د سهار او ماښام له لمانځه نه وروسته دعاګانې:

له دوزخ نه خلاصون :

له مسلم بن حارث رضي الله عنه   څخه روايت دی چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل : چې د ماښام له لمانځه نه را وګرځې نو نو ۷ اوه وارې دا دعا وايه چې : ( اللَّهُمَّ أَجِرْنِى مِنَ النَّارِ ) ( ای الله ما له اور څخه وساته ) نو که پدې شپه باندې مړ شې ، نو د دوزخ له اور څخه به بچ شې .

او چې د سهار لمونځ دې وکړو نو هم همداسې وايه ، نو که پدې ورځ باندې مړ شې ، د دوزخ له اور څخه به بچ شې . ( أبوداؤد )

لس لکه نېکۍ :

له عبد الرحمن بن غَنْم رضي الله عنه روايت دی چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل : څوک چې د سهار او ماښام له لمانځه نه وروسته ، په داسې حال کې چې پښې يې نه وي را ټولې کړي – لس وارې دا دعا اووايي : لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ ، لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الْحَمْدُ بِيَدِهِ الْخَيْرُ يُحْيِي وَيُمِيتُ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ– نو په هر وارې به لس نېکۍ ورته وليکل شي ، او لس ګناهونه به يې ( له عمل نامې څخه ) لرې کړی شي ، او لس درجې به يې پورته شي ، او له هر بد شي نه به په امان وي ، او له شيطان نه به هم په امان وي ، او له شرک نه پرته بله ګناه به هغه نه هلاکوي ، او هغه به له ټولو خلکو نه غوره وي. هو ، که کوم بل کس له ده نه هم کومه غوره دعا ويلي وي . ( مسند أحمد )

له هر لمانځه نه وروسته تسبيحات :

ابوهريره رضي الله عنه فرمايي چې ابوذر ( رضي الله عنه ) : رسول الله صلی الله عليه وسلم ته اوويل چې : ای د خدای رسوله ! مالداره خلکو ډېر ثوابونه وګټل ، ( له مونږ نه مخکې شول ) هغوی هم زمونږ غوندې لمونځ کوي ، زمونږ غوندې روژې نيسي ، خو هغوی مالونه لري ، هغه خيراتوي ، او له مونږ سره څه نشته چې مونږ يې خيرات کړو .

رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته اوفرمايل : ای ابوذر ! زه داسې کليمي درته ونه ښيم چې ته يې اووايي ، نو په مخکنيو پسې به ور ورسېږې ، او وروستني به په تا پسې ونه رسېږي .

هغه ورته اوويل : هو ، ای د خدای رسوله !

رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته اوفرمايل : له هر لمانځه نه وروسته ۳۳ وارې سبحان الله ، ۳۳ وارې الحمد لله ، ۳۳ وارې الله أکبر ، او په آخر کې لا إله إلا اللهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيْكَ لَهُ لَهُ الْمُلْكُ وَ لَهُ الْحَمْدُ وَ هُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيْرٍ. وايه . ( شعب الإيمان للبيهقي )

له كعب بن عجره رضي الله عنه څخه روايت دی چې : څوک چې له هر لمانځه نه وروسته 33 وارې سبحان الله ، ۳۳ الحمد لله ، ۳۴ وارې الله أکبر اووايي نو هغه به نامراده نه شي .( شعب الإيمان للبيهقي )

مسئله : له لمانځه نه وروسته د الله أکبر په هکله دوه روايتونه دي ، اول ۳۳ وارې او په څلور دېرشم وارې بهلا إله إلا اللهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيْكَ لَهُ لَهُ الْمُلْكُ وَ لَهُ الْحَمْدُ وَ هُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيْرٍ وايي ، لکه د أبوذر رضي الله عنه روايت .

دوهم – الله أکبر به هم څلور دېرش وارې وايي ، لکه د کعب رضي الله عنه روايت .

پدې دواړو کې چې په هر طريقه باندې څوک عمل وکړي سمه ده .

او د نقشبنديه طريقې مشايخ فرمايي چې : له لمانځه نه وروسته به دواړه يوځای کوي ، داسې چې الله أکبر به ۴۴ وارې وايي او په آخر کې به لا إله إلا اللهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيْكَ لَهُ لَهُ الْمُلْكُ وَ لَهُ الْحَمْدُ وَ هُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيْرٍ. وايي .

چاته چې کوم اسانه وي عمل دې پرې وکړي .

د شپې او ورځې دعاګانې :

د خوب او له خوب نه د را پورته کېدلو دعا :

حذيفه رضي الله عنه فرمايي چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم به چې د شپې په خپله بستره باندې څملاستلو نو ( د قبلې خواته به يې مخ واړولو او راسته ) لاس به يې د مخ لاندې کېښود ، بيا به يې دا دعا ويله : ( اَللّهُمَّ بِاِسْمِكَ أَمُوْتُ وَأَحْيَا ).  او چې له خوب نه به را پورته شو – نو دا دعا به يې ويله : ( اَلْحَمْدُ لِلّهِ الَّذِيْ أَحْيَانَا بَعْدَ مَا أَمَاتَنَا وَإِلَيْهِ النُّشُوْرُ ) ( بخاري )

او عائشه رضی الله عنها فرمايي چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل : څوک چې له خوب نه د را پورته کېدلو په وخت کې دا اووايي چې 🙁 لا إله إلا اللهُ وَحْدَهُ لَاشَرِيْكَ لَهُ لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الْحَمْدُ يُحْيِيْ وَيُمِيْتُ وَهُوَ عَلى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيْرٍ ) نو الله تعالی به د ده ټول ګناهونه وبخښي ، که څه هم ګناهونه يې د سمندر د زګ هومره ( زيات ) وي . ( ابنُ السُّنِّيْ )

په خوب کې د وېرېدلو دعا :

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : څوک چې په خوب کې اووېرېږي نو دا ( دعا ) دې اووايي 🙁 أَعُوْذُ بِكَلِمَاتِ اللهِ التَّامَّاتِ مِنْ غَضَبِهِ وَعِقَابِهِ وَشَرِّ عِبَادِهِ وَمِنْ هَمَزَاتِ الشَّيْطَانِ وَأَنْ يَحْضُرُوْنَ ) نو ( هېڅه به هم ) ضرر ورته ونه رسوي .

عبد الله بن عَمْرو بن العاص رضي الله عنه به خپلو بالغو اولادونو ته دا دعا ور زده کوله او نابالغو ته به يې په يوه کاغذ کې وليکله او په غاړه کې به يې ور واچوله ( ترمذي )

عن عمرو بن شعيب عن أبيه عن جده : أن رسول الله صلى الله عليه و سلم قال إذا فزِعَ أحدكم في النوم فليقل : أَعُوْذُ بِكَلِمَاتِ اللهِ التَّامَّاتِ مِنْ غَضَبِهِ وَعِقَابِهِ وَشَرِّ عِبَادِهِ وَمِنْ هَمَزَاتِ الشَّيْطَانِ وَأَنْ يَحْضُرُوْنَ ، فإنها لن تضره ، قال : وكان عبد الله بن عمرو يعلمها من بلغ من ولده ومن لم يبلغ منهم كتبها في صك ثم علقها في عنقه.                 ( رواه الترمذي وقال : حسن غريب ) قال الشيخ عبد الحق الدهلوي في اللمعات : هذا هو السند في ما يعلق في أعناق الصبيان من التعويذات . . . وأما تعليق الحرز والتمائم مما كان من رسوم الجاهلية فحرام بلا خلاف انتهى ( تحفة الأحوذي )

33 وارې سبحان الله ۳۳ الحمد لله ۴۳ وارې الله أکبر :

حضرت علي رضي الله عنه فرمايي چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم فاطمې ( رضي الله عنها ) ته اوويل چې د ويده کېدو په وخت کې 33 وارې سبحان الله ۳۳ وارې الحمد لله ۴۳ وارې الله أکبر واياست .   ( مستدرک )

عن علي بن أبي طالب رضي الله عنه قال : أتانا رسول الله صلى الله عليه و سلم فوضع رجله بيني و بين فاطمة رضي الله عنها فعلمنا ما نقول إذا أخذنا مضاجعنا فقال : يا فاطمة إذا كنتما بمنزلتكما فسبحا الله ثلاثا و احمدا ثلاثا و ثلاثين و كبرا أربعا و ثلاثين قال علي : و الله ما تركتها بعد فقال له رجل كان في نفسه عليه شيء و لا ليلة صفين قال علي : و لا ليلة صفين)  رواه الحاکم في المستدرك , وقال : صحيح على شرط الشيخين ،وقال الذهبي :على شرط البخاري ومسلم )

د جامو اغوستلو او وېستلو دعا :

له معاذ بن أنس رضي الله عنه څخه روايت دی چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل : څوک چې نوې جامې واغوندي بيا دا دعا اووايي چې : ( اَلْحَمْدُ لِلّهِ الَّذِيْ کَسَانِيْ هذَا الثَّوْبَ وَ رَزَقَنِيْهِ مِنْ غَيْرِ حَوْلٍ مِنِّيْ وَ لَا قُوَّةٍ ) نو د ده مخکني ګناهونه به وبخښل شي .( ابنُ السُّنِّيْ )

له انس بن مالك رضي الله عنه څخه روايت دی چې : د پېريانو له سترګو نه د انسان د عورت د پټېدو طريقه داده چې : کوم مسلمان سړی ( يا ښځه ) کله خپلې جامې اوباسي نو دا( دعا ) اووايي 🙁 بِسْمِ اللهِ الَّذِيْ لَا إِلهَ إلّا هُوَ )( ابنُ السُّنِّيْ )

د ډوډۍ د وخت دعا ګانې :

په ډوډۍ کې څو سنتونه دي : اول – ډوډۍ ته د ناستې په وخت کې تکيه نه وهل ، بلکه په يوه زنګون يا د التحيات په شکل کښېناستل ، او د ډوډۍ له شروع کېدو نه مخکې او وروسته لاسونه مينځل .    دوهم – د ډوډۍ په پيل کېبِسمِ اللهِ و بَرَكَةِ اللهِ   ويل او د اوبو څښلو نه وروسته الحمدُ لله ويل   . درېم – که ډوډۍ ، چای ، يا کتغ ګرم وي نو بايد چې د خولې په پوکي سره ساړه   نه کړی شي . څلورم – په درې ګوتو باندې خوراک کول . پنځم – مسلمان بايد دومره ډوډۍ اوخوري چې نس يې بلکل ډک نشي ، بلکه يوه برخه نس له ډوډۍ بله برخه د اوبو او درېمه د هوا لپاره پرېږدي ، هر وخت په ډک نس باندې ډوډۍ خوړل صحت ته هم تاوان کوي . شپږم – ډوډۍ هغه وخت اوخوري چې وږی شي . رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي چې : مونږ داسې قوم يو چې تر هغې ډوډۍ نه خورو تر څو چې وږي نشو ، او چې کله ډوډۍ خورو نو بيا ځانونه ډېر نه مړوو .

اووم – د ډوډۍ په پای کې دا دعا ويل :الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِى أَطْعَمَنَا وَسَقَانَا وَجَعَلَنَا مُسْلِمِينَ .

ابن عباس رضي الله عنه فرمايي چې : رسول الله صلی الله علیه وسلم اوفرمايل : ډوډۍ پهبسم الله و بركة اللهسره خورئ . ( المستدرک )

ابوسعيد رضي الله عنه فرمايي چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم به چې کله له ډوډۍ نه فارغ شو نو دا دعا به يې ويله :الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِى أَطْعَمَنَا وَسَقَانَا وَجَعَلَنَا مُسْلِمِينَ . ( أبوداؤد )

عن ابن عباس رضي الله عنهما : أن النبي صلى الله عليه و سلم قال : كلوا بسم الله و بركة الله ( رواه الحاکم في المستدرک ، کتاب الأطعمة ، و صححه الذهبي )

عَنْ أَبِى سَعِيدٍ الْخُدْرِىِّ أَنَّ النَّبِىَّ صلى الله عليه وسلم-كَانَ إِذَا فَرَغَ مِنْ طَعَامِهِ قَالَ : الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِى أَطْعَمَنَا وَسَقَانَا وَجَعَلَنَا مُسْلِمِينَ . ( رواه أبوداؤد و اللفظ له ، و الترمذي و النسائي ، و ابن ماجه )

د مجلس د ختمېدو دعا :

ابو برزه اسلمي رضي الله عنه فرمايي چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم به چې کله له مجلس نه د پورته کېدلو اراده وکړه نو په آخر کې به يې دا ( دعا ) ويلې : سُبْحَانَكَ اللَّهُمَّ وَبِحَمْدِكَ أَشْهَدُ أَنْ لاَ إِلَهَ إِلاَّ أَنْتَ أَسْتَغْفِرُكَ وَأَتُوبُ إِلَيْكَ.او فرمايل يې چې : په مجلس کې چې څه کېږي دا دهغې کفاره ده . ( أبوداؤد )

له كور نه د وتلو او ننوتلو دعا :

له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روايت دی چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل : څوک چې له کور نه اوځي او دا دعا اووايي چې : (بِسْمِ اللَّهِ تَوَكَّلْتُ عَلَى اللَّهِ لاَ حَوْلَ وَلاَ قُوَّةَ إِلاَّ بِاللَّهِ ) نو ده ته به ( د الله تعالی له لوري ) اوويل شي ( يعنې يوه ملايکه به آواز ورته وکړي چې ای د خدای بنده !) : تاته سمه لاره در اوښودل شوه ، او ستا مشکلات حل کړی شو ، او د د ښمنانو له ضرر څخه وساتل شوې ، او شيطانان هم ور څخه لرې شي .

يو بل شيطان ( به ) دې شيطان ته وايي چې څنګه به هغه انسان ته ضرر ورسوې ( بې لارې به يې کړې ) چې هغه ته ( دالله له لوري ) لاره وښودل شوه ، او مشکلات يې حل کړی شو ، او د دښمنانو له شر څخه په امان شو . ( أبوداود ، ترمذي ، نسائي )

مسجد ته د ننوتلو او راوتلو دعا :

سنت طریقه داده چې مسجد ته د ننوتلو په وخت کې اول ښۍ پښه داخله شي ، او د راوتلو په وخت کې اول چپه پښه له مسجد څخه را اووېستل شي .

خو دا هم سنت دی چې اول دې د ښۍ پښې بوټ څپلۍ يا پڼه واغوستل شي ، نو د دې لپاره که داسې وشي چې له مسجد نه د راوتلو په وخت کې اول چپه پښه را اوباسې خو يواځې په بوټ يا څپلۍ يې له پاسه څخه کېږدي ، بيا د ښۍ پښې بوټ يا څپلۍ واغوندي ، نو په دواړو سنتونو به عمل وشي .

ما خپل شيخ محترم دوکتور عبد الرزاق اسکندر حفظه الله د جامعة العلوم العلوم الإسلامية , بنوري ټاون ، کراچۍ ، له مسجد نه د راوتلو په وخت کې څو وارې په همدې طريقه ليدلی دی .

له ابو اُسيد رضي الله عنه څخه روايت دی چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل : چې کله ستاسو کوم کس مسجد ته داخلېږي نو دا ( دعا ) دې وايي : ( اللَّهُمَّ افْتَحْ لِى أَبْوَابَ رَحْمَتِكَ ) .

او چې له مسجد څخه را اوځي نو دا ( دعا ) دې وايي 🙁 اللَّهُمَّ إِنِّى أَسْأَلُكَ مِنْ فَضْلِكَ ) . ( مسلم )

تشناب ته د ننوتلو او وتلو دعا :

انس بن مالک رضي الله عنه فرمایي چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم به چې تشناب ته ننوتلو نو دا دعا به يې ويله : ( بسم اللهِ )( اَللّهُمَّ إِنِّيْ أَعُوْذُ بِكَ مِنَ الْخُبُثِ وَالْخَبَائِثِ ). ( بخاري )

د بخاري په روايت کې بسم الله نشته ، دا د معمري په روايت کې شته ، دا روايت ابن حجر په فتح الباري او سيوطي په جمع الجوامع کې نقل کړی دی ، او د حصن المسلم مصنف سعيد بن علي سهوه کړې چې وايي : دا د سعيد بن منصور روايت دی . و الله اعلم .

إذا دخلتم الغائطَ فقولوا بسمِ اللهِ أعوذُ باللهِ من الْخُبُثِ وَالْخَبَائِثِ (المعمرى فى عمل اليوم والليلة عن أنس وصحح)( جمع الجوامع للسیوطي )  مسئله :هر وخت چې يو مسلمان خپل حاجت پوره کوي نو دا دعا به وايي ، په تشناب کې وي او که په بل ځای کې ، لکه مريض چې په کور کې په لوښي کې حاجت پوره کوي ، يا هم په صحرا کې ، خو فرق يې دادی چې : په تشناب کې به تشناب ته له ننوتلو نه مخکې دا دعا وايي ، او په نورو ځايونو کې د جامو له وېستلو ( کوزولو ) نه مخکې .  ( فتح الباري )  و الكلام هنا في مقامين أحدهما هل يختص هذا الذكر بالأمكنة المعدة     لذلك ، لكونها تحضرها الشياطين كما ورد في حديث زيد بن أرقم في السنن ؟ أو يشمل حتى لو بال في إناء مثلا في جانب البيت ؟ الأصح : الثانيما لم يشرع في قضاء الحاجة .المقام الثاني متى يقول ذلك ؟ فمن يكره ذكر الله في تلك الحالة يفصل : أما في الأمكنة المعدة لذلك فيقوله قبيل دخولها ، وأما في غيرها فيقوله في أول الشروع كتشمير ثيابه مثلا ، و هذا مذهب الجمهور . (فتح الباري )

له تشناب نه د وتلو دعا :

غُفْرَانَکَ . اَلْحَمْدُ لِلّهِ الَّذِيْ أَذْهَبَ عَنِّيْ الْأَذَى وَعَافَانِيْ له تشناب نه د راوتلو په وخت کې بايد دا دعا اووايي . ( ابوداؤد , ابن السني )

عن عَائِشَةُ رضى الله عنها أَنَّ النَّبِىَّ صلى الله عليه وسلم-كَانَ إِذَا خَرَجَ مِنَ الْغَائِطِ قَالَ : غُفْرَانَكَ . ( سنن أبي داؤد )

عن أبي ذر رضي الله عنه قال : كان رسول الله صلى الله عليه وسلم إذا خرج من الخلاء قال : الحمد لله الذي أذهب عني الأذى وعافاني . ( عمل اليوم والليلة لابن السني )

له خپلې ښځې سره د کوروالي دعا :

ابن عباس رضي الله عنه فرمايي چې :رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل : څوک چې له خپلې ښځې سره يو ځای کېږي او دا دعا اووايي :(بِاسْمِ اللهِ اَللّهُمَّ جَنِّبْنَا الشَّيْطَانَ وَ جَنِّبِ الشِّيْطَانَ مَا رَزَقْتَنَا ) نو كه له دې څخه کوم بچی ورکول کېږي ، هغه ته به ټول عمر شيطان ضرر ونه رسوي . ( بخاري )

د اودس دپيل او پای دعا :

د اودس له شروع کولو نه مخکې بايد بسم الله اووايي .

بيا د اودس له ختمېدو نه وروسته دا دعا اووايي :أَشْهَدُ أَنْ لَا إِلهَ إِلَّا اللهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيْكَ لَهُ وَأَشْهَدُ أَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَ رَسُوْلُهُ ، اَللّهُمَّ اجْعَلْنِيْ مِنَ التَّوَّابِيْنَ وَ اجْعَلْنِيْ مِنَ الْمُتَطَهِّرِيْنَ .

له عمر بن الخطاب رضي الله عنه څخه روايت دی چې :رسول الله صلی الله عليه اوفرمايل : څوک چې اودس وکړي ، او په سمه طريقه سره يې وکړي ، بيا دا ( دعا ) اووایي ، نو د جنت ۸ اته دروازې به ورته خلاصې کړی شي ، له کومې يې چې خوښه وي ، داخل دې شي .( ترمذي )

له قرض او غمونو نه د خلاصون دعا :

ابوسعيد رضي الله عنه فرمايي چې : يوه ورځ رسول الله صلی الله عليه وسلم مسجد ته ننوتلو ، هغلته يې د انصارو يو سړی وليدلو چې ابواُمامه نومېدو ، رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته اوفرمايل : ای ابوامامه ! څه خبره ده چې بې د لمانځه له وخت نه په مسجد کې ناست يې ؟ هغه ورته اوويل : ای د خدای رسوله ! غمونه دي راباندې او قرضونه . هغه ورته اوفرمايل : داسې يو کلام درته ونه ښيم چې کله يې اووايې نو غم دې در څخه لرې کړي او قرض دې هم ادا کړي ؟ هغه ورته اوويل چې : هو ای د خدای رسوله ! بيا يې ورته اوفرمايل : سهار او ماښام دا ( دعا ) وايه :اَللَّهُمَّ إِنِّى أَعُوذُ بِكَ مِنَ الْهَمِّ وَالْحُزَنِ وَأَعُوذُ بِكَ مِنَ الْعَجْزِ وَالْكَسْلِ وَأَعُوذُ بِكَ مِنَ الْجُبْنِ وَالْبُخْلِ وَأَعُوذُ بِكَ مِنْ غَلَبَةِ الدَّيْنِ وَقَهْرِ الرِّجَالِ . ابو امامه وايي چې : بيا ما همدا سې وکړل نو الله تعالی زما غم لرې کړو او قرض يې راته ادا کړو . ( ابوداود )

له جادو پېريانو او شيطانانو نه د خلاصون دعا :

قعقاع بن حکيم وايي چې : کعب به ويلې چې که دا څو کليمې نه وی چې زه يې وايم نو يهودانو به له ما څخه خر جوړ کړی وو ، ( کعب مخکې د يهودانو عالم وو بيا مسلمان شو ) چا ور څخه پوښتنه وکړه چې : هغه کومې کليمې دي ؟ هغه اوفرمايل :أَعُوذُ بِوَجْهِ اللَّهِ الْعَظِيمِ الَّذِي لَيْسَ شَيْءٌ أَعْظَمَ مِنْهُ وَبِكَلِمَاتِ اللَّهِ التَّامَّاتِ الَّتِي لَا يُجَاوِزُهُنَّ بَرٌّ وَلَا فَاجِرٌ وَبِأَسْمَاءِ اللَّهِ الْحُسْنَى كُلِّهَا مَا عَلِمْتُ مِنْهَا وَمَا لَمْ أَعْلَمْ مِنْ شَرِّ مَا خَلَقَ وَبَرَأَ وَذَرَأَ .   ( امام مالک )

دا دعا که يو وارې سهار او يو وارې ماښام اوويل شي نو سمه ده .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *