کله چې کوم لوی فرهنګي وفات شي نو ایله رایاد شي چې باید درناوی (!) یې وکړو، یوه شانداره غونډه ورته جوړه کړو او د خپل زړه بړاس پکې وباسو.

بل زما غوندې د ځینو تش په نوم لیکوالانو، شاعرانو او نقدانو خو همدغه خوی دی چې ژوندي تخریبوو او مړه نمانځو. چې پخپل فکر مطمئن او وجدان ته ریښتیني نه وو نو په مستعار نوم خو خامخا نورو ته ټونګې وراچوو، ځکه چې دا خو د خپلو شخصي عقدو د تشولو اسانه، نسبتاً بریالۍ او کافي خوندي لار ده، مخامخ ورسره کباب خوره او تر پردې هاخوا سوځېدلی سيخ پسې نیسه!.

کله هم ځان ته له خپل اصلي نومه سر نه ورښکاره کوو چې دا سړی ژوندی و نو والله که به مې یوه ښه خبره هم د هغه په اړه له خولې وتلي وي، یا مې دې خدای ګوتې ماتې کړي که په اړه مې یې یوه ښه کرښه هم لیکلي وي خو که لیکلي مې وي نو باید د هغه له من ښو تېر شوی وم، بینا سترګو باندې ورته ړوند شوی وم او په هغه کې مې د (خو) ځای راسکونډلی وي او خلکو ته مې په زره بین کې ورښودلی وي، ځکه چې تر هغه بل (ژوندي) ولې زما څه کم دي؟ که هغه خلک لوی ګڼي نو ما هم مازدیګر خپل سیوری لیدلی دی چې ډېر اوږد دی او زه مطمئن یم چې په قد او اندام ورسره برابر شوی یم. خو چې مړ شي نو بیا رایاد شي چې هغه ښه سړی و، زما وطن، زما خلکو او زما ژبې ته یې ډېر کار کړی دی، باید اوس یې نو ونمانځم ځکه چې د مړي خو په ژوندیو حق وي.

بیا نو زموږ دغه نمایشي نمانځغونډې څه ډول وي؟ په دې نه غږېږم، دا نه وایم چې یو به پېل وکړي:

والله ما یې اثار ندي لوستي خو ډېر ښه سړی و…

دا به هم نه وایم چې بل به راپاڅیږي او وايي به چې والله په ملګرتیا او مېلمستیا کې ډېر تکړه و…

دا هم څه کوم چې وایم، بل به یې د شوخۍ یوه خاطره درسره شریکه کړي چې هغه ورځ داسې چل و…

خو دا وایم چې ایله به دې خدای توبه قبوله کړي او یو نیم ریښتينی زړه خوږی او باسواده به پکې راپېدا شي او د هغه پټ جوهر به درته رابرسېره کړي.

زموږ په کلیو او بانډو کې اوس هم ځمکه او ټوپک ناموس ګڼل کیږي، که چا درنه واخيستل نو باید دا فکر وکړې چې توبه خدایه د تا مېرمنې ته یې لاس وروړی دی، باید په هماغه اندازه جدي چلند وکړې او سورشین واوړې. که کله هم داسې یوه برسېرنه پېښه رامنځ ته شوې نو له مقابلې خوا بې له دې چې په ارامۍ هغه مشکل ته د حل لار پېدا کړي، استدلال سره وکړي، بس د مشینې بلوټ یې کش کړی او ډز ډز سړی یې بوڅ اړولی دی… بیا نو دی وي او د وژل شوي سړي څرمن چې په ځان پسې یې څښوي او له خپل سیوري هم ډارېږي. که په کوم سړي بیا ځان ډېر ګران وي نو د خپلې لور، خور ستونی مقابل لوري ته ورپه لاس کړي او دی غوړ بریتونه لکه د نرپش ګرځي.

خو ولې؟ موږ څه ډول تعبیرونه لرو؟ څه ډول منطق لرو؟ هغه خو به وروسته پاتې او بې سواده بولو، نو زه خو لوستی یم، ښاري یم. ولې ځينې په پټو سترګو منل شوي رسمونه اوس هم پالم او په ژوندي ساتلو یې ویاړم او بل دښمن ګڼم که د له منځه وړلو هڅه یې کوي.

نو نه پوهېږم چې له مرګه وروسته د یو چا په اړه غونډه نیول څه ډول درناوی دی؟ هغه وفات شوی کس څنګه د ژوندیو په دې اوسنیو غونډو درنیږي او موږ ژوندي یې هغه شانداره غونډې ته ولې دومره خوشالیږو او که ونه نیول شي نو ولې موږ ژوندي ورسره ځان کم احساسوو؟

عجبه خلک یو، عجیب مو منطق او دلایل دي.

One thought on “مړي نمانځه او ژوندي تخریبوه! / نورګل شفق”
  1. شفق صاحب، ښکلې ليکنه وه خو: زه فکر کوم که د يو چا له ښګېڼو سره د هغه نيمګړتياوې يادې شي بده خبره نه ده، يوازې په چک چکو او ستايلو نه کيږي. که په يو چا کې يوه وړه خو وي او هغې خو ته خو ووايو، دې ته تخريب نه وايي.
    بله خبره دا چې ما نه ياديږي چې ژوندۍ يا مړې د نمانځل شوې وي او ستاسو په ليکنه کې هم يوازې سړی ياد شوي دي، لکه: کس، سړی، لوی فرهنګي، بل او …. . باید داسې کلمې وای چې ښځې هم پکې شاملې شوې وای. مننه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *