۱۶ جوزا ۱۳۹۴
اکبر راحل : ښرنه :
تیره شپه شاوخوا دوه بجې د پکتیکا ولایت په مټاخان ولسوالۍ د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په پایله کې یادې ولسوالۍ ته د طالبانو لخوا د بلال په نوم نومول شوی ولسوال ووژل.
د پکتیکا ولایت د امنیت آمر او سرپرست امنیه قوماندان نثار احمد عبدالرحیمزي رسنیو ته وویل چې یاد عملیات د امنیتي ځواکونو لخوا په بریالیتوب سره ترسره شوی دی.
نوموړي زیاته کړه چې د عملیاتو په پایله کې د وسله والو مخالفینو لخوا مټاخان ولسوالۍ لپاره د نومول شوی ولسوال بلال او یو بل تن وژل شوی دی.
ده زیاته کړه چې د له یادو عملیاتو یو میل پکیا او میل کلاشنکوف هم د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي.
نوموړي وویل یاد کسان وخت ناوخته د مټاخان او د پکتیا د زرمت ولسوالۍ د لارې په اږدو کې دریدل او خلکو ته به یې په یو او بل نوم ازار ورکاوه چې خلک یې د مرګ له ګواښ سره مخ کړي و.
عبدالرحیزي وویل چې پدې سره به یاده لاره با امنه شي او خلک به په ډاډه زړه وکولای شي یوې او بلې خوا ته تګ را تګ وکړي.
ده دا هم وویل چې په پکتیکا ولایت کې د یوې میاشتې په اوږدو کې شاوخوا اویا تنه وسله وال وژل شوي او ۸۰ نور هم ټپیان شوي دي خو نوموړي د امنیتي ځواکونو د تلفاتو په اړه څه ونه ویل.
ددې عملیاتو په اړه وسله والو طالبانو تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي.