تاند- امریکايي او اروپايي ساینسپوهانو د هغو معلوماتو پر اساس چې د ناسا فضايي ټیلسکوپ کیپلر راټول کړي وو، یوه لمرلرونکې سیاره کشف کړه.

دا سیاره مځکې ته ورته والی لري او د خپل شمسي نظام تر لمر راګرځي.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، ساینسپوهانو پر دې سیارې (کیپلر ۱۶۴۹) نوم ایښی او وايي چې ښايي په هغې کې اوبه وي.

دوی دا سیاره د کیپلر تیلسکوپ د پخوانیو معلوماتو د څېړلو په ترڅ کې ولیدله. ناسا له دې ټسلیکوپ څخه استفاده په ۲۰۱۸ کې ودروله.

ساینسپوهان وايي چې د دې سیارې اندازه او د تودوښې اټکلي اندازه مځکې ته ډېر ورته والی لري خو له مځکې نژدې ۳۰۰ نوري کاله لېرې ده.

اسوشیتید پریس وايي، د کمپیوټري الګوریتمونو په وسیله په شویو څېړنو کې پخوا د دې سیارې دقیق ځای او ځینې ځانګړتیاوې څرګندې شوې وې خو په کیپلر ټیلسکوپ کې موجودو معلوماتو ته مراجعې ثابته کړه چې دا فضايي جرم یوه سیاره ده.

د کیپلر ټیلسکوپ په وسیله ګڼې سیارې کشف شوي خو د هغو په منځ کې دا یوه تر بلې هرې یوې د مځکې کُرې ته زیات ورته والی لري.

دا سیاره زموږ تر مځکې یو څه لویه ده او هغه رڼا چې له خپل لمره ترلاسه کوي، د هغې رڼا په پرتله چې زموږ مځکه یې له لمره اخلي، کابو ۷۵ نوري سلنه ده او د دې مطلب دا دی چې ښايي تودوښه به یې زموږ د مځکې له تودوښې سره برابره وي.

خو د مځکې خلاف دا سیاره د یوه کوچني سور رنګه ستوري تر مدار راچورلي.

د ناسا یا د امریکا د فضايي تحقیقاتي ادارې د علمي ماموریتونو یوه مسوول وویل «دا لېرې او زړه راښکونکې سیاره د فضا په نورو برخو کې مځکې ته د ورته سیارو کشف ته هیلې غوړوي.»

ده همداراز وویل «د کیپلر ټیلسکوپ او د لمر لرونکو سیارو لپاره د ځانګړو سپوږمکیو په وسیله ترلاسه شويو معلوماتو هر کال د دا ډول سیارو د کشف او پېژندنې امکان زیات کړی دی.»

خو لا هم د کیپلر ۱۶۴۹ سیارې ډېرې ځانګړنې ناڅرګندې دي. په هغو کې یوه د دې سیارې د اتومسفیر په اړه د معلوماتو نشتوالی دی چې په وسیله یې د سیارې تودوښه ښه معلومېږي. د دې سیارې په اړه په اوسنۍ محاسبې کې د ډېرو نورو فضايي محاسبو په شان، چې له ډېر لېرې واټن څخه کېږي، د تېروتنو ضریب یا فیصدي زیاته ده.

خو له دې سره سره، څه چې تراوسه د دې سیارې په اړه څرګند شوي، د ژوند د عواملو د موندلو لپاره ښايي یو تر ټولو په زړه پورې کشف وي.

تر دې وړاندې هم لمر لرونکې سیارې کشف شوي چې ځینې یې یوازې د اندازې له نظره او ځینې یوازې د تودوښې د درجې له نظره زموږ مځکې ته ورته والی لري خو هیڅ یوه یې د کیپلر ۱۶۴۹ په شان هم د اندازې او هم د تودوښې د درجې له پلوه له مځکې سره ورته والی نه لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *