ادبي طرحه:  خالق رشید

 د دنیا هرڅه، هره شیبه، هر رنګ اوترنګ تیریدونکی دی، خو یوڅه چې ورسره ملګري ویل کیږي، هغه دا دي چې هیریږي نه! طبعیت او انسانان هم یوشان نه دي او نه پر یوه حالت باندې پاتې کیږي، د دنیا او زمان سپیره سیلۍ ورپسې ده ،کله کله داسې درب او درز ورکوي چې کله څنګه اوکله څنګه دواړه که دی وغواړي اوکه نه، ورباندې ویني، ښوونکي هم پوره شپیته کاله ډیرڅه ولیدل، ډیرڅه یې په ډیرو ژبو کې ولوستل، ډیرڅه یې د انسان د پوهې او روښانتیا په خاطر نورو ته هم ورسول او هم مې وروښودل، خو دا دی اوس په داسې یوه پړاو باندې په داسې ځای اوزمان باندې ودرید چې نه وروسته سم ور ښکاری اونه مخکې ، وایي زه یوآواره یم ، یومسلمان آواره چې کورمې، کلي مې او وطن مې راته سوراورشو، زه یو سوري یم، زه یو عراقي یم او زه یو افغان یم او یو مسلمان یم چې هرڅه یې راباندې وکړل، ویې وژلم، ویې ستایم … جنت او شهادت یې را ته له یوموټي ډالرو سره په مخکې کیښودل او قومانده یې راکړه چې درځه حورې اوغلیمان د جنت په دروازو کې له شیدو اوشرابو سره یوځای درته ولاړل دي …خو خپله یې له سنبل بویه چلتاروسره په مرمرینو ماڼیوکې د هغو خیالي حورو پرځای د نازنینوپه مړوندونو باندې خوبونه نه پوره کیدل :

او پوره مې نه کړې د ځوانۍ خوبه  ….

    هو، زه له هغوی وم چې ترهغه ځایه ونه رسیدم، هغه لاره چې دوی راته ټاکلې وه ، هو، هغه دجنتونو او … هغه مې غلطه کړه اویوڅوخواخوږي داسې وو چې زه یې پرهغه لورپرنښودم … دخپل چوپړ په خاطریې له ډیرو ګرویږنو اوڅارنو وروسته چې ګواکي کوم قاتل خو به نه یم  راوستم او دلته یې دهغه پلاراومور پرځای ودرولم چې ترما دمخه یې کیسه ماته خلکو کوله او ویلي یې وو:

  «ما په یوه کوټه کې پنځه اولادونه لوی کړل ، ومې روزل خو اوس زما له پاره دهغوپه پنځو سرایو کې دیوې شپې تیرولو له پاره هم ځای نشته …

    هو، دیوه سرای ته ورغلم راته ویې ویل چې ځان ددې وطن په شان کړه، که نه زه درباندې شرمیږم … بل ته ورغلم په قهرمې ترې واوریدل  تا ماته څه کړي ؟ دریم ته ورغلم، راته ویې ویل : جین دې خراب دی ، زه دولې ښایسته نه پیداکولم ؟ … څلورم مخکې له مخکې یې خبر راکړی وچې له ماسره کارمه لره … زما ماشومان هم تا غوندې کیږي، نه غواړم چې دوی هم تا غوندې شي… او د وروستي پر دروازه لاسم نه وم ورننوتی چې په اغزنه ژبه یې ترغوږ راتیره کړه، شپیته کاله دې په چټیاتو کې ضایع کړل، انګریزي به دې زده کړې وای ، د انګریزانو نوکرشوی به وې ، اوس به د هرڅه خاوند وې، له ماسره هم ستا د ژوند د کرنتي نسخه نشته، ځه چیرې چې دې ښه هلته دې شپه !؟

 ما ښام تیاره و، چې ترې را روان شوم ، خو نه پوهیدم چې چیرې ځم … د چا کره ، له چا سره …  ای الله ؟ کوریې دښار پرلوړه باندې و، دټول ښار بي شمیره څراغونو ته مې په ځیرځیروکتل، چې ټولو په مستیو سترګکونه راته وهل ، داسې چې نه پوهیدم راته خاندې اوکه راته ژاړي … څراغونو د ټول ښارډیرې تیارې روښانه کړې وې ، خو زما د زړه دردمنې کوڅې ته یوه رڼآ هم نه راتله …  نه پوهیدم چې چیرې ولاړشم ، تردغو ملیونو څراغونو لاندې دپټې له پاره هم ځای نه و، ډبرین دیوال ته مې ډه ډه ورکړه، چې د زاړه موبل زنګ مې په شرنګا شو، ترنګ ترنګ ، ترنګ … زړه نا زړه مې ټڼي کیکښه ، دیو چا غږ مې ترغوږشو :

ـ مایک د کلیسا ساتونکي …

ځواب مې ورکړ ، دنوی کال مبارکي مې ورته وویله … زریې ځواب راکړ:

ـ نن شپه دلته ډیرخلک راځي … راځه نن زما میلمه یې …

بس نیغ ور روان شوم ، زه اوهغه په یوه وخت کې دلته مهاجرشوي وو، هغه له اکراین څخه راغلی و اوزهم له …

 ورغلی وم  ، ما ښام تیاره و…  ور ورسیدم ، زما لاره یې څارله،  راته خوشاله شو، خو زما په اوتره ورځ  باندې دی نه پوهیده … ورسره پاتې شوم ، په شپه کې مې د آرامۍ احساس ورسره وکړ، نیمه شپه وه ، آرام پروت وم ، خپله ستړې ورځ را یاده شوه ، خپلې نا چارۍ ته سوچ ترخوب دمخه یو وړم … چې په همدغه شیبه کې مې د جرمني دمشرې  میرکل هغه وینا ترغوږ شوه چې دمسلمانو مهاجرو په اړه یې ویلي وو:

« موږ به خپلو ماشومانو ته ووایو چې سورې او عراقي مهاجرو موږ ته پناه راوړه، موږ پناه ورکړه، په داسې حال کې چې مکه ترموږ دوی ته ورنژدې وه ، خو هغوی پناه ورنه کړه … »

اوما د یوه مسلمان په توګه د دغې خواخوږې او رښتینې جملې په وړاندې د خپل اسلامیت او خپلې مکې!؟ د غریبۍ په وړاندې خپله ژړا تم نه شوای کړای … ؟؟؟

پای

ادمنتون، کانادا

د ۲۰۱۹ کال د جنوري ۷

[email protected]

2 thoughts on “مکې پناه رانه کړه، خو جرمني هغې راکړه !” | خالق رشید””
  1. اوف ! ښاغلی ،منلی اودروندپوهاندرشید ته دزړه له کومې سلامونه ! ډیر عالی په ګوتو او قلم موبرکت شه هسې موږ ته به پاکستانیانو ویل چې که نور مسلمانان په اسلام سر ورکوی نو افغان پرې …هم ورکوی آخر موداحال شو چې دبرمل دمظلومو خلکو لپاره یو کلنیک وی اوهغه هم داسلام په نوم وران کړو اووروسته دټپ دښه والی لپاره له خوشویو اونسوارو کار واخلو چې ګویا زموږ مسلمانو پلرونو دادرمل استعمال کړی ـ واقعاً زموږ خلک داسلام په نوم څومره بې ځایه مین دی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *