مل پاسوال حاجی میرویس خان دفراه ولایت دامنیه قوماندان په حیث نن  دفراه والایت ملکی اونظامی ریسانو او قومی مشرانو ته وپيژندل شو.

نن سهار ۹بجی  دولایت مقام په انګړ کي  په سلګونو قومی مشرانو ،مخورو ،علماو،ځوانانو، ملکی اونظامی ریسانو ،دمدنی ټولني غړو، دولایتي شورا ریس اوغړو، دسولي دولایتی کمیتي ریس او غړ،د شورای ی ولایتی ریس او غړو ،اود سیاسي احزابواستازو حضور درلود چي چي نوی قوماندان وپيزندل شو.

وروسته دقران عظیم الشان دتلاوت نه دمرکز څخه دکورنیو چارو وزارت دعامه نظم دپولیسو معین جنرال عبدلجمیل جنبش ،دفراه والی الحاج محمد عمرشیرزاد،دفراه نوی امنیه قوماندان مل  پاسوال حاجی میرویس خان نورزی دولایتی شورا ریس دمجاهدینو دشورا مشر خبري وکړي هریوه په خپل وار نوی قوماندان ته مبارکي وویله او دلاښه امنیت دتامین هیله وکړه.

ښاغلی جنبش  لومړی نوی قوماندان معرفی او دفراه ولایت لپاره یی موثر شخص وباله دده په وینا نوموړي دګاونډي ولایت اوسیدونکي دی دفراه ولایت په وضیعت پوهیږي چي دامنیت په تامین کی څنګه چي لازمه وي  رول و لوبولایشي.

وروسته دفراه والی خبری وکړی او  زیاته کړه زه مطمن یم چی دنوي قوماندان په راتګ سره په  امنیتی وضیعت کی بهبود راځي  ځکه قوماندان نورزی یو باتجربه شخص دی، همدا ډول والی شیرزاد دځینو ستونزو یادونه هم  وکړه ،چی باید ورته دحل لاره پیداشي. همدا ډول یی دخلکو همکاری مهمه وباله او غوښتنه وکړه چی خپله همکاري ونه دریغه وي .

ورپسي دولایتی شورا ریس  حاجی عبدالبصیر خیرخوا.خپل ولسي ملاتړ اعلان کړو اوډاډ ورکړو چي دفراه ولایتی شورا دخلکو په استازیتوب هرډول همکارۍ ته ژمنه ده.

داجنډا سره سم   مل پاسوال امنیه قوماندان  حاجی میرویس خان نورزي دخپلو خبرو په ترځ کي وویله زه دوالی ترمشرۍ لاندی دټولو امنیتی ارګانونو سره په یوه کامله هماهنکی سره غواړم دامنیت په تامین کي ونډه واخلم او هڅه کوم ترڅو ددي ولایت دخلکو په ژوندکي په امنیتی لحاظ یو روښانه اومثبت بدلون راشي. همدا ډول نوموړي دخلکو همکاري مهمه وباله غوښتنه وکړه چي خپله همکاري همیشه دپولیسو سره ترسره کړي .

په پای کي دمجاهدینو دشورا ریس جنرال حبیب الله خبری وکړي او زیاته کړه زه دفراه ولایت دمجاهدینو دشورا په استازیتوب هرډول همکاری ته چمتو یم  جنرال حبیب الله زیاته هیله مند یم چي به وضیعت کي بهبود راوستل شي  ترڅو دفراه خلک او ولسونه ترپخوا لا ډیر پر پولیسو باور وکړي.

وروسته ترغونډي یی  نوی قوماندان پرخپلي چوکۍ کښیناوه غونډه ددعایی په ویلو سره ۱۱ بجي پای ته ورسیده.

عبدالرحمان ژوندی دفراه دوالی ویاند

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *