بسم الله الرحمن الرحیم

الحمد لله و الصلاة و السلام على رسول الله , أمابعد :

پدې ليکنه کې مو لاندې دعاګانې را ټولې کړي دي :

۱ – د سهار او ماښام دعاګانې .

۲ – سيد الاستغفار .

۳- د سهار او ماښام له لمانځه نه وروسته دعاګانې .

۴- د شپې او ورځې دعاګانې .

۵ – د خوب ، او له خوب نه د را پورته کېدلو دعاګانې .

۶- د جامو اغوستلو او وېستلو دعاګانې .

۷- د ډوډۍ د وخت دعاګانې .

۸- د مجلس د ختمېدو دعا .                 

۹- له کور نه د وتلو او ننوتلو دعا .

۱۰ مسجد ته د ننوتلو او را وتلو دعا   .

۱۱-تشناب ته د ننوتلو او راوتلو دعا .

۱۲ – د کور والي دعا .

۱۳ – د اودس د پيل او پای دعا .

۱۴ -له قرض او غمونو نه د خلاصون دعا   .

۱۵ – له جادو ، پېريانو او شيطانانو نه د خلاصون دعا   .

۱۶ – د مصيبت ځپلي د ليدلو دعا .

۱۷ – د سفر او رخصتېدو دعاګانې   .        

۱۸ -په بازار کې د يوې دعا ډېر ثواب   .

۱۹ – د اذان جواب .   

۲۰ – له اذان نه وروسته دعا   .  

۲۱ – له اذان نه وروسته د مشهورې دعا الفاظ .

د حفاظت دعاګانې :

له عثمان بن عفان رضي الله عنه څخه روايت دی چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل : څوک چې هر سهار او هر ماښام درې وارې :بسم اللهِ الذِيْ لَا يَضُرُّ مَعَ اِسْمِهِ شَيْءٌ فِي الْأَرْضِ وَلَا فِي السَّمَاءِ وَهُوَ السَّمِيْعُ الْعَلِيْمُ ، اووايي – نو هېڅ شی به ضرر ورته ونه رسوي . ( ترمذي ) په مسند احمد کې راغلي دي چې : کوم ناڅاپه آفت به پرې رانشي .

له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روايت دی چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل : څوک چې له کور نه اوځي او دا دعا اووايي چې : (بِسْمِ اللَّهِ تَوَكَّلْتُ عَلَى اللَّهِ لاَ حَوْلَ وَلاَ قُوَّةَ إِلاَّ بِاللَّهِ ) نو ده ته به ( د الله تعالی له لوري ) اوويل شي ( يعنې يوه ملايکه به آواز ورته وکړي چې ای د خدای بنده !) : تاته سمه لاره در اوښودل شوه ، او ستا مشکلات حل کړی شو ، او د د ښمنانو له ضرر څخه وساتل شوې ، او شيطانان هم ور څخه لرې شي .

يو بل شيطان ( به ) دې شيطان ته وايي چې څنګه به هغه انسان ته ضرر ورسوې ( بې لارې به يې کړې ) چې هغه ته ( دالله له لوري ) لاره وښودل شوه ، او مشکلات يې حل کړی شو ، او د دښمنانو له شر څخه په امان شو . ( أبوداود ، ترمذي ، نسائي )

نور بیا

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *