تاند: (ابوبکر جبارخېل)- د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري د هیواد د فوټبال ملي ټیم لوبغاړو د ستاینې په غونډه کې د هنر ښاپیرۍ لقب تکړه پښتو سندرغاړې میرمن نغمې ته ورکړ.
دغه غونډه تیره ورځ د تلې په شپږمه ناوخته د شپې مهال د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو د چارو د معينيت او د ملي راډيو ټلويزيون د رياست له خوا د ملي تلویزیون په تالارکې جوړه شوې وه.
د اطلاعاتو او کلتور وزیر ډاکترسيدمخدوم رهين تیره میاشت د سویلي اسیا په لوبو کې د هيواد د فوټبال د ملي ټيم اتلولي وستایله او ویې ویل: (( د هيواد د فوټبال د ملي ټيم اتلو لوبغاړو يوځل بيا د افغانستان د ستر ملت يو والى او وحدت تجسم کړ او نن د دغه هيواد ځوانان په ټولو برخو کې خپل ملت ته وياړ ګټلى دى.))
دغه راز په دې غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور وزير د هيواد تکړه سندرغاړې ميرمن نغمې ته د هنر د ښاپيرۍ لقب ورکړ.
په ورته وخت کې میرمن نغمې د دې لقب څخه د مننې په ویلو سره افغانستان ته د تل پاتې امن او ثبات هیله څرګنده کړه او زیاته یې کړه: (( افغانستان د ترهګرو ځای نه بلکې د سوله خوښوونکو او سوله غوښتونکو ځای دی او د دې لقب په اړه باید ووایم چې دا زما حق و چې راکړل سي ځکه زه د دې لقب حقداره ومه.))
دا په داسې حال کې ده چې د میرمن نغمې خپل اصلي او کورنی نوم هم ښاپیرۍ ده.
د غونډې په پاى کې ميرمن نغمې د وطني او حماسي سندرو په ویلو د سلګونو ځوانانو د چکچکو په بدرګه کنسرت اجرا کړ چې د شپې تر اته بجو یې دوام وکړ.
یاده دې وي چې میرمن نغمې په پښتو او دري سلګونه غږیزې او انځوریزې سندرې ویلي چې د لر او بر پښتونخوا ترڅنګ په ټوله نړۍ کې مینه وال لري.
هغه خدمت چی میرمن نغمی په خپلو سندرو ویلو سره پښتنو او پښتو ژبی ته کړی د افغانستان بل هیڅ هنر مند نه دی کړی . مونږ ورته د لا زیات بری او ښه صحت غوښتنه کوو.
ما ډیر ځل اوریدلی دی چی زمونږ دری ژبو هنرمندانو او عامو کسانو د میرمن نغمی سندری له ځان سره زمزمه کړی او پدی ترتیب سره لږ او ډیره پښتو زده کړی ده، د یوی ژبی د ژوندی ساتلو او نورو ته د ورښودلو لپاره د و یلو ، لیکلو ترڅنګ سندری او ترانی هم خدمت کولای شی .
ډېر ښه
ښه زیری دی نغمی ښاپیرۍ د هنر ښاپیرۍ لقب دیی مبارک شه.
منګل اونغمی دپښتو دهنر په برخه کی ډیر خدمت کړیدی، اوباید ددولت لخوا نور هم وستایل شی.
که منګل اونغمه تراوسه یوځای وای دغی هنر به نوره هم ترقی او خوندکړی وای.
د بر کلی ښا پیرۍ
زړه یی رانه وړي په مثال د ښا پیرۍ ده- دی بر کلي کښی
یوه جلۍ ده دی بر کلي کښی
هسی په لاره تیرید مه = سیل د ګود ر ته ود رید مه
ما ویل کیوتي د اسمان سپینه سپوږمۍ ده – دی بر کلي کښی
یوه جلۍ ده دی بر کلي کښی
الله ورکړی ښه اندام دی – راحت په ما باندی حرام دی
حسین خو ډ یردی د حسینو شهزاد ګۍ ده – دی بر کلي کښی
یوه جلۍ ده دی بر کلي کښی
بادامي ستر ګی غټی تو ري – زړه سو ری کۍ چی ورته ګوري
په تش لید و می زړه سینه سو رۍ سورۍ د ه – دی بر کلي کښی
یوه جلۍ ده دی بر کلي کښی
ما چی دا ولیده یو ځل – پوخ یی ویشتلی په ګو ګل
د بڼو غشي وارول ما ویل ږلۍ ده – دی برکلي کښی
یوه جلۍ ده دی بر کلي کښی
لیکنی ټولی د قسمت دی – ښکلی لایق د محبت د ی
ما ور لیږلی نن د سرو زرو نتکۍ ده – دی بر کلي کښی
یوه جلۍ ده دی بر کلي کښی
(روغواله) ښکلی رنګ په رنګ دی- ستا خو یی خوښ دا غنم رنګ دی
د ی کوه قا ف ته پسی ځه خورد بد رۍ د ه دی بر کلي کښی
یوه جلۍ ده دی بر کلي کښی