دپښتو ژبي او پښتو کتاب په اړه دلته خبري دهغه سیمي او خلګو په اړه کوو چي مستعمره یا جنوبي پښتونخوا پخپلو منځونو کي ورته وایو :
په جنوبي پښتونخوا کي پښتوژبه نه خو د درس او تدریس ژبه ده ، نه دفتري ژبه ده ، یوازي دکورنیو وګړو ترمنځ درابطې وسیله ګرځېدلې ده یا خو د شاعرانو شاعرانه کمالات او ایجادات دي چي پښتو غني ساتي هم یې ساکښه ګرځولې ده :
یوازي زموږ ددې سیمی پښتانه سیاستمداران ،ډاکټران او وکیلان( څارنوالان) که د پښتو لوستلو او لیکلو ته پام واړوي هم به مي پښتو وده ومومي هم به مي دپښتو لیکوالو شاعرانو اقتصادي ستونځي اواري سي او هم به دپښتو کتاب په دې مرګي حاله چاپېریال کي ځان ته خپل جاهز مقام ترلاسه کړي ،زموږ ډېرګي لیکوال او پښتانه سیاستمداران په خپلو کورونو کي په اردو یاانګرېزي ژبه خبري سره کوي هم یې دمطالعې ژبه اردو او انګرېزي ګرځولې ده ، پښتو د دوی په اند دعلمي اوکتابي ژبو په قطارکي نه دریږي :
پردی نصاب پردیتوب زیږوي د ذهني او فکري سپین ژیرو یو داسي بهیر روزي چي دهررا روان نسل په ذهنونو کي د پردیتوب او مریتوب زڼي وکري ، دپاکستان نصابي نظام دپښتنو ذهنونه داجتماعي پښتون قومیت له تصوره او دخپلو اتلانو له کارنامو پاک خواپاکي ومینځل (دو قومي نظریه) او پاکستان کامطلب کیا ؟ ته یې وګمارولو او نن دخوشحال خان خټک په مقابل کي اقبال لاهوری خپل (قومي ) شاعر نوموو :
پښتو ژبه د شاعرۍ په چوکاټ کي رامحدودولو هم تاوان وکړو ،ولس داسي وپاموله چي پښتو یوازي دشعراوشاعرۍ ژبه ده لاکن رښتیا خو هم دا دي موږ خو په جنوبي پښتونخوا کي دګوتوپه شمېر شاعران هم پیدانکړو برعکس شعري ټولګي د اسمان دستوروسره برابري چاپ لرو خو د لوستونکو یې څوک نلرو هم موږ شاعران او لیکوال یې په خپلومنځونوکي سره اړهو را اړهو :
دا چي په دې سیمه (جنوبي پښتونخوا) کي پښتو د درس او تدریس ژبه ونه ګرځول سوه دیوه سنجول سوي پلان دمخي یې دګلستان ،بوستان او نورو مذهبي کتابونو په وسیله پښتو ترمحرابونو محدودوله هم یې عمومي یوداسي تاثر(په خړپړاونالوستي ولس کي ) خورولو چي پښتو د دیني علومو د ژباړي ژبه ده ، د دې منفي رایې نتیجه دا سوه دکندهار څخه مستعمره سیمو(قلعه عبدالله ، پښین ،کوټه ) ته او له دې مستعمره سیمو کندهار ته د دیني زده کړو لپاره به پښتانه تلل راتلل د دا تګ راتګ ګټه دا سوه چي له دواړو غاړو یوشمېر شاعران راپیدا سول ، داچي مشاعرې دود نه وې دشاعرانو ترمنځ شعري مقابلې او حملې به (عبدالغفاربریالي شعرونه یې مثال لرو چي په پښین کي یې دسیدرسول فریادي سره شعري مقابلې سوي دي ) کېدلې ، هم به ولسي ادب ښه وده کوله او نوي نوي شاعران به راپیدا کېدل ، په ساده ولس کی یې دشوق او ذوق ولولې راپارولې هم به یې دشعر او سندرو په وسیله پښتو ژبي ته د ودي زمینه مساعدوله او اوس هم دژبي په ساتلو کي شاعران لیکوال اساسي رول لوبوي :
داسي نه ده چي په پراخه کچه علمي ،ساینسي ،فلسفي او نورو موضوعاتو باندي پښتوکي کتابونه نلرو ، دکتاب له پلوه نن ورځ د نورو ژبو په مقابل کي پښتو هسکه غاړه ولاړه ده څوک چي په پښتوکي ماستړۍ کولو په مهال دپښتو ابجد زده کولو په لټه وي هغه دپاره داکتابونه میندل ګران کار دی لاکن دپښتو ادب لوستونکي ته دا هرڅه دپټوسترګو کار دی :
د ژباړي له پلوه پښتو ته ترهرکله هم دې درې لسیزو کي زښته زیات کار سوی دی دټالسټایي څخه ترخلیل جبران پوري ټول پښتو ته را داخل سول او موږ ته دلته ودرېدل نه لا خوځیدل په کار دي :
خپل منځي اختلافاتو او تضاداتو د لیکوالو استعدادونه فلج کړي دي دمثبت او منفي اړخونو توپیرونو باندي یې سترګي ورګنډلي هم یې پراساسي ملي پیښو او ستونځو پټه خوله ګرځولي دي یوه ژبه چي علمي کوې نویې د درس او تدریس اودکتاب ژبه وګرځوه ځکه کتاب دا توان لري چي ځان ته لوستونکي ولټوي لاکن زموږ ستونځه دا ده ژبه مي د درس او تدریسه بې برخي او لوستونکي مي دپښتوکتابه محروم پاته دي :
په سیاسي ،تاریخي او جغرافیایي توګه دمرکزه رابېل (دګندمګ دتورتړون له رویه) سوي په یو بې رحمانه استحصالي سسټم کي ژوند کوو ترډېرو مسایلو غربت مهم پاموو دا اوس چي پردي ریاستي مذهبي جنونیان راپکي ځالي جوړوي دا اصل کي زموږ غربت او محکومیت په مذهبي بڼه اړول غواړي او نړۍ ته دا څرګندول غواړي چي دپښتنو په جنوبي پښتونخوا کي اصل ستونځه مذهب دی نه چي غربت او محکومیت دی :
که په سړه سینه او پراخ ذهن دځان سره فکر وکړو نوبه ووایو په دې سیمه کي بدترین دغلامۍ ژوند تیرهو ورځ دربله مي ملي شناخت دګمنامۍ او رښتونی تاریخ مي دپردیتوب اوج ته غاړه رسوي ،ځوان کهول مي متعمدن ،باسواده او په عصریزه ټیکنالوژي ځانونه سنبال بولي لاکن له پښتني اقدارو بې برخي پاته دي اوتاریخ دبدترین انتقام په توګه له پردي کلتور اوژبي برخمن وګرځول :
زما په اند ترڅو دپښتو ژبي نصاب ونلرو ،ښونځي او مکتب په پښتو ونلرو ، منظم ښوونیزپلانونه او ورکشابونه ونلرو د ژبي د ورکېدو اندیښنه به مي خپل منطقي انجام ته رسېدلې وي :
دپوهنتون په کچه دپښتو ادبیاتو څانګه خو لرو لاکن د خونده ډکه خبره دا ده چي دا څانګه په څلویښتو کلونوکي تراوسه توانېدلې نه ده چي دپښتو دتدریس سلیبس ترتیب کړی :
دا هم دپام وړ خبره ده څه مهال چي د اسلام اباد واکمنو محکومو قومونو ته په مورنۍ ژبه د درس ورکولو لپاره رضا سوي دي هم په پښتو ژبه په مکتبونوکي درسونه پیل سوي دي هم دې دپښتنو پارلیماني استازو یې مخه نیولې ده اوس چي دبلوچستان په حکومت کي پښتانه ملت پال لویه ونډه لري په دې هیله یو چي خپل دا شعار به عملي کړي چي تراوسه یې پردېوالو لا رنګ اوچ سوی نه دی :
(موږ په مورنۍ ژ به تعلیم غواړو )