یادې خبرې د افغانستان د جمهوري ریاست د چارو ادارې د ملي پرمختیایي، عملیاتي او حمایوي ادارې مرستیال عبدالرحمن عطاش پکتیکا ولایت ته د خپل سفر په جریان کې وکړې.
ښاغلي عطاش وویل چې د یوې میاشتې په جریان کې به د لاندې پروژو کارونه پیل شي، چې پدې سره به د پکتیکاوالو ګڼې ستونزې هوارې شي.
۱/ د ۲۰۰۰ نفرو ځایولو په ظرفیت د غونډو تالار جوړول.
۲/ د۱۰۰۰نفرو په ظرفیت د فاتحې صالون جوړول.
۳/ په مرکزښرنه کې د ۱۵۰۰ نفرو په ظرفیت دوه منزله جومات جوړول.
۴/ د بستر لرونکو روغتونونو لپاره دوه انتظارخونې جوړول.
۵/ د کرکټ ورزشي لوبغالي دوهمه برخه تکمیلول.
۶/ د ولایت لپاره په نوي سیستم معیاري میلمستون جوړول.
۷/ په مرکز ښرنه او ارګون کې د نجونو لپاره د څلورو ښوونځیو جوړول.
۸/ د ارګون ولسوالۍ د هغه جومات چارې بشپړول چې کارونه یې لا نیمګړي پاتې دي.
نوموړي وویل چې په دوهمه مرحله کې به د پکتیکا لپاره په نوي سیستم اداري او رهایشي کمپلکس، د پکتیکا پوهنتون لپاره پینځه پوړیزه لیلیه او په مرکز ښرنه کې به د معیاري پارک کارونه هم پیل شي، چې یادې پروژې به د پکتیکا ولایت په پرمختیایي او اقتصادي برخو کې رغنده رول ولري.
د یادونې وړ ده چې د یادو پروژو د جوړونې چارې به د ولایت مقام او چارو ادارې له لوري په ګډه پر مخ وړل کیږي.
درنښت
د پکتیکا ولایت رسنیز دفتر   

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *