تاند، دوشنبه، د سنبلې ۲۵مه: د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ منشي میا افتخار حسین وایي، د افغان دولت له حضور او ونډې پرته په افغانستان کې سوله نشي راتلای.

نوموړي دا خبرې د خدایي خدمتګارې الف جانې خټک په جنازه کې کړې دي او زیاته یې کړه، په افغانستان کې سوله هغه وخت راتلی شي چې د سولې پروسه کې ټول ښکیل لوري یو شان شریک وي.
نوموړي دغه راز وویل چې د کشمیر مسئله هم باید د کشمیریانو د خوښې او رضا مطابق حل کړای شي او نړیوال قوانین پکې باید مراعات شي.

ښاغلي افتخار حسین د الف جانې خټک د هلو ځلو ستاینه وکړه او ویې ویل نوموړې د باچا خان د خدایي خدمتګارانو د صف واقعي ملګرې او مبارزه وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *