اورنګ مختار-
د تېر غبرګولي په ٢٥ مه نېټه د ميدان وردګو نوي والي ښاغلي حيات الله حيات رسما په کار پيل وکړ، په هغه غونډه کې چې په دې اړه جوړه شوې وه د ولسي جرګې او مشرانوجرګې غړيو د دې ولايت د ولايتي شورا وکيلانو اداري رييسانو، قومي مشرانو، ديني عالمانو، مدني فعالانو او ګڼو نورو ګډون کړى ؤ، د ميدان وردګو نوي والي ته خلک ځکه ډېر لېوال او خوشحاله وو، چې له يوې خوا دغه ولايت په ډېرو ستونزو کې بند پاتې شوى ولايت دى او د بيا رغاونې هسې کارونه پکې ندي شوي څنګه چې د وولس تمه وه ، له بلې خوا د نوي والي ښاغلي حيات الله حيات د ښې سابقې لرلو، مدېريت او احساس لرلو له امله د ميدان وردګو د ولسونو په زړونو کې دا هيلې راټوکېدلې دي، چې د نوي والي د وړتيا ، پوهې او اداري او جسمي ځواک له امله به تر ډېره داستونزې حل شي او هغه واټن به کم کړاى شي چې دا مهال د وولس او دولت ترمنځ پروت دى، د دې ستونزو په لړ کې چې له امله يې وولس له دولت څخه ناراضه دى او په دې ورځ هم ورته د مشرانو جرګې د يو تن غړي انجنير حسيب الله کليمزي له خوا اشاره وشوه، د مرکز ميدانښار د ځمکې خودسرانه ويش ، اداري فساد،نا امني … دي، ددې ستونزو سره د ميدان وردګو ولايت په شمول ټول هېواد مخامخ دى او له منځه وړل يې د وولس او دولت ګډو هلو ځلو او همغږۍ ته اړتيا لري، که چېرې نوى والي په دې اړه د مدني فعالانو او قومي مشرانو او د وولس په مشوره دغو ستونزو ته پام وکړي او لکه څنګه يې چې د خپل کار په موده کې له ديني عالمانو او مدني فعالانو سره مشورې پيل کړي دي ، د دغو مشورو په دوام او عملي کيدا کې به موجوده ستونزې حل شي او شونې ده چې وولس به د يو نوي مثبت بدلون شاهد وي ، وولس دا مهال هيله لري چې د نوي والي حيات الله حيات په راتګ سره به په دې ولايت کې د موجود احتمالي فساد مخه ونيول شي او د دولت او وولس ترمنځ واټن به له منځه لاړشي او يا هم لږ ترلږه به دغه واټن را کم کړاى شي، د وولس د رضايت په صورت کې نا امني له منځه ځي ، د بيا رغاونې چارې ګړندۍ کيږي اوپر دولت د خلکو باور زياتيږي او حکومتولي پياوړې کيږي موږ د ښې حکومتولۍ لپاره نوي والي او وولس ته دوه بېلابېل وړانديزونه لرو: له نوي والي صاحب څخه مو غوښتنه داده چې هغو ستونزو ته دپاى ټکى کېږدي چې له امله يې وولس له دولت څخه واټن نيولى ، هغه که د اداري فساد ستونزه وي او که د بې کيفيته پروژو او خودسرانه غصب او بې قانونه خرڅلاو ستونزه.
ځوانانو، مدني فعالانو ، قومي مخورو او ديني عالمانو ته مو وړانديز دادى چې دمخالفت پرځاى د حکومت ټينګ ملاتړ وکړي او هغه ستونزې چې دوى يې په دې ولايت کې ويني په مستقيمه توګه د نوي والي حيات الله حيات سره شريکې کړي ځکه چې نوموړي ژمنه کړې چې د وولس د ستونزو د حل په خاطر به يې دروازې د هرچا پر مخ پرانستې وي.