د بر کلي صاحبزاده يم
يو مې آس يوه شړۍ
قصيده مې پخه کړې
ګرځومه کوزړۍ
ځوان مُريد د څرخي پېر يم
رنګ دې ورک شي کوډې نه کړم
کوډې باسم
بند بختونه خلاصومه
د مينو زړو ريبار يم
شکرانه مې يا مميز دي يا توتان دي يا مرۍ
څوک دسمال راته خامک کړي
څوک راجوړه کړي خولۍ
د برکلي صاحبزاده يم
يو مې آس يوه شړۍ
نجونې ګردې رانه تاو وي
تاويزونه رانه غواړي
ملا تل راته په قار وي
سل کوپرونه راته وايي
خو پروا يې ډېره نه کړم
خدايزده ولې
د کوز کلي په زلميو باندې ګران يم
ماته راز د دوی مالوم دی
يو د خان په لور مين دی
بل ليدلې د ملا صايب لمسۍ
د برکلي صاحبزاده يم
يو مې آس يوه شړۍ
د شنډ توت ډډې ته ناست يم
شنډو ښځو ته تاويز کړم
ماشومان له ځېله خلاص کړم
د برات د مياشتې سر دی
نن اوله پنجشنبه ده
يوه پېغله راته ناسته
زښته ډېره ښايسته ده
وايي داسې تاويز راکړه
چې مې پلار لږ بسلمان شي
ميرات مړی ولور کم کړي
خوږ جانان مې مساپر دی
په دوبۍ کې مزدوري کړي
نيمه شپه چې شي رابره
په سندرو باندې سر شم
ټول ماران مې په هوده دي
غږوم ورته شپېلۍ
د برکلي صاحبزاده يم
يو مې آس يوه شړۍ
ژرنده ګړی مې ښه یار دی
ډېرې شپې سره يو ځای يو
ظالم ښه مست ربابي دی
د ځوانۍ سندرې وايو
شپه چې ښه ډېره پخه شي
بيا نو بله کړو دوهۍ
د برکلي صاحبزاده يم
يو مې آس يوه شړۍ
ژرنده ګړی چې نن راغی
په خندا يې راته وويل:
صايب زاده کيسې ته غوږ شه
نن اوړه مې د خان يووړل
کور يې ډک له ميلمنو وو
څوک له ښاره وو راغلي
په انګړ يې شور ماشور وو
يوه ښکلې مېلمنه وه
په ښايست وه ښاپېرۍ
کليوالو غوندې نه وه
ښکارېدله مکتبۍ
شرمېدله پټ يې وويل:
صايبزاده يار ته دې وايه
پېرخانې ته دې سلام دی
يو تاويز خو راته وکړه
چې جانان ته شم منظوره
شکرانه به پوره درکړم
خدای دې مه کړه ادې بوره
مکتبۍ راته دا وويل
بيا يې راکړ دا کاغذ
ژرنده کړي توبې وکړې
ويل يې ورانه زمانه شوه
مکتبۍ نه وه بلا وه
په خندا بېرته ستنه شوه
په کاغذ کې وو ليکلي:
(( په سندرو يم مينه
د نغمو يم لېونۍ
په يو چا مې زړه بايللی
غږوي ښکلې شپېلۍ
يو تاويز ورباندې وکړه
چې ما ګل کړي د پګړۍ
د برکلي صايبزاده دی
يو يې آس يوه شړۍ
یاره وایم دوا دی سه. ښایسته او خوندور شعر وو. ماته د ځوانی را یاده کړه