د جامو اغوستلو او وېستلو دعا :

له معاذ بن أنس رضي الله عنه څخه روايت دی چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل : څوک چې نوې جامې واغوندي بيا دا دعا اووايي چې : ( اَلْحَمْدُ لِلّهِ الَّذِيْ کَسَانِيْ هذَا الثَّوْبَ وَ رَزَقَنِيْهِ مِنْ غَيْرِ حَوْلٍ مِنِّيْ وَ لَا قُوَّةٍ ) نو د ده مخکني ګناهونه به وبخښل شي .( ابنُ السُّنِّيْ )

له انس بن مالك رضي الله عنه څخه روايت دی چې : د پېريانو له سترګو نه د انسان د عورت د پټېدو طريقه داده چې : کوم مسلمان سړی ( يا ښځه ) کله خپلې جامې اوباسي نو دا( دعا ) اووايي :   ( بِسْمِ اللهِ الَّذِيْ لَا إِلهَ إلّا هُوَ )( ابنُ السُّنِّيْ )

 

د ډوډۍ د وخت دعا ګانې :

په ډوډۍ کې څو سنتونه دي : اول – ډوډۍ ته د ناستې په وخت کې تکيه نه وهل ، بلکه په يوه زنګون يا د التحيات په شکل کښېناستل ، او د ډوډۍ له شروع کېدو نه مخکې او وروسته لاسونه مينځل .

دوهم – د ډوډۍ په پيل کېبِسمِ اللهِ و بَرَكَةِ اللهِ   ويل او د اوبو څښلو نه وروسته الحمدُ لله ويل .

درېم – که ډوډۍ ، چای ، يا کتغ ګرم وي نو بايد چې د خولې په پوکي سره ساړه  نه کړی شي .

څلورم – په درې ګوتو باندې خوراک کول .

پنځم – مسلمان بايد دومره ډوډۍ اوخوري چې نس يې بلکل ډک نشي ، بلکه يوه برخه نس له ډوډۍ بله برخه د اوبو او درېمه د هوا لپاره پرېږدي ، هر وخت په ډک نس باندې ډوډۍ خوړل صحت ته هم تاوان کوي .

شپږم – ډوډۍ هغه وخت اوخوري چې وږی شي .  رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي چې : مونږ داسې قوم يو چې تر هغې ډوډۍ نه خورو تر څو چې وږي نشو ، او چې کله ډوډۍ خورو نو بيا ځانونه ډېر نه مړوو .

اووم – د ډوډۍ په پای کې دا دعا ويل :الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِى أَطْعَمَنَا وَسَقَانَا وَجَعَلَنَا مُسْلِمِينَ .

ابن عباس رضي الله عنه فرمايي چې : رسول الله صلی الله علیه وسلم اوفرمايل : ډوډۍ پهبسم الله و بركة اللهسره خورئ. ( المستدرک )

ابوسعيد رضي الله عنه فرمايي چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم به چې کله له ډوډۍ نه فارغ شو نو دا دعا به يې ويله :الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِى أَطْعَمَنَا وَسَقَانَا وَجَعَلَنَا مُسْلِمِينَ . ( أبوداؤد )

عن ابن عباس رضي الله عنهما : أن النبي صلى الله عليه و سلم قال : كلوا بسم الله و بركة الله ( رواه الحاکم في المستدرک ، کتاب الأطعمة ، و صححه الذهبي )

عَنْ أَبِى سَعِيدٍ الْخُدْرِىِّ أَنَّ النَّبِىَّ صلى الله عليه وسلم-كَانَ إِذَا فَرَغَ مِنْ طَعَامِهِ قَالَ : الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِى أَطْعَمَنَا وَسَقَانَا وَجَعَلَنَا مُسْلِمِينَ . ( رواه أبوداؤد و اللفظ له ، و الترمذي و النسائي ، و ابن ماجه )

د مجلس د ختمېدو دعا :

ابو برزه اسلمي رضي الله عنه فرمايي چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم به چې کله له مجلس نه د پورته کېدلو اراده وکړه نو په آخر کې به يې دا ( دعا ) ويلې : سُبْحَانَكَ اللَّهُمَّ وَبِحَمْدِكَ أَشْهَدُ أَنْ لاَ إِلَهَ إِلاَّ أَنْتَ أَسْتَغْفِرُكَ وَأَتُوبُ إِلَيْكَ.او فرمايل يې چې : په مجلس کې چې څه کېږي دا دهغې کفاره ده . ( أبوداؤد )

له كور نه د وتلو او ننوتلو دعا :

له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روايت دی چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل : څوک چې له کور نه اوځي او دا دعا اووايي چې : (بِسْمِ اللَّهِ تَوَكَّلْتُ عَلَى اللَّهِ لاَ حَوْلَ وَلاَ قُوَّةَ إِلاَّ بِاللَّهِ ) نو ده ته به ( د الله تعالی له لوري ) اوويل شي ( يعنې يوه ملايکه به آواز ورته وکړي چې ای د خدای بنده !) : تاته سمه لاره در اوښودل شوه ، او ستا مشکلات حل کړی شو ، او د د ښمنانو له ضرر څخه وساتل شوې ، او شيطانان هم ور څخه لرې شي .

يو بل شيطان ( به ) دې شيطان ته وايي چې څنګه به هغه انسان ته ضرر ورسوې ( بې لارې به يې کړې ) چې هغه ته ( دالله له لوري ) لاره وښودل شوه ، او مشکلات يې حل کړی شو ، او د دښمنانو له شر څخه په امان شو . ( أبوداود ، ترمذي ، نسائي )

مسجد ته د ننوتلو او راوتلو دعا :

سنت طریقه داده چې مسجد ته د ننوتلو په وخت کې اول ښۍ پښه داخله شي ، او د راوتلو په وخت کې اول چپه پښه له مسجد څخه را اووېستل شي .

خو دا هم سنت دی چې اول دې د ښۍ پښې بوټ څپلۍ يا پڼه واغوستل شي ، نو د دې لپاره که داسې وشي چې له مسجد نه د راوتلو په وخت کې اول چپه پښه را اوباسې خو يواځې په بوټ يا څپلۍ يې له پاسه څخه کېږدي ، بيا د ښۍ پښې بوټ يا څپلۍ واغوندي ، نو په دواړو سنتونو به عمل وشي .

ما خپل شيخ محترم دوکتور عبد الرزاق اسکندر حفظه الله د جامعة العلوم العلوم الإسلامية , بنوري ټاون ، کراچۍ ، له مسجد نه د راوتلو په وخت کې څو وارې په همدې طريقه ليدلی دی .

له ابو اُسيد رضي الله عنه څخه روايت دی چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل : چې کله ستاسو کوم کس مسجد ته داخلېږي نو دا ( دعا ) دې وايي : ( اللَّهُمَّ افْتَحْ لِى أَبْوَابَ رَحْمَتِكَ ) .

او چې له مسجد څخه را اوځي نو دا ( دعا ) دې وايي 🙁 اللَّهُمَّ إِنِّى أَسْأَلُكَ مِنْ فَضْلِكَ ) . ( مسلم )

تشناب ته د ننوتلو او وتلو دعا :

انس بن مالک رضي الله عنه فرمایي چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم به چې تشناب ته ننوتلو نو دا دعا به يې ويله : ( بسم اللهِ )( اَللّهُمَّ إِنِّيْ أَعُوْذُ بِكَ مِنَ الْخُبُثِ وَالْخَبَائِثِ ). ( بخاري )

د بخاري په روايت کې بسم الله نشته ، دا د معمري په روايت کې شته ، دا روايت ابن حجر په فتح الباري او سيوطي په جمع الجوامع کې نقل کړی دی ، او د حصن المسلم مصنف سعيد بن علي سهوه کړې چې وايي : دا د سعيد بن منصور روايت دی . و الله اعلم .

إذا دخلتم الغائطَ فقولوا بسمِ اللهِ أعوذُ باللهِ من الْخُبُثِ وَالْخَبَائِثِ (المعمرى فى عمل اليوم والليلة عن أنس وصحح)( جمع الجوامع للسیوطي )

   مسئله :هر وخت چې يو مسلمان خپل حاجت پوره کوي نو دا دعا به وايي ، په تشناب کې وي او که په بل ځای کې ، لکه مريض چې په کور کې په لوښي کې حاجت پوره کوي ، يا هم په صحرا کې ، خو فرق يې دادی چې : په تشناب کې به تشناب ته له ننوتلو نه مخکې دا دعا وايي ، او په نورو ځايونو کې د جامو له وېستلو ( کوزولو ) نه مخکې . ( فتح الباري )

  و الكلام هنا في مقامين أحدهما هل يختص هذا الذكر بالأمكنة المعدة   لذلك ، لكونها تحضرها الشياطين كما ورد في حديث زيد بن أرقم في السنن ؟ أو يشمل حتى لو بال في إناء مثلا في جانب البيت ؟ الأصح : الثانيما لم يشرع في قضاء الحاجة .المقام الثاني متى يقول ذلك ؟ فمن يكره ذكر الله في تلك الحالة يفصل : أما في الأمكنة المعدة لذلك فيقوله قبيل دخولها ، وأما في غيرها فيقوله في أول الشروع كتشمير ثيابه مثلا ، و هذا مذهب الجمهور . (فتح الباري )

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *