سناتور جان مکین

تاند- د امریکا د سنا جرګې د پوځي خدماتو د غښتلې کمېټې مشر د سې شنبې په ورځ وویل، تر هغو به د ولسمشر ټرمپ د دفاع وزارت د چوکیو لپاره کاندیدانو ته د اعتماد رایه ورنه کړي چې د افغانستان په اړه د ټرمپ د نوې ستراتیژۍ په باب د ده له کمېټې سره معلومات شریک شوي نه وي.

جان مکین، چې د سنا جرګې ريیس او د امریکا د کانګریس د جمهوریپال ګوند مخکښ سناتور دی، د افغانستان په قضیه کې ځانګړې لېوالتیا لري.

مکین، چې د اریزونیا ایالت سناتور دی، وايي چې د ده کمېټه د دې لپاره چې د ولسمشر ټرمپ دفاع وزارت د پوسټونو کاندیدان تایید کړي د افغانستان په اړه زغردو او ښکاره معلوماتو ته اړتیا لري.

«که معلومات رانه کړای شول، موږ دا کار نه شو کولی.»

ټرمپ د اګست په وروستیو کې د مکین له سختو انتقادونو وروسته د افغانستان لپاره نوې ستراتیژي اعلان کړه چې پر اساس یې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر زیاتېږي او له دې هیواده د امریکايي پوځیانو د ایستلو مهالوېش، چې د اوباما په دوره کې اعلان شوی و، لغو شو.

خو له دې سره سره د مکین لپاره دا د قناعت وړ نه ده.

مکین په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د پاتې کېدو غوښتونکی دی او وايي، باید امریکا تر هغو له دې هیواده پوځیان ونه باسي چې ټول تروریستان ځپل شوي نه وي.

ځواب دلته پرېږدئ