د یاهو نیوز د خبر له مخې د چین په هیواد کې یوه مړه مالیزیايي کوبرا مار یو کس وچیچه.
نوموړي کس د یوه معتبر رستورانت تکړه اشپز و، چې غوښتل ئې د کوبرا مار سوپ پوخ کړي. پیښه هغه مهال را منځ ته شوه چې اشپز د مار سر د پاکولو لپاره په لاس کې را پورته کړ او یو ناڅاپه مړ مار د هغه په لاس غاښونه خښ کړل.
خوارکي اشپز د طبې مرستې تر رسیدلو مخکې ساه ورکړه.
د مار پیژندنې ځیني پوهانو د دې پښې پخلی کوي او وایي چې مار له وژل کیدلو وروسته هم د چیچلو حس لرې، مار باید د مړو په ډله کې ونه شمیرل شي او له وژل کیدلو وروسته هم د چیچلو د مخنیوي لپاره باید ځانګړې پاملرنه ورسره وشي.
د مار زهر د وژنکو موادو څخه جوړ دي چې د انسان د وینې له لارې ټول بدن ته زهر لیږدوي او په لنډه موده کې د انسان ټول ځان په زهرو ککړوي چې د مرګ سبب کېږي.
http://www.news.com.au/video/id-EyZWR0bzpsbvyZGHVtl3crn_exvgdKfE/Chef-killed-by-severed-snake-head