تاند- د اروپايي اتحادیې د بهرنیو اړیکو مشره فدریکا موګیرني وايي، هغه وخت راغلی چې افغانان خپله راتلونکې او د سولې برخلیک په خپل لاس کې واخلي.

اغلې موګیرني چې نن /سې شنبه/ له ولسمشر غني سره په ارګ کې په یوه ګډه خبري غونډه کې خبرې کولې، وویل«په تېرو کلونو کې چې افغانستان ته راغلې وم، د سولې په اړه خبرې نه کېدې، خو اوس افغانستان د تاریخ په یوه حساس پړاو کې دی او سوله پر یوه اصلي بحث بدله شوې ده او دا د ولسمشر غني د زړه ور نوښت نتیجه ده او دا چې بحث جدي شوی، د ولسمشر د لیدتوګو له کبله دی.»

دې همداراز وویل چې په افغانستان کې سوله د دې هیواد، سیمې او اروپا لپاره مهمه ده او په افغانستان کې د دوی یوازینۍ اجنډا د حکومتولۍ پیاوړتیا، سوله، امنیت او پرمختګ دی.

موګیرني وویل چې د افغانستان د حکومت له لوري د پراخ او هراړخیز مرکچي پلاوي جوړېدا هم ډېره مهمه مسله ده چې د سولې له موافقې وروسته مخالفتونه نه وي.

دې زیاته کړه چې نړیواله ټولنه هم باید د افغانستان د سولې د بهیر ملاتړ وکړي چې په راتلونکي کې د سیمه ییزو او نړیوالو مخالفتونو مخه ونیول شي.

د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ د مشرې په وینا له طالبانو سره د سولې موافقه باید د افغانانو په مشرۍ وشي خو د سیمې هیوادونه په تېره بیا پاکستان، روسیه، چین او نور ګاونډیان په دې پروسه کې شامل وي.

ولسمشر غني د اروپايي اتحادیې د ملاتړ مننه وکړه

په دې خبري غونډه کې ولسمشر غني په افغانستان کې د حکومتولۍ د پیاوړتیا او همکارۍ په اړه د اروپايي اتحادیې د پنځه فقره يي اجنډا مننه وکړه، ویې ویل چې د افغانستان د بهرنۍ پالیسۍ اساس له همکارانو سره د ګډ نظر رامنځته کول دي.

ښاغلي غني د اروپايي اتحادیې د پنځه فقره يي اجنډا جزییات څرګند نه کړل.

ده وویل، افغانستان د اسیا په زړه کې دی او تر څو چې په افغانستان کې ثبات نه وي، په اسیا کې د بدلون ستره پیل شوې پروسه بشپړېدای نه شي.

ښاغلي غني د افغانستان له اساسي قانون سره سم د انتخاباتو له ترسره کېدو سره د اروپايي اتحادیې د ملاتړ هرکلی وکړ.

د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې تر دې مخکې نن له اجرايي رذيیس عبدالله عبدالله سره په کتنه کې هم د انتخاباتو ملاتړ وکړ چې دا په یو ډول د افغانستان د حکومت د دریځ ملاتړ دی ځکه چې پاکستان غواړي چې انتخابات ونه شي او لومړی موقت حکومت جوړ شي او بیا انتخابات ترسره شي.

عمران خان پرون له خبریالانو سره په خبرو کې وویل « د افغانستان د سولې پروسه یوازې هغه وخت بریالۍ کېدای شي چې په دې هیواد کې بېطرفه حکومت جوړ شي او هغه د ټولو مهمو خواوو په ګډون ازاد او شفاف انتخابات وکړي.»

د عمران خان دا څرګندونې د ګڼو افغانانو له عکس العمل سره مخامخ شوي او هغه یې د افغانستان په کورنیو چارو کې د پاکستان لاسوهنه بللې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *