د شاه دوشمشیره د زیارت سره څومره بیروبار دی، د غرمې دوې بجې روژه او دا بیروبار خو بیخي ما وژني خیر باید ځان د خیاط دوکان ته ورسوم چې دا د توشکې پوښ يې لنډ کړی دی او اوس که بله ټوټه پسې واچوي هم بد ښکاري، سړی له دې خیاطانو سره څه وکړي.

چشم نه داري حال در این سوراخ میفتي فکرت بگي.

نژدې و چې د سړک په سر په لوی سوري کې لویدلای وم، پښه مې ونیوله او سوري ته مې چې د فرخندې څلي ته نژدې وو پام شو. که ګورم په سوري کې پوډریان ننوتلي دي او ښه په خوند نشه کوي.

په تور حجاب کې ورته ولاړه وه، ماشومه لور یې تر لاس نیولې وه او ماشوم زوی يې هم د غار په خوله کې ولاړ و  او په سترګو کې يې وچ شوي امید له ورایه اوښکې تویولې.

چیت میشه؟

شوهرم است شیشه میکشه.

دې معصومو ماشومانو څو شیبې د خپل نشه پلار ننداره وکړه او بیرته نا امیده ټول ورڅخه روان شول، لکه یوه کورنۍ چې د خپل کوم مړي قبر ته راشي او بیرته نا امیده ورڅخه روان شي.

دا معصوم ماشومان له خپلې مور سره د خپل پلار دیدن ته چې د نشې په عالم کې غرق وو راغلي وو. نه عرش ولړزیده، نه اسمان ونړیده او نه هم بل تندر راولویده، ټول خلک یوې او بلې خواته ګرځېدل داسي ښکاریده لکه هیڅ خبره چې نه وي.

زه چې ماشوم وم په هلمند کې کوکنار ښه په خرپ کرل کیدل، څو ځله خو زه هم مجبوره شوی یم چې نیش ووهم، ډیر زیات مخالفت مې کړی و خو ډیر ځله راته بې غیرته او کلانکاره ویل شوي وو ځکه ټولو خلکو د تریاکو نیښ واهه او ماهم باید وهلی وای ځکه د دوی په خبره زه تر نورو ښه ځوان نه وم. زه اوس هم تر نور ښه ځوان نه یم خو خبره د وجدان ده هغه وخت مې هم له دې کښت څخه کرکه کیده او اوس هم له ټولو نشه يي موادو سره سخته دوښمني لرم. دلته ماته دا سوال پیدا شو چې ایا د دې سړي په نشه د روږدي کیدو په ګناه کې خو به زه نه یم شریک؟ ځکه موږ هم یو وخت تریاک کرل او ما هم له دې حرام کښت څخه ډوډۍ خوړلې ده. ایا د دې معصومو ماشومانو پلار خو به ما نه وي پوډري کړی؟

ته لیونی يې! هغه زموږ د کلي مولوي صاحب دې نه دی په یاد چې تل به يې ویل: تریاک زموږ مجاهدین دي او د کفارو اولادونه په نشه اخته کوي، کله چې مولوي صاحب د تریاکو زکات اخلي نو بیا ولې حرام دي.

حراموالی د مولوي په خبره او له ایت اوحدیث څخه د هغه په تفیسر کې نه دی. حرام هغه ټول کارونه دي چې ستا وجدان يي نه مني او زه پوهیږم که انسان هر څومره بې وجدانه شي بیا هم لږ وجدان لري، او دا وجدان ورته په سر لکه قاضي غوندي ولاړ وي، زه هم همدې قاضي نه پریښودلم چې نیش ووهم او همیشه مې په دې خبره د خلکو سره جنجال وو.

یوازې تریاک او قاچاق نه دي چې مړه وجدانونه ورباندي اخته دي بلکې د فساد ډیر ډولونه اختراع شوي دي چې ډیر ښه ږغ کوي او دا د ډم زامن ورته ښه پوخ اتڼ کوي. د دې بې ایماني او اداري فساد ډول دومره په غرز ډنګیږي چې د غریب او مالدار ترمنځ واټن ورځ په ورځ اوږدوي. ډونر (فنډ ورکوونکي) له پروژو څخه خپله فیصدي اخلي ځکه د پلار حق يې دی او ښه حلال حق یې دی، د پروژو پلي کوونکي بیا په خپلو کارکوونکو داسي بیلونه (Bills) جوړوي ته به وايې د خپل پلار دوکان يې دی. د بې ایماني دا سلسله موږ په ټولو ارزښتونو بې باوره کوي، زموږ مړه وجدانونه نور هم وژني او موږ د تاریخ ورستۍ کندې ته غورځوي. د امریکا خارجه وزیر یو تریخ حقیقت ووایه:

 افغانان د درواغ ویلو او فریب کارۍ ډیره اوږده او پخه تاریخچه لري چې موږ ورته خپله له ویاړه ډک ۵۰۰۰ کلن تاریخ وایو. د شرم خبره خو دا ده چې موږ خپل ټول دیني، معنوي او ملي ارزښتونه له لاسه ورکړي دي. همدا نن يې په ارګ تور ولګاوه چې د فحشا اور ته لمن وهي او د ارګ چارواکي په فحشا کې ښکیل دي؟ له چا سره فحشا کوي د ملت له ښځینه استازو سره، د حکومت اجراییه ریس دا خبرې ټکان ورکوونکې بولي او یو ډول نه یو ډول ورباندي د تایید مهر ږدي. هیچا دې ته ونه کتل چې دا ډول خبرې او تورونه د هیواد، ملت او ملي ویاړونو له پآره د مرګ معنا لري، هیچا دا فکر ونه کړ چې ایا د پارلمان وکیلانې او یا نور ښځینه چې دا تورونه ورباندې لګیدلي به رښتیا دومره پستې وې چې د چوکۍ په خاطر دې پست کار ته زړه ښه کړي؟ نه دا مهمه نه ده مهمه دا ده چې زما سیاسي مخالف ګوزار وخوري او ښه کلک ګوزار وخوري دا ګوزار که د ملک د رسوايي په قیمت وي او که د تاریخي شرم په قیمت وي فرق نه کوي. دا څه ډول قدرت او د دولت مینه ده چې ځیني انسانان تر دې اندازې پست کوي؟ د ننګ په نامه موږ پخوا یوشی درلودل خو دا شی اوس په دوربین کې هم نه ښکاري. موږ غیرتي خلک وو خو خارجي مرستو ټول سوالګر کړو، موږ ډیر شرمناک خلک وو خو جګړې د نړۍ تر ټولو بې شرمه خلک کړو، خو له دې ټولو سره سره بیا هم دا د ننګیالو وطن دا د توریالو وطن.

د مې د میاشتي ۲۹ کال ۲۰۱۹

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *