خبریال: عادل- د هلمند ولایتي چارواکو او د خلکو استازو له نوي والي څخه د دندې له پیلولو سره هممهاله له هغه په کار او چارو کې د مثبت بدلون ترڅنګ د يووالي او ادارې فساد د ختمېدو ټينګې غوښتنې وکړې.
نوي والي خلکو ته سينه وډبوله چې هلمند کې به د ملي يووالي او د خلکو سره په ګډه د چارو د سمښت لپاره کار کوي.
دوی د هلمند ستونزو ته ګوته ونيوله او له نوي والي يې د چارو د سمښت او اداري فساد د له منځه وړلو غوښتنه وکړه.
د سيمه ييزو اورګانونو د خپلواکې ادارې د ښارواليو رئيس عبدالباقي پوپل د ولسمشر حکم ولوست چې له مخې يې تورن جنرال ميرزاخان رحيمي په کار پوه شخص او د هلمند خلکو ته د نوي والي په توګه معرفي شوی و.
په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو بېلابېلو استازو هلمند کې د ناسم امنيت، فساد، کمزوری معارف او بېکارۍ له ستونزو يادونه وکړه او له نوي والي ميرزاخان رحيمي يې د اداري جوړښت، د چارو سمون، د فساد د ختېمدو، د خلکو د يووالي ټينګې غوښتنې وکړې.
دغه راز د هلمند ولايتي شورا مشر حاجي محمد کريم اتل د هلمند پخوانی والي حاجي محمد نعيم په کمزوري مديرت پړ کړ او له نوي والي سره يې په هلمند کې د فساد د ختمېدو، د مثبت بدلون او د ښې حکومتولۍ د رامنځته کېدو کې د همغږۍ ټينګار وکړ.
د هلمند نوي والي ميرزاخان رحيمي په خپلو خبرو کې پر يووالي ټينګار وکړ او د هلمند له خلکو سره يې ژمنه وکړه چې په ګډه به د جګړې د ختېمدو او د فساد د مخنيوي لپاره کار کوي.
والي په خپلو خبرو کې د هلمند د ولسونو د يووالي او ملاتړ غوښتنه وکړه او د امنيتي، اقتصادي او نورو ستونزو د هوارولو په موخه يې خلکو ته سينه وډبوله.
د هلمند نوی والي داسې مهال معرفي کيږي چې په دې وروستيو کې خلک هلمند کې د ناسم امنيت، پراخ اداري فساد، بېکارۍ او د ځمکو د غصب خبرې کوي.