسلام اسلام یوه وسیله ده
    چی مو جیبونه له پیسو راډکوینه
    ګرانه له چانه ګیله مه کړه
    دغه غله خو پاکستان روزلی دینه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *