تاند نیوز ډیسک: له شاوخوا ۴۰ ورځو ناندریو وروسته میر رحمان رحماني د ولسي جرګې رئیس وټاکل شو.
تر دې وړاندې درې پړاوه ټاکنې شوې وې هیڅوک په کې د ۵۰ جمع ۱ رایو په اکثریت د جرګې مشر انتخاب نه شو.
نن شنبه د چنګاښ په ۸ مه خان محمد وردګ له دریم پړاو او میر رحمان رحماني له لومړې پړاو څخه د مخکښو نوماندانو په توګه سیالي وکړه
نن ټاکنو کې د جرګې ۲۴۵ غړي حاضر وو چې ۱۳۶ رایې د رحماني او ۹۶ د خان محمد وردګ په ګټه وکاریدلې.
تر دې وړاندې پړاو کې رحماني د اصولي په مقابل کې ځان له ۲۴۷ رایو د ۱۲۳ رایو په ګټلو د ولسي جرګې رئیس باله چې پارلمان یې په لوی جنجال ځای بدل کړی و.
مخالفو وکیلانو رحماني ځکه مشرۍ ته نه پریښود چې په وینا یې نوموړي ۵۰ جمع ۱ رایې نه وې اخیستې.