تاند- د نړۍ مشهوره امریکايي سندرغاړې مډونا ځان له نامتو انځورګر پیکاسو سره پرتله کوي او وايي چې د دې هنر د پیکاسو په شان تلپاتې دی.

د پاپ موسیقۍ دې مخکښې سندربولې دا څرګندونې وروسته له دې وکړې چې د بي بي سي راډیو لومړی چاینل د مډونا د سندرو له خپرولو په دې خاطر ډډه وکړه چې د دې عمر زیات دی.

مډونا، چې اوس ۵۶ کلنه ده، اسوشیتید پریس خبري اژانس ته وویل:«ځان له نورو سترو هنرمنانو لکه پیکاسو سره پرتله کوم. پیکاسو د مرګ تر ورځې انځورونه کښل، ولې؟ فکر کوم د دې کار انګېزه یې په ځان کې احساسوله. ژوند انګېزه ورکوله او له همدې کبله یې ځان اړ باله چې په خپل ځان کې پټ خلاقیتونه او باطن څرګند کړي، زه هم همداسي احساس لرم.»

مډونا وايي چې د مرګ تر ورځې پوري به د سندرو ویلو او د سندرو جوړولو ته دوام ورکړي.

ټاکل شوې ده چې د سږکال د سپټمبر په نهمه مډونا د نړۍ په بېلابېلو هیوادونو کې کنسرتونه اجرا کړي.

دا وايي چې په شپو ورځو او حتي اوونیو په دې فکر کوي چې په دې نړیوال سفر کې کومې سندرې ووايي.

د مډونا سندرې به ښايي هغو کسانو ته چندان په زړه پوري نه وي چې غوږ یې له لوېدیځې موسیقۍ سره اشنا نه دی خو په دې کې شک نه شته چې د دې ډېرې سندرې په نړیواله کچه خورا مینه وال لري.

دا د مډونا د سندرو یوه بېلکه ده:

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *