تاند- انسانان له ډېر پخوا راهیسې تلوسه لري چې په نورو سیارو کې د ژوند د امکان او نورو ژوندي سارو څرک ولګوي.
ساینسپوهانو هم په دې برخه کې ډېرې هلې ځلې کړي او لا یې هم جاري ساتلي دي.
په وروستیو ورځو کې په مریخ کې د یوه لوی ډنډ د موندل کېدو خبر خپور شو او په دې سیاره کې یې د ژوند د امکان په اړه هیلې ډېرې کړې.
پر دې خبر لا اوونۍ نه اوښتې چې ساینسپوهانو وویل، په یوه بله سیاره کې یې، چې مځکې ته ورته والی لري، د ژوند شرایط موندلي دي.
د بریتانیا د کیمبریج پوهنتون څېړونکو ویلي چې دا سیاره له شمسي منظومې دباندې ده او کیمیايي شرایط یې هغو شرایطو ته ورته دي چې له کبله یې زموږ په مځکه کې د ژوند امکان برابر شوی دی.
دوی، پر دې ډبرینې سیارې (کیپلر ۴۲۵ بي) نوم ایښی.
ساینسپوهانو د خپلې څېړنې پایلې په ساینس ادوانسیس (Science Advances) مجله کې خپرې کړي.
دوی وايي، هغه ستوري یا سیارې چې تر بنفش مافوق زیاته رڼا یا نور خپروي، زموږ د مځکې په شان په سیارو کې د ژوند امکان ښيي.
د دوی په وینا په مځکه کې د بنفش مافوق رڼا د یو شمېر کیمیايي عکس العملونو سبب او په نتیجه کې یې د ژوند امکان برابر شو.