اجمل تورمان
ډېرې به راسره په دې خبره سلا وي چې په افغانستان کې اوس مډالونو او ستاینلیکونو تر ډېره خپل ارزښت له لاسه ورکړئ دی، دا خبر په دې مانا نه ده چې (( دستم به آلو نمیر سد الو ترش است.))
بلکه ثابته شوې، نه یواځې ما بلکه نورو هغو ته هم چې دا مسایل د شخصي ارتباطاتو، ګوندي، ټیمي او نورو مسایلو له مخې ترتیبېږي.
هو، داسې هم نه ده چې ټول به داسې وي. کله، کله حق حقداروته هم رسېږي لکه څه موده وړاندې چې ځوان کیسه لیکوال نصیر احمد احمدي هم د ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا په مډال ونمانځل شو.
نن د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت هم یو شمېر خبریالانو ته مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول، ټولو ته دې مبارک وي، هر افغان خبریال د نمانځنې او ستاینې وړ دی او په هر کچه چې نمانځل کېږي یو نیک اقدام دی.
خو ولسمشر نن په خپلو خبرو کې د تحقیقي ژورنالیزم خبره وکړه چې باید پام ورته ډېر شي. که څوک راسره شرط تړي نو په شرط ورته وایم چې مونږ په خپلې اداره کې داسې یوه خبریاله لرو چې تحقیقي راپورونه یې په نړیواله کچه سیالۍ ته اېښودلی شو، نو ولې دا خور په داسې یوه ورځ هېره شوې ده؟
مډال، ستاینلیک دا په بازار کې پیسې نه کوي، دا معنوي ارزښت لري چې په ورکړې سره یې سړی د لا زیات کار لپاره تشویقېږي.
خو که دا لړۍ داسې روانه وي چې ده نو ډېر زړونه به مات شي.
د خدای لپاره وړتیاوو ته پام وکړئ. او که تاسې نمانځنو او ستاینو ته کوم بل معیار لرئ نو د مهربانۍ له مخې تعریف یې کړئ چې ټول پوه شي!