تاند- یو جرمني ځوان، چې د استرالیا په دښتو کې بې درکه شوی و، وايي چې مچانو له مرګه وژغوره.

له ۲۶ کلن دانیل دودسیز ( Daniel Dudzisz) څخه د فبرورۍ په میاشت کې په داسي حال کې لار ورکه شوه چې د استرالیا له ویندورا (Windorah) څخه جیندا (gayndah) ته روان و.

دا دوه کوچني او کم نفوسه ښارګي د استرالیا د کوینزلنډ ایالت په مرکزي برخه کې دي.

دانیل د فبرورۍ په ۱۷ له یوه ښاره بل ته پلی روان و چې ناببره سېل راغی او د ده دواړه خواوې یې بندې کړې. دی په یوه داسي ځای کې ګیر شو چې شاوخوا یې اوبه وې. دانیل د (بارکو) سین په غاړه ۱۰ ورځې په یوه ټاپو کې، چې سېل جوړ کړی و، تېرې کړې.

1دانیل، چې ۲۱ ورځې بې درکه ، وویل:« د لوبیا او نخودو یو څو قطي کنسرفونه مې لرل، خو ژر خلاص شول، وروسته هیڅ شی نه موندل کېدل، یوازې مچان ول نو مې د هغو په خوړولو شروع وکړه.»

ده د بې درکۍ په وروستیو ۱۰ ورځو کې یوازې مچان خوړلي دي.

په جیندا کې د دولتي مامورینو پام شول چې دانیل بې درکه دی نو یې له مځکې او هوا څخه د هغه د موندلو هڅې پیل کړې.

دانیل پولیسو ته وویل، هیله لري چې بیا هم پلی سفر وکړي او د کوینزلنډ شمال ته ځان پلی ورسوي.

دانیل له ژغورل کېدو وروسته په ټوکه وویل:«په استرالیا کې څوک له لوږي نه مری ځکه چې په کافي اندازه حشرې شته چې څوک موړ کړي.»

2 thoughts on “مچانو یو جرمنی ځوان له مرګه وژغوره”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *