نن د فروغ بل لیک لولو، پر دې سربېره چې هغه مې د خوښې شاعره ده، د هغې په لیکونو کې د خپلې مینې رنګ، درد او خوږې خاطرې وینم، فرزانې میلان د هغې د نورو لیکونو چې له پرویز شاپور وروسته يې له ابراهیم ګلستان، خپل پلار او نورو خلکو سره تبادله کړي دي، ټولګه د دې له ژوند لیک سره خپره کړې، د هغه کتاب په اړه ایراني فرهنګيانو کې بحثونه را وپارېدل، چا دا د فروغ په شخصي ژوند کې مداخله وبلله ځينو بیا ادبي برخه کې زیاتونه.

د مریم زهدي د لیکنې له مخې پخپله د فروغ خور، پوران وايي چې دا سمه نه ده چې د هغې د ژوند رازونه دي د دې د کورنۍ له اجازې پرته نشر شي، دا وايي چې د هغې اصل شعر دی، ژوند يې په یوه حاشیه کې بللی شو؛ خو زه پخپله پر دې باور یم چې د فروغ ژوند تېر دی، پر تېر تبصره پر هغې کومه اغېزه نه لري او نه هم د هغې هنري شخصیت ته تاوان رسولی شي، ښايي یوه ګټه يې لا دا وي چې مینه وال يې په پېژندلو کې یو ګام وړاندې لاړ شي او ځان له شوخې فروغ سره یو ځای احساس کړي، ځکه خو يې ما هم بل لیک را وژباړه، تاسې يې ولولئ چې پرویز ته څه وايي؟

۴

ګرانه پرویزه!

دا لیک په داسې حال کې درته لیکم، چې سا مې تره یوه نړۍ درد او غم لاندې ده، له پرونه راهیسې مې ژړلي، بې له ژړا بله چاره نه لرم.

پرویزه….! که ووایم چې ټوله نړۍ کې زموږ تر کورنۍ بد اخلاقه کورنۍ نشته، دروغ به مې نه وي ويلي، هغوی بس دې ته ناست دي چې داسې موقع ورته برابره شي چې دوی خپلې چټلې موخې ترسره کړي او د دوو تنو په منځ کې جدايي او نفاق راولي او نیمکرغې يې سره وپاشي، د دوی د همدې خاصیت له امله زما تل ورسره کرکه ده او ترې تښتېدم به، ماویل چې یو وخت به يې نېښ موږ ته هم برابر شي، چې ما او تا دواړه به يې رنځ ګالو.

پرویزه! مېرمن نواب له خپلو اولادو سره زموږ کره راغلې وه، ادې ته مې يې ستا په اړه داسې څه وویل چې هغه يې بېخې بد ګومانه کړه، زه يې مجبوره کړم چې وژاړم.

پرویزه! زه د دې کیسو د دروغو او رښتیا کیسه کې نه یم، خو ژړا پر دې راځي چې پر مور مې يې دومره تاثیر وکړ، چې پرون يې راته ویل: « فروغ! یا به د پرویز مور راضي کېږي یا دې نه ورکوم!»

پرويزه! دې خبرې اور را باندې بل کړ، زړه مې و کوکه وکړم، خو فقط ومې ژړل، پوهېږم چې ډېره بدبخته یم، ته ورته وګوره څه عجیبه خبره راته کوي! وايي دی هېر کړه! دا ماته ناممکنه ده، ته پر ما له یوې نړۍ ارمانونو او هيلو سره ګران يې، زه صرف د دې لپاره ژوندۍ یم، چې تا سره واوسم، ته لکه ځان را باندې ګران يې، له زړه مینه درسره لرم.

نو حق لرم چې وژاړم.

ته ورته وګوره هغوی مې مور ته څنګه خبرې کړې، د هغې له تا سره ټوله مینه او مهرباني یو دم بدله شوه او دا ډول خبرې کوي!

زما ګرانه پرویزه! زه یوازې پر ځینو خبرو پوی شوې یم، چې تا ته يې اوس لیکم.

هغوی مې ادې ته ویلي چې ستا مور زموږ له واده سره مخالفه ده، چې کله زما او ستا د واده له تصمیمه خبره شوې، نو د مېرمن نواب په وینا پر تا يې لعنت ویلی، ځکه چې تا له یوې نجلۍ سره له اتو کالو راهیسې انډیوالي لرله، هغې مېړه وکړ، بیا يې طلاق ځينې واخیست او اوس ستا د واده په تمه وخت تېروي. پرویزه! زه مې اوښکې نه شم تم کولی، پر دې مې باور نه راځي او که رښتیا وي هم؛ فکر نه کوم چې ستا په زړه کې به د تېرې مینې کوم اثر پاتې وي، مګر پرویزه که دغسې نه وي او ته د هغې په څنګ کې خوښ واوسې، بیا څه نه وایم، تا هېروم، خو ډاډه اوسه دا هېرېدل به زما د ځان په بیه وي، ځکه هر وخت چې مړه شوم، بیا به ته رښتیا باور وکړې چې هېر مې کړې.

زه بې له تا حتی یوه شېبه ژوند نه شم کولی، ته اوس تر هر بل وخت را باندې ګران يې او داسې احساسوم چې له تا پرته بل هیڅوک پر ځان نه شم ګرانولی.

زما پرویزه! زه باید تا ووینم او پر ټولو کیسو له نږدې خبره شم، ژر مې پلار ته راشه او ځواب يې ووایه، زه سخت ځورېږم او باوري یم که دوه ورځې نورې هم دغسې تېرې کړم، بدن کې به مې ستا له مینې پرته هیڅ پاتې نه شي.

زه یوازې ستا په تمه یم، کوښښ وکړه هر څنګه چې کېږي مور دې راضي کړه، زه مې پر پلار پوره باوري یم، چې دې وړو کیسو ته غوږ نه نیسي، خو یوازې مور مې د واده شرط ستا د مور رضا بللې ده او پخپل قوي منطق هغه هم قانع کولی شې.

پرویزه زه داسې احساسوم چې اخر به ستا مېرمن کېږم او دا پېښې به زموږ په مینه کې ذره خلل پیدا نه کړي، پرویزه! د ادې دې زه ولې نه خوښېږم؟ له هغې سره ما څه کړي؟ باور مې نه راځي چې مور به دې ستا د نیمکرغۍ تر دې اندازې خنډ وي!

زما پرویزه! دا مه هېروه چې زه دې نه شم هېرولی دا نو زما د مرګ پر مانا دی، تر اوسه مې د اخرې شپې د سینما تګ خوږه خاطره په روح کې پاتې ده او د یوې لنډې شېبې لپاره ځان نېکمرغه راته ښکاره شي، کاش هغه شپې نوې شي او د یو بل څنګ کې نېکمرغه ژوند جوړ کړو!

زما پرویزه! چې هر څنګه کېږي ته مې باید له ادې سره وغږېږي، د دې لپاره زما پنچشنبه یا جمعه خوښه ده، چې سینما ته لاړ شو او هتله مې ته له مور سره هغسې وغږېږې چې زه درته وایم او له زړه يې کرکه بېخې پاکه کړې. هغې نن دومره ځورولې یم چې مرګ ته تیاره وم او دا ټول دردونه ونه زغمم؛ خو پرویزه دا هر څه ستا لپاره تحمل کوم، ما تر دې هم لویو ستونزو ته سینه تیاره سپر کړې او دا شیان به مې پر روح هیڅ اثر ونه کړي او تا سره مینه به مې ذره هم کمه نه کړي.

پرویزه! که زه ستا پر ځای وای، اول مې مور راضي کوله، ته هڅه وکړه چې د هغې پر افکارو او نظرونو مسلط شې او راضي يې کړې، ما که څه هم ستا مور ډېره نه ده لېدلې او ورسره غږېدلې هم نه یم، خو پر ما ګرانه ده، خو حیرانه دې ته یم چې څنګه ستا د نیکمرغۍ پر ضد ګام اخلي!

زما پرويزه! ته له يوې نړۍ مینې سره را باندې ګران يې او صرف ستا خوشبختي له خدایه غواړم، خو د داسې کیسو اورېدل مې سخت ځوروي له پرونه راهیسې مې یوازې ژړلي دي، یو عجیب حالت لرم، د پوران په خبره د فداکارۍ حس را پکې ويښ شوی دی او حاضره یم چې خپل مقصد او له تا سره نغښتې خوشبختۍ ته د رسېدو لپاره هر وړ ستونزه وزغمم.

پرویزه! ته هم سرسخت او فداکار اوسه چې څومره دې له وسه کېږي، له پلاره مې ځواب تر لاسه کړه او د هغه سرسخت کسان خوښېږي پر دې سربېره يې تر اوسه ځواب نه دی درکړی، دغسې نه ده؟ زه له دې کیسې ډېره متاثره یم، چې مور مې سره له دې چې پر تا مهربانه وه، ولې هرې خولې ته غوږ ونیسي؟ که دروغ وي که رښتیا د خبرو تر تاثیر لاندې دې راشي او دومره ژر دې نظر بدل کړي! خو زه ډاډه یم چې ته پخپل قوي منطق کولی شې د هغې نظر کمزوری او له منځه یوسې.

زما پرویزه! زه له تا یوازې یو شی غواړم او هغه زما او ستا د میندو رضایت، البته کله چې ستا مور راضي شوه ادې مې هم راضي کېږي، د لیک ځواب مې ولیکه فریدون ته يې ورکړه چې را يې وړي، زه ستا د ځواب په تمه یم، چې خدای له موږ سره وي هیڅوک مو د خوشبختي خنډ نه شي کېدلی، زه یوازې له خدایه غواړم چې ما او تا د یو بل څنګ کې خوشاله ولري، ته هم د همدې موضوع د حل لپاره یوازې خدای ته پناه یوسه هغه له موږ سره مرسته کوي!

د خدا پامان

فروغ

سه شنبه

زما پرویزه! یو وړه غوښتنه مې لرله، هېره مې شوه چې ويې لیکم، یوه قطعه عکس دې راولېږه، د کاغذونو منځ کې يې فریدون ته ورکړه چې را يې وړي، ډاډه اوسه زما له سترګو پرته به يې هيڅوک ونه ويني، زما غوښتنه ومنه!

فروغ


د دې لیکنې لومړۍ برخه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *