د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل

تاند، شنبه، د حوت ۲۴مه: د ننګرهار ولایتي ادارې په جلال اباد کې د ۶ سوه بستریز روغتون، د پاچا خان مزار او جلال اباد شاهي ماڼۍ د بیارغونې د ژر تر ژره بشپړیدو خبر ورکړی دی.

د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل د دغو رغنیزو پروژو د څار پر مهال ویلي، چې د ۶ سوه بستریز روغتون بېلابېلې برخې د رسیدو په حال کې دي او په راتلونکو شپږو میاشتو کې به ګټې اخیستنې ته چمتو شي.

نوموړي همدا راز د پاچا خان مزار څخه هم د لیدنې پر مهال خوښي وښوده چې شاوخوا شپیته سلنه چارې یې بشپړي شوي او ورځ تر بلې چارې په ترسره کېدو سره ګټې اخیستنې ته نږدي کیږي .

ښاغلي میاخېل د جلال اباد شاهۍ ماڼۍ بېلابېلې برخې هم څارلي او ویلي یې دي په یادو درې پروژو کې تر زرو شاوخوا کسانو ته کاري زمینه برابره شوې او کارونه یې هم په ګړندیتوب سره جریان لري .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *