امین الله عادل –

یوه ورځ مخکې د میدان وردګو ولایت لپاره د معصومه مرادي په نامه د یوې ښځینه والي د ټاکل کېدو خبر خپور شو، چې له ښه مرغه دغه خبر وروسته د ملي تلویزون په خبرونو کې اصلاح او نوموړې یې د دایکندي د والي په توګه معرفي کړه. خو څرنګه چې ولسمشر د څلورو ښځینه والیانو د ټاکلو ژمنه کړې نو هیله ده، چې دې ولایت ته ښځینه والي ونه لېږي.

وردګ ولایت متاسفانه په تېرو دریالسو کلونو کې د والیانو لابراتوار ؤ. ډېر کمزوري او یا له فساد څخه ډک والیان په کې کښته او پورته شول، چې له دې جملې څخه یوازې یوه والی د دې ولایت په مرکز کې یو څه کار وکړ مګر نوموړي ولسوالیو ته هغه که د جلریز او نرخ او سیدآباد ولسوالیو په څېر نږدې هم وې کوم د پام وړ کار ونه کړ. همدا لامل ؤ، چې د ولس او حکومت ترمنځ فاصله خورا زیاته شوه. جګړو په کې زور واخیست او په تېره بیا د کابل-کندهار سړک خو د مخالفینو او حکومتي چارواکو د اقتصادي معاملو ګډه سرچینه وه.

د دې ولایت بېوزله ولس متاسفانه د پلک او سندان تر منځ دی، له یوې خوا پکې مخالفینو زور اخیستی، ټوله سیمه یې نا امنه کړې، هېڅ پراختیايی پروګرام ته اجازه نه ورکوي، خلک نه پرېږدي، چې د خپل اولاد لپاره د نفقې د پیدا کولو لپاره د حکومت او یا له کومې پروژې کار وکړي، هره ورځ په ولسوالیو او حکومتي پوستو بریدونه کوي. له بلې خوا حکومت ډېر کمزوری او له خپلو حکومتي ودانیو پرته نور حضور نه لري او نه هم په دې ولایت کې د امنیت د ټینګښت لپاره لازم اقدام کوي. په دې ولایت کې تر اوسه پورې په سوونو ځوانان د جګړې خوراک شول او زرګونه کورنۍ د غم په ټغر کېناستې او دا لړۍ همدا اوس جریان لري.

په میدان وردګ ولایت کې چې د کابل مهمه دروازه ګڼل کېږي عملا جګړه روانه ده. د سیدآباد، جغتو او جلګې په څېر په اکثرو ولسوالیو کې د حکومت تسلط یوازې تر خپلو مراکزو او حکومتي ودانیو پورې منحصر دی او د مخالفینو د بېلابېلو ډلو او ډلګیو حضور په ټولو سیمو کې پراخ دی. د حکومت او مخالفینو ترمنځ په روانه جګړه کې هره ورځ ډېر کسان وژل کېږي، هره ورځ پکې ډېر بېګنا او یا مخالفین نیول کېږي، په نرخ ولسوالۍ کې بیا بېوزله عام وګړي د حزب او طالب ترمنځ د جګړې له کبله کړېږي او هغوی ته کور په کور او کلی په کلی تلپاتې دښمنۍ ور په برخه شوې.

ددې لپاره چې ددې ولایت کې د حکومت او خلکو ترمنځ فاصله را لږ شي، د ولسوالیو امنیتي وضیعت یو څه ښه شي ترڅو خلک لږ د آرام ساه واخلي نو غوره ده چې ددې ولایت لپاره ژر تر ژره داسې شخص د والي په توګه وټاکل شي، چې د خلکو په ژبه پوه شي، د خلکو دردونه او ستونزې درک کړی شی، داسې والي وي چې په دې ولایت کې د موجوده مافیایي کړیو سره لاس یو نه کړي بلکې ددې ځورېدلي ولس او په جګړه کې د ګیر ولس د مرستې لپاره صادقانه هڅه وکړي.

ولسمشر که غواړي، چې د ښځو حقوق ادا او خپلې ژمنې پوره کړي نو هیله ده چې هغوی په آرامو ولایتونو کې په دندو وګماري. د سویلي ولایتونو لپاره د داسې لایقو، صادقو او پیاوړو والیانو اړتیا ده، چې له خلکو سره ډېر راشه درشه ولري، مخور او محترم شخصیتونه وي، چې د خلکو په ژبه پوهه شي او د هغوی اعتماد خپل کړی شي.

One thought on “میدان وردګ ولایت د ښځینه والي ځای نه دی”
  1. د وردګو ولایت لپاره ښځینه والي

    ګرانو او درنو لوستونکو

    سلامونه او نېکې هیلې درته وړاندې کوم.

    هغه آن مې چې دا بې مفهومه او بې معنی خبر واریده، هک پک شوم، له ځانه سره مې وویل: زه چې کله یوازې له کابل څخه د کندهار ولایت ته پدې لاره په ډاډه زړه نشم تللای نو ښځینه والی صاحبه به څرنګه دغه خطرناک او نازک حاله ولایت کنترول کړي؟؟؟
    بیا مې هله حالت یو څه ښه شو چې دا مې واورېدل چې یاده ښځه د دایکندي لپاره والي صاحبه مقرره شوې ده، نه وردګو ولایت د مقام لپاره.
    بیا مې هغه وخت سخته غوصه را وپارېدله چې بیا د مفکر صاحب له نږدې تالي څټو مې دا وارېدل چې د وردګو ولایت لپاره هم ښځینه والي صاحبه ددې لپاره په نظر کې ده چې مفکر صاحب له د ښځو له ټولنو سره دا ژمنه کړې وه چې څلور ښځې به د ولایت مقام ته ګماري. داسې هم ویل کیږي چې مفکر صاحب پدې اړه د جلالتمابې بي بي ګل تر سخت فشار لاندې دی چې هرو مرو دې ښځو ته ولایتونه ورکړي.
    اوس تاسې له ځانه سره فکر وکړي مفکر صاحب د خپلو ژمنو د عملي کولو په بهیر کې ټول ولایت د غم کندې ته اچوي، خو ښځې خامخا خوشحالول غواړي ولو که دا ننداره د ټول ولایت په زیان هم وي. دېته وایې وفا او تړون؟؟؟ دېته وایې مفکرتوب او دې ته وایې د افغان ولس په ستوني باندې د ماسونیزم او نړیوالو یهودي پالیسیو برلاسي کېدل…
    یا الله ته مونږ او دا ټول ولس په خپل رحم او حفاظت کې وساته…
    یارب ارحمنا…
    واسترنا بسترک الجمیل…

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *