تاند، دوشنبه، د ثور ۸مه: د افغانستان برښنا شرکت وايي، په میربچه کوټ ولسوالۍ کې د وارداتي بریښنا غورځول شوې ستن به په راتلونکو پنځو ورځو کې بېرته ودرول شي.

 د دغه ریاست ویاند وحید الله  توحیدي تاند ته وویل، تېره شپه وسله والو کسانو د میربچه کوټ ولسوالۍ په میرزاخیلو کلي کې د وارداتي بریښنا ستن په بمونو ویجاړه کړه چېله کبله یې په ننګرهار، خوست، لغمان، غزني، لوګر، میدان وردګو او پکتیا ولایتونو بریښنا قطع شوه .

وحید الله توحیدي وايي، نن بیرته د بریښنا د ستنو په درولو کار پیل شوی چې په پنځو ورځو کې به تکمیل شي: (( دغه لاین څخه کابل او ولایتونو ته ۳۴۰ میګاواټه بریښنا ورکول کېده چې اوس به یې په بیرته وصلولو باندې ۳۰۰ زره ډالر لګښت راشي.))

 د ښاغلي توحیدي په خبره د دغې ستنې ویجاړېدو برښنا شرکت ته میلیونونه افغانۍ زیان اړولی دی او اوس دوی هڅه کوي چې د کابل بریښنا له اوبیزو سرچینو تامین کړي.

 نوموړی وايي، له کابل سره په مؤقت ډول د سل میګاواټه بریښنا د وصلولو چارې یې هم پیل کړې دي او په دې برخه کې په دریو کاري شفټونو کې کار روان دی.

 تر دې وړاندې طالبانو په پروان او بغلان ولایتونو کې په ځلونو د بریښنا ستنې په بمونو ویجاړې کړې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *