ذبيح الله رحيمزی

د يوه او بل ښه مينان وو، خو چې واده يې وشو د ژوند خونده يې پيکه کېده، تر دې ورسېدل چې د يو بل ليدل يې نشو زغملی.

وخت تېريده خو له خاوند يې يوه خوږه خبره نه اورېده.

يوه شپه ناوخته يې نو مېرمن د ناروغۍ احساس کاوه. مېړه يې يوازې يو موټرسايکل درلوده، خو هغه يې پرې هېڅ وخت چېرې نه وه ګرځولې.

ناچاره و بل څه نه و؛ نو يې خپله مېرمن په موټر سايکل د ځان پسې کينوله او موټر سايکل يې روان کړ.

مېرمن چې په لومړي ځل په موټرسايکل سورېده هغه هم د خپل خاوند پسې، نو سخته حجالته او لړزيدلې معلومېده او نه پوهېده چې اوس لاسونه چېرې کېږدي.

 ناڅاپه يې خاوند وويل: لاسونه دې له ما راچاپېر کړه!

مېرمنې وپوښتل:

څه وکړم؟

چې يې بيا دا خبره واورېده، تکه سره واوښته.

له مېړه يې لاسونه راچاپېر کړل او له سترګو يې اوښکې بې واره روانې شوې او غاړه يې لمده خيشته شوه.

نيمې لارې ته رسيدلي وو چې مېرمنې له مېړه وغوښتل، څو بېرته کور ته ستانه شي.

مېړه يې په حيرانۍ وپوښتل:

ولې؟

نېږدې ده چې روغتون ته ورسېږو.

ښځې وويل: هېڅ اړتيا نه شته اوس بيخي ښه يم او سر مې هم درد نه کوي.

مېړه يې مېرمن بېرته کور ته يوړه، مګر هغه هېڅ متوجې نه شو چې دا يوه ساده جمله (( له ما لاس راچاپېر کړه)) د هغه د مېرمن په زړه کې څومره د خوشبختۍ لامل شوه چې په نيمايي لاره يې سر درد پای ته ورسېد.

۲۰۱۶ اپريل ۲۹

One thought on “مينه زوروره ده/ ژباړه: ذبيح الله رحيمزی”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *