۱۳۹۳/۱۰/۸
د میدان وردګو ولایت د ملي امنیت مؤظفینو د ځانګړو عملیاتو په پایله کې چې تېره اونۍ يې په سیداباد او د روانې اونۍ د دوشنبې په شپه یې په مرکز میدان ښار او نرخ کې ترسره کړل،ګڼ شمېر چاودیدونکي مواد او مهمات نیولي دي.
په دغو موادو کې ۱۹ پاکټه باروت،له چاودیدونکو مواد ډکې ۱۳ بوشکې، د بیم څلوېښت – پنځه مرمۍ ،پنځه،پنځه د آوان او راکټ مرمۍ، یو بيلر او نور ګڼ شمیر
سرګلولې او چاودیدونکي توکي شامل دي.
مؤظفینو تر دې مهاله د یادو مهماتو او چاودیدونکو توکو په تور څوک نه دي نیولي خو څېړنې دوام لري .
مخالفینو غوښتل چې له یادو مهماتو او چاودیدونکو توکو
څخه د سړک غاړې ماینونو په جوړولو کې ګټه پورته کړي.
د میدان وردګو مطبوعاتي دفتر