تاند- د امریکا د متحدو ایالتونو د ملي امنیت سلاکار مک ماسټر د امریکا په وخت پرون /جمعه/ په افغانستان کې د جګړې د بري پر احتمالاتو نظر څرګند کړ.
مک ماسټر وویل«په افغانستان کې د بري هدف دا دی چې افغانستان ته موقع ورکړو چې افغانستان شي. موږ نه غواړو چې د متحدو ایالتونو په منخ کې یو بل ایالت زیات کړو.
د ډېرو افغانانو او د کوزې پښتونخوا د ملتپالو په باور پاکستان په دې فکر کې دی چې له افغانستانه خپله پنځمه صوبه جوړه کړي.
مک ماسټر همداراز وویل«په افغانستان کې د بري معنا دا ده چې په دغه هیواد کې هیڅ داسې تروریستي ډله نشته چې د دغه هیواد د خاورې کومه مهمه سیمه په لاس کې لري یا ګڼ مېشته سیمه تر کنټرول لاندې لري چې له هغې څخه د منابعو د راټولولو، د پیسو د ترلاسه کولو او بیا له دغو پیسو او سرچینو څخه زموږ او زموږ د متحدانو پر ضد د حملو او پلان جوړولو لپاره کار واخیستلی شي.»
مک ماسټر وویل چې د جنوبي اسیا په هیوادونو کې د ښو او تلپاتې پایلو غوښتونکی دی.
«پایله دا ده چې د سیمې خطر د امریکایانو امنیت او خوندیتوب نه ګواښي.»
د امریکا د ملي امنیت سلاکار مک ماسټر دا څرګندونې وروسته له دې وکړې چې د دغه هیواد ولسمشر د افغانستان لپاره د ستراتیژۍ په اړه څرګندونې وکړې او له پاکستان څخه یې وغوښتل چې د تروریستانو پناهخایونه له منخه یوسي چې له کبله یې افغانستان نارامه دی.