له ډېرې ستومانۍ پر لار نه شي تللی، کله بېلچه او کله چې کولنګ ورنه پر ځمکه ولګېږي؛ نو د ټکنده غرمې دا چوپتيا ماته کړي. دا یې دویمه ورځ ده، چې پرله پسې مزل کوي. په دې لوی بیابان کې یواځې، دومره یواځې چې ان یو الوتونکی يې هم شاوخوا نه ليدل کيږي. نه! نه رښتیا! له لرې څخه یو کارغه، چې خپل ځای يې د الوتونکو په منځ کې بایللی، پر سر يې څرخي راڅرخي.
کارغه ورنېژدې کېږي. تور اووه رنګه بڼکې يې د لمر رڼا ته ځلېږي؛ خو په ورته وخت کې يې تور مخ، سترګې او له تورې مښوکې او خړو سپږمو څخه یې د سړي کرکه وشي.
لمبات له جېبه یو موټی پاخه کړي غنم راباسي او کارغه ته يې اچوي، کارغه لکه وږی سپی چې پر پیشو ورټوپ وهي، داسې يې پر ځمکې توی شویو غنمو ته ګوډ او کاږه ګامونه وراخلي. داسې څرګندېدله، چې کارغه دا څو ورځې وږې تږې تېرې کړې وي.
لمبات له ځانه سره وايي: «کارغه د بدبختۍ نښه ده. کارغه کټ مټ زما په څېر یو منفور موجود دی.» لمبات ته وریاد يږي، په وروستي ځل يې کورنۍ له کوره ځکه وشاړه، چې خپلو څلورو ماشومانو ته يې روزي نه شوی برابرولی.
لمبات پلار ته ویلي هم و، چې په دې ګوډې پښې ورته څوک کار نه ورکوي؛ خو پلار يې ورسره نه منله. له دې سره جوخت د خپل واده بې خونده مراسم ورپه یاد شول. په واده کې یې یواځې د ده مور و پلار او د مېرمنې وروڼو او کورنۍ ګډون کړی و. یواځې د مور رښتینې خوښي يې حس کوله. پلار يې ده ته واده کول یو مسوولیت ګاڼه، نه د نیمګړي ژوند بشپړاوی.
د مېرمنې يې لویې لویې داړې وې، د مخ دوه غاښونه یې له ښکتنو شونډو تېر وو او که خندل به یې هم نه، ښکارېدل به. لمباب څو ځلې وغوښتل، چې د غاښونو په ډاکټرې يې راوتلې داړې اره کړي، خو چې جېب ته به یې وکتل، یوه ټنګه يې هم په جیب کې نه ښکارېده. له دې سره سره بیا هم “مینو” په لمبات ګرانه وه. ده به تل ورته ویل: «مینو! زه ستا احسانمند یم، له ما سره چا واده ته زړه نه ښه کاوه، مور مې د کلي یوه کور هم پرې نه ښود. هر چا زما نيمگړتياو ته ګوته نیوله؛ خو تا هېڅ مخنیوی ونه کړ. پلار دې شاه محمد هم په ورین تندي زموږ غوښتنه ومنله.»
لمبات اوس د کروندې له وسلې سره سمبال راغلی، داسې دښتې ته چې نه پکې شین بوټی لیدل کېده او نه هم پکې يو گوټ اوبه. ده په ټول ژوند کې دا درېيم ملګری دی، چې پيدا کړی يې دی. مور يې چې د سږو د مرض له امله شپږ میاشتې مخکې وفات شوه، بیا يې مېرمن او اوس اوس يې درېيم ملګری کارغه وموند.
لمبات لګیا شو، مستطیل ډوله کرښه يې د کولنګ په تېره ژۍ ترسیم او په هماغه اندازه يې د ځمکې کیندنه پيل کړه. په هر کولنګ وهنې سره یې په سترګو کې اوښکې ډنډېدلې، تېز سوځنده لمر هم ورته تت ښکارېده، نه يې سوځاوه.
ځمکه يې د خپل نامه تر اندازې پورې ژوره کړه؛ خو چې پکې وغځېد، دی ترې یوه لوېشت اوږد و. مستطیل يې نور هم اوږد کړ. دا ځل يې کټ مټ د خپل تن په اندازه برابر کړی و.
کارغه د غنمو دانې تمامې کړې وې، لمبات ته يې برند برند کتل. لمبات د کارغه په غوښتنه پوه شو؛ خو نورې دانې ورسره نه وې.
په ژړه غوني غږ يې ورته وویل: «څه شېبه وروسته به ښه موړ شې.»
لمبات په څادر کې تاو کړی بوتل راوويست، بوتل له سپين رنګه محلوله تر خولې ډک و. د لمبات لاسونه رېږدېدل، مستطیل ډول کيندل شوې ځمکه يې د ارامتیا یواځینۍ لار ګڼله. محلول يې په سر واړوه، ټول حواس يې پيکه شول، په ګېډه کې يې خوږ احساس کړ، د دغه خوږ زغمل ورته دومره ګران نه و. د لمبات سر او تنه نامتوازنه شوه او ښکته کیندل شوې ځمکې ته ولوېد. له بره کارغه د همدې کیندل شوې ځمکې پر څنډه ودرېد او ښه ډېره خاوره يې ښکته ورتوی کړه.
درې څلور ساعته وروسته په همدغه دښته کې چې هېڅ بل موجود نه پکې لیدل کېده، ډله کارغان راغونډ شوي وو او ستوني ستغ پراته وو. کارغانو ټېغونه ایستل.