مک ماسټر- د امریکا د ملي امنیت سلاکار

تاند- د امریکا د ملي امنیت سلاکار مک ماستر نن /دوشنبه/ په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیو اړیکو له سلاکار سره خبرې وکړې.

د پاکستان د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز د امریکا د ملي امنیت له سلاکار مک ماستر سره په کتنه کې د افغانستان د سولې لپاره د خپل هیواد پر ژمنې ټینګار وکړ.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار په داسي حال کې اسلام اباد ته ورسېد او د دغه هیواد له چارواکو سره یې خبرې وکړې چې مخکې تر مخکې اټکلونه وايي نوموړی به پر پاکستان فشار راوړي چې په افغانستان کې له نیابتي جګړې لاس واخلي.

ده پرون په کابل کې د افغانستان له ولسمشر، اجرايي ريیس او د ملي امنیت له سلاکار سره د افغانستان او امریکا پر اړیکو او د تروریزم پر ضد د مبارزې پر لارو چارو خبرې وکړې.

مک ماستر افغانستان او پاکستان ته د دې لپاره سفر کړی چې د افغانستان وضعیت وارزوي.

ټاکل شوې ده چې دی هند ته هم لاړ شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې د دغه هیواد د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز د امریکا د ملي امنیت سلاکار ته د افغانستان د خرابېدونکي امنیتي وضعیت په وړاندې اندېښنه ښکاره کړه او ویې ویل چې پاکستان په افغانستان کې د سولې او پخلاینې لپاره د نړیوالې ټولنې د هلوځلو ملاتړ ته ژمن دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په وینا سرتاج عزیز له مایک ماستر سره هم د پولې د اغېزمن کنټرول او مدیریت پر اهمیت تاکید وکاوه، ویې ویل چې دا مسله په سیمه کې د سولې لپاره مهمه ده.

سرتاج عزیز د امریکا او پاکستان ترمنځ غښتلې همکاري او مشارکت د سیمې د سولې او ثبات لپاره حساس وباله.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د امریکا د ملي امنیت سلاکار د تروریزم پر ضد د پاکستان هلې ځلې وستایلې او ویې ویل چې د امریکا نوی حکومت به له پاکستان سره نژدې همکاري وکړي.

ده همداراز وویل چې د امرکیا متحد ایالتونه به له پاکستان سره په افغانستان او سیمه کې د سولې او ثبات د ګډ هدف لپاره کار وکړي.

مک ماستر له افغانستانه پاکستان ته تر تګ وړاندې په کابل کې په یوه مرکه کې وویل هیله لري چې پاکستاني مشران به په دې پوی شي چې د دوی ګټه په دې کې ده چې د هغو کسانو خلاف اقدام وکړي چې په تېرو کلونو کې یې نه کاوه.

د ښاغلي ماستر په اړه لوېدیځې رسنۍ او مبصران وايي چې د پاکستان په وړاندې به له فشاره کار واخلي څو د سختدریځو ډلو په وړاندې په خپل دریځ کې بدلون راوړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *