پرون جمعه د کندهار ميوند ملالۍ ادبي ټولنې د يوې پسرلنۍ مشاعرې کوربتوب کاوه، د ټولنې مسؤلينو وويل، په ډېرو لږو امکاناتو يې ادبي هڅې پيل کړې چې اوس يې لړۍ لويو لويو غونډو ته رسېدلې او مختګ يې کړی دی.

مشاعره کې که څه هم د ويناو برخه هم درنه وه، خو شاعرانو په خپلو شعرونو کې مينې، يووالي، ورورولۍ او په ټوله کې د روانو حالاتو څخه په اغېزمنتيا شعرونه وويل.

په دغه پسرلنۍ مشاعره کې طنزي شعرونه هم وويل شول چې ګډنوال يې وېښ کړل او پر چکچکو يې راوستل.

د ميوند ملالۍ ادبي ټولنې مشر نسيم ميوندوال ټاټوبي ته وويل، د پخوا په پرتله يې اوس ټولنې ادبي ناستې ډېرې کړي دي.

هغه وايي، دا لړۍ يې نورو ولايتونو ته هم غځولې ده او وخت نا وخت کندهار ته څېرمه ولايتونو له فرهنګپالو سره ادبي ناستې کوي.

ميوند ملالۍ ادبي ټولنې تر دې وړاندې هم ورته مشاعرې جوړې کړي دي چې د کندهار ترڅنګ ګاونډيو ولايتونو څخه هم ادبپال، فرهنګپال او شاعران ورته راځي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *